مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

جنرال رازق له کندهاره د پنجابي کارګرو د اېستلو امر کړی

احمد فیصل
د کندهار امنیه قوماندان له دغه ولایت نه د پنجابي کارګرو د ایستلو امر کړی. ځایي چارواکي وایي، دغه ولایت کې د قانوني اسنادو نه درلودونکو پنجابي کارګرو د نیولو او له هیواده د ایستلو کمپاین عملاً پيل شوی چې تر اوسه یې ګڼ شمیر کسان نیولي دي. د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضیا درانی وايې، چې امنيه قومندان په پوليسو عمليات پيل کړي دي او تر دې مهاله يې ډېر شمېر پنجابيان نيولي او دا پروسه دوام کوي. نوموړی زیاتوي نيول شويو پنجابيانو پرته له کومو اسنادو هلته کار کاوه او له دې وروسته به هغو بهرنیو اتباعو ته چې قانوني اسناد ونه لري د ورتګ اجازه ورنکړي. بل پلو د کندهار اوسيدونکي وايې چې د پوليسو له دې اقدام خوښ دي، ځکه چې افغانان بې کاره کرځي او پنجابیانو د دوی کار ترې نېولی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery