مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د عبدالله او اشرف غني اختلافات د ملي یووالي حکومت اصلي څېره بربنډوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له ارګ سره د ناندریو په لړ کې له داسې رازونو پرده پورته کړې چې ښيي د حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي له نړیوالې مافیا سره اړیکې لري. په وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د دوو ټیمونو ترمنځ اختلاف یو پر بل د تورونو تر بریده رسېدلی دی. اجرایوي رییس د تېرې پنجشنبې په ورځ پر ولسمشر غني سختې نیوکې وکړې چې سیاسي هوکړه لیک یې تر پښو لاندې کړی او په خپلسر کارونه کوي. خو ولسمشر غني د تېرې شنبې په ورځ د ځوانانو پارلمان په پرانېستغونډه کې د عبدالله یادو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: کله چې د فساد پرضد او د اصلاحاتو لپاره غږ پورته کوم، یو شمېر کسان مې د واک پر انحصار تورنوي. خو عبدالله عبدالله په سپیدار ماڼۍ د یکشنبې په ورځ د خپلو پلویانو په یوه بله غونډه کې د ولسمشر غني د یادو څرګندونو په غبرګون کې وویل: د اداري فساد له هغو دوسیو خبر یم، چې له نړیوالې مافیا سره شراکت پکې ثابتوي. عبدالله زیاته کړه، د یوچا له هغو اقاربو او خپلوانو خبر دی، چې د فساد په کارونو کې ښکېل دی. نوموړي وویل:«چا ادعا وکړه چې هر کله موږ فساد په اړه غږ پورته کوو یو څوک راپیدا او زموږ مخه نیسي، دا غږ مې هغه ته دی، چې موږ د اداري فساد له هغو دوسیو چې له نړیوالې مافیا سره قراردادونه شوي، خبر لرو او په دې اړه هم خبر لرو چې چا سره شوي.» ډاکټر عبدالله پر ولسمشر غني په غیرمستقیمه توګه تور لګوي، چې له فساد سره د مبارزې له مسئلې نه سیاسي استفاده کوي او د یوه ځانګړي قشر د بدنامونولو هڅه کوي. عبدالله عبدالله وايي د فساد مبارزې په برخه کې موږ په لومړۍ کرښه کې او یو، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې له دې نامه څخه یې پر وړاندې استفاده وشي. اجرایوي رییس د ملي یووالي حکومت چارواکي داسې مهال په فساد کې په لاس لرلو تورنوي، چې دی او ولسمشر دواړه د تدارکاتو د کمېسیون غړي دي. له اداري فساد سره د مبارزې بنسټونه وایي، چې په خپله د حکومت د جګپوړو چارواکو له خوا د فساد تایید او افشا کول ښیي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په فساد کې زیاتوالی راغلی او هغسې چې په لاسته راوړنو کې دواړه ځان شریک بولي، د فساد په تړاو هم باید ملت ته ځواب ووایي. د رونټیا څار بنسټ اجراییوي رییس سید اکرام افضلي وايي، څومره چې خلکو له حکومت څخه تمه درلوده، هغومره کارونه نه دي شوي. دی وايي چې د حکومت په لاسته راوړونو او نیمګړتیاوو کې دواړه مشران شریک دي او یو پر بل دې پړه نه اچوي. له فساد سره د خلکو د مبارزې بهیر غړی عبدالولید نوري وايي، چې د فساد په برخه کې د حکومت روانې هڅې ډېرې لږې او محدودې دي، چې په وینا یې دا یوازې نمايشي دي او غواړي د مرسته کوونکو هېوادونو پام ځان ته ور واړوي. د ملي یووالي حکومت زیاترونه قراردادونه د تدارکاتو کمېسیون له لارې ترسره کېږي او په ډېرو مواردو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادي شرکتونو شریکان د حکومت د جګپوړو چارواکو خپلوان او د کورنیو نږدې غړي ثابت شوي. یو پربل د ملي وحدت حکومت د دوو مسوولانو تورنه داسې مهال دي، چې د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې له فساد سره د دغه حکومت مبارزه ناکامه بولي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery