مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عالمه دا څرنګه ټګي ده

محمود نظری

محمود نظری

 

 مخامخ یو بل په غیږ کې نیولي دوستي ده
 په دواړو خوا مچول او سمه دکج کشتي ده
 دکشرانو او مشرانو تر منځ لاس او مخ مچي ده
 کورنۍ اړیکه هم دلته سوې سیاسي ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه ټګي ده
***
پشلا یوبل ته له یو کیلومتر لیري غاښ چیچي ده
 چې سره نژدې سي دیوبل ته روغ جوړ اوسي ده
 چې سره جلا سول دیو بل پسې پخه بدګویي ده
 د دوستي په نوم روانه خورا سمه دلګي ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه لی په لی ټګي ده
***
دخلکو مال به دوو لاسو په خوله منډي ده
 په کال کې یوه عمره او حجونه دګناه منځي ده
 دادماینې د زرو تجارت د میړه خود نمایي ده
 د دین په نوم روانه هر چیري سوچه تګماري ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه بدخونده ټګي ده
***
ورور ورور ته په لاره کې څاه کیندي ده
 چاره روانه په خپله ګټه او ځانمني ده
 په خبرو کې وایي زموږ ټینګه ورور ولي ده
 په وروري کې روانه ټینګه دښمني ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه ناوړه ټګي ده
***
چې د مرستې آوازه سي د فساد کمیسیون جوړ سي
 د خاینو یوشمیر نومونه په رسنیو کې خپور سي
 چې دناتو دخوا د مرستې قبول هغه دستور سي
 بیا لکه مخکې په دولت کې هغه دلګي او دلالي ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه بدچلاوه ټګي ده

***
پاچا مودنیا پوه دی خوپوه نه دی په خپل وطن
 خبرې یې له خولې تل وځي لوڅي لغړي او بې کفن
 سل مشاوره لیري خبرنه دی د دیمزنګ د څښتن
 ناحقه دبل چا په ګټه هر څه ورته روا او آزادي ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه سپینه ټګي ده
***
د خرو ډارنو د لاسه د ا وطن د مړو هیواد سو
 نومونه د غلو پرایښول کیږي څه تعمیر زوړ یا نواباد سو
 ددې سوچه بې سوادو لخوا دا وطن سم برباد سو
 دیو کام مړي ته بد کتل د بل کام ته درناوي ده
 عالمه په موږ خوارانو کې دا څرنګه روانه توره ټګي ده
***
د غلو وطن دی خپل غلو ته ویاړ اوافتخار غواړي
 د ملاعمر فاتحه بده سوه سقاو زوی ته منار غواړي
 پښتانه ته د سپنسی هزاره ته د برق واکمن تار غواړي
 دیو کام شهید ته ملي ماتم نیسي بل ته خوشحالي ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه شنه دلګي ده
***
ملت مو مړ دی که ګونګی دی هیڅ آواز نه لري
 خوار کام مو هیڅ یو پلت باز او چمباز نه لري
 خیردی که موکام دلته غلباز او غټباز نه لري
 خیر که دامریکا لخوا به هغو روانه بمباري ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه خړه ټګي ده
***
ژر به دا کام بیا د رباب یو شاباز پیدا کړي
 ولس به یې بیاډبدبه او سازباز پیدا کړي
 دامریکا دکام دښمني به هغه راز پیدا کړي
 د شاعرانو مو په مرستیالي سلا کاري ښکر جنګي ده
 عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه ژیړه ټګي ده

***

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery