دا مشاعره چي هر کال په کندهار کي په دوديز ډول لمانځل کېږي، سږکال هم په کندهار کي د مېشت (روهي ادبي بهير) له خوا په داسي حال کي ولمانځل شوه چي پر کندهار سربېره د زابل، هلمند، روزګان، پکتيا، وردګ او د غزني شاعرانو هم برخه اخيستې وه
د کندهار دوديزه مشاعره ((انارګل)) د روان کال د غويي پر لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ په نوموړي ولايت کي د سلګونو شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون جوړه شوه دا مشاعره چي هر کال په کندهار کي په دوديز ډول لمانځل کېږي، سږکال هم په کندهار کي د مېشت (روهي ادبي بهير) له خوا په داسي حال کي ولمانځل شوه چي پر کندهار سربېره د زابل، هلمند، روزګان، پکتيا، وردګ او د غزني شاعرانو هم برخه اخيستې وه دا مشاعره چي د ارغنداب په شنه او سمسموره ولسوالي د فرهنګپال حاجي ظاهرجان په انار بڼ کي جوړه شوې وه، د سهار پر نهو بجو پيل او د شپې تر ناوخته پوري وغځېده په دې مشاعره کي د شعرونو ترڅنګ تمثيلي پارچې، ملي اتڼ او ټنګ ټکور پروګرام هم شامل و د مشاعرې مشر نجيب الله هوتکي، کوربه يې حاجي ظاهرجان او مېلمانه يې له زابل څخه حبيب ګل ستانه زى، له هلمند څخه قلميار، حاجي بابا، شامحمود بريالى، بهاوالدين الهام، عبدالرشيد بسيم، او ډاکټر نعمت ګل پرګنيز و په نوموړې مشاعره کي د ٣٠٠ تنو په شاوخوا کي شاعرانو او ليکوالانو برخهدرلوده. پاتې دي نه وي، چي د دې مشاعرې ټول لګښت ملي احساس لرونکي سوداګر حاجي عبدالظاهر جان او ورسره ملي سوداګر حاجي عبدالله ايوبي او سيد حبيب الله روحاني پر غاړه اخيتسى و د يادوني وړ ده چي د هيواد د نورو ولايتونو په څېر دا دوديزه مشاعره په کندهار کي له اوږدې مودې، راوروسته پيل شوې چي د کندهار او ګاونډيو ولايتونو شاعران او ليکوالان برخه پکښي اخلي