مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د «زړه اوازونه» په نوم د مقالو ټولګه چاپ شوه

 

په ياده ټولګه کې چې ليکوال يې سردار محمد همدرد دی، بېلابېلې ادبي، سياسي، کلتوري مقالې او د ماشوم ادبياتو اړوند ليکنې راټولې شوي دي.

همدرد وايي، د ماشومانو لپاره يې هم د نثر په برخه کې کار کړی دی، چې په نږدې وختونو کې به يې له چاپه را وباسي.

 د زړه اوازونه هغه مقالي دي، چې تردې د مخه پر انټرنیټ خپرې شوې دي.

 په دې ټولګه کې سیاسي، ادبي او ټولنیزو لیکنو ته ځای ورکړل شوی دی، دغه راز له یو شمېر رازونو هم پرده پورته شوې ده.

 همدرد وايي: د یو شمېر لیکوالانو او ملګرو په هڅوونه يې دا مقالې چاپ کړې او د کتاب په بڼه يې لوستونکو ته وړاندې کړې.

 دی وايي تر دې د مخه يې نظم لیکه، خو د هیواد روان حالت داسې و، چې دی مجبور کړ، ترڅو نثر ته را واړوي او واقیعتونه ولیکي.

 شاعر او لیکوال بصیر الحق عادل وايي، د همدرد دا ټولګه يې لوستلې.

 د ده په وینا په دې کتاب کې د هیواد پر روانو سیاسي حالاتو لیکنې شوي دي او واقیعتونه بیان شوي دي، د نیو کو ترڅنګ يې دولت ته د حل لاره هم ښودلې ده.

سردارد محمد همدرد سره له دې، چې یو شاعر او لیکوال دی، ترڅنګ يي مدني فعال هم دی، دی هڅه کوي، چې د خپلو خلکو ستونزې را وسپړي او حل لارې ورته وسنجوي.

 د همدرد له قوله د ماشومانو لپاره يې ډيرې لیکنې ناچاپه پاته دي چې پر خپل وخت به يې چاپ کړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery