مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ځواني دانې د داغونو درملنه

ډاکټر عبدالولي اعتماد

  ( د پوستکي او ښکلا معالج)
ځواني دانه په ځوانانو کي یو معمولي ناروغي ده، زیاتره  د بلوغ د وخت په شاوخوا کي شروع کیږي او په زیاترو مریضانو کي تر ۲۵ کلنۍ پوري دوام کوي.
د ځواني دانو د داغونو ډولونه:
زیاتره  د ځواني دانو داغونه د پوستکي څخه په ننوتلي شکل سره وي، خو په راوتلي شکل سره هم کیداسي. کله نا کله بیا 
د دو داغونو په منځ کي یو راوتلی نسج د پول په شکل سره وي چي دا د ځواني دانې د شدید شکل څخه منځ ته راځي، د ځواني دانې ننوتلي شکل لرونکي داغونه په، ګرد، تیغ ته ورته او صندوق ته ورته شکلونو سره ویشل سوي دي.
دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
آیا د ځواني دانو د داغونو درملنه ګټوره تمامیږي؟
هو د ځواني دانو د داغونو درملنه تر ډیره په ښه توګه سره کیږي. او ددې درملني لپاره بیلابیل میتودونه سته چي په لاندي ډول سره ذکر سويدي.
1. لایه پورته کول یا Chemical Peeling
2. ستني وهل یا Derma Roller
3. تراش کول یا Dermabrasion
4. Laser Resurfacing
5. د داغونو پورته کول یا Subcision
6. کوچنی پیوند یا Punch Grafting
 د پوستکي پیوند یا Dermal Graft
7. PRP
که چیری غواړی چي د ځواني دانې داغ پاته نسي نو ځواني دانه مه شکوی، او د درملني لپاره یې د پوستکي معالج ته مراجعه وکړئ!
نوټ: له ټولو لوستونکو څخه هیله کوو چې پورته لیکنه دي د روغتیا او ثواب په خاطر له نورو سره شریکه (Share) کړي، دا صفحه دې خوښه (Like) کړي او خپل ملګري دې هم نوموړي صفحې ته دعوت کړي ترڅو زموږ لیکني وخت په وخت هغوی ته ورورسیږي او تاسي هم د روغتیا څخه برخمن سی!
د پوستکي روغتیا او ښکلا مو زموږ سره تجربه کړئ!
د معلوماتو شمېره: 0782101194
ایمیل: Abdulwalietemaad@gmail.com

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery