مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په مېله کي پوستکي جدي ساتني ته اړتیا لري!

ډاکټر عبدالولي اعتماد


( د پوستکي او ښکلا معالج)
جمعه د میلې او تفریح ورځ ده، زیاتره وطنوال مو په دغه ورځو کي د خستګۍ لیري کولو په خاطر په تفریح او میله وځي، تفریح او میله کول انسان روحاء خوشالوي او ځیني ناروغۍ په میله کولو سره له منځه ځي. لکه ځواني دانه، خفګان، پسوریازس، نیورودرماتیت او داسي نوري ناروغۍ...
د میلې کولو په وخت کي باید لاندي ټکي په نظر کي و نیسو!
 1: د میلې په وخت کي یو شی چي ډیر پوستکي ته زیان رسولای سي د لمر شعاع ده په ځانګړې توګه سپین پوست لرونکو کسانو ته چي د اونۍ په جریان کي لمر ته نه برابریږي، دا حالت د لمر سوځوني لامل کیږي. په ضمن کي د لمر شعاع د تاریکي لکې، د مخ کونځو او بلاخره د پوستکي د سرطان لامل ګرځي. نو په کار ده چي د لستوڼو لرونکو لباسونو، د لمر ضد خولۍ او عینکو څخه کار واخلو. او د میلې په ورځ کي باید په هر دو ساعتو کي د لمر ضد کریم استعمال سي. او هڅه وسي چي داسي ځای د میلې لپاره وټاکل سي چي هلته سایه و اوسي.
دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
2: خوراک ته مو پاملرنه وکړی او هڅه وکړی چي ډیری له سبزیجاتو او میوو څخه کار واخلی، په میله کي زیاتره غذاوي چي غوړ یې زیات وي استعمال لیږي، خو دا غذاوي ډیره کمه ګټه لري که چیري تاسي ځواني دانه ولري او غوړه غذا، مرچک یا شیریني استعمال کړی ځواني دانې مو زیاتیږي نو هڅه وکړی چي له ترکاري او میوو څخه ګټه واخلی.
3: د الکول لرونکو نوشابو، سګریټ څکولو او نشه یې توکو څخه په جدي توګه ځان وساتی.پام مو وي چي زیاتره کسان د میله ځایونو څخه په نشه یي توکو اخته کیږي.
4: د هغه کارونو څخه چي و بدن او پوستکي ته مو زیان رسوي ځان وساتی.
ډاکټر عبدالولي اعتماد تاسي او ستاسي محترمي کورنۍ ته خوشاله او آرمه میله غواړي.
نوټ: له ټولو لوستونکو څخه هیله کوو چې پورته لیکنه دي له نورو سره شریکه (Share) کړي، دا صفحه دې خوښه (Like) کړي او خپل ملګري دې هم نوموړي صفحې ته دعوت کړي ترڅو زموږ لیکنې وخت په وخت هغوی ته ورورسیږي او تاسي هم د روغتیا څخه برخمن سی!
--------------

د معلوماتو شمېره: 0782101194
ایمیل: Abdulwalietemaad@gmail.com


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery