مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امرخېل: د ملي یووالي حکومت د ناغېړیو له کبله ۳۳ ولایتونو کې جګړه روانه ده

احمد فیصل
د ملي ثبات ټولنې مشر وايي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د ناغېړيو له امله د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې جګړه روانه ده او ناامني ورځ تر بلې ډېرېږي. ضیا الحق امرخېل وایي، په هېواد کې شته ستونزې ورځې تر بلې ډېرېږي، ځوانان په بېلابېلو نومونو وژل کېږي، فقر اوج ته رسېدلى؛ سياسي حکمرانان پر قومي تجارانو بدل شوي، په خپلو کې د څوکيو او واک پر وېش لګيا دي او د هېواد هیڅ غم ورسره نشته. امرخیل د هېواد ترینګلو حالاتو ته په کتو پر ولسمشر او ‌‌‌‌اجرایه رییس غږ وکړ چې د خپل منځي اختلافونو او د واک پر سر د وېش پر مهال د راپورته شوو ناندریو پرځای دې هغو کارونو ته لومړیتوب ورکړي چې د ولس په ژوند کې مثبت بدلون راولي. ده پر ځوانانو او ولس غږ کړی، چې د خپل برخلیک او راتلونکې لپاره لاس پر کار شي او پرې نږدي، چې پر سر او خاوره یې نورې ماملې وشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery