مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کرکټ نړيواله شورا ICC

سمیع الله پآم

 

د کرکټ نړيواله شورا د کرکټ د پرمختګ او اداره کولو يوه نړيواله شورا ده چې د متحده عربي اماراتو په ستر ښار دوبۍ کې يې دفتر دی.
د کرکټ نړيواله شورا په 1909 زېږديز کال کې د انګلستان، سويلي افرېقا او اسټرليا لخوا رامنځ ته شوه او Imperial Cricket Conference (د کرکټ شاهي جرګه) نوم يې ورته ځانګړی کړ.
څه موده وروسته يعنې په 1965ز کال کې ئې دا نوم په International Cricket Conference (د نړېوال کرکټ جرګه) باندې بدل شو چې دې نوم هم ډېر دوام ونکړ او په 1989 کال کې يې دا نوم په اوسني نوم (ICC) International Cricket Council (د کرکټ نړيواله شورا) باندې تبديل شو.
اۍ سي سي تر ۲۰۱۳ز کال پورې ۱۰۷ غړي درلودل چې د عضويت له مخې يې درې ډوله درجه بندي کړي.
لومړی: Full Members بشپړ عضويت لرونکي هېوادونه هغه هېوادونه دي چې د ټېسټ سياليو حق لري او دوی پرته له کوم شرط څخه په نړيوال جام کې لوبېدلای شي د دې ډول هېوادونو شمېر تر ۲۰۱۳ کال پورې تر لسو هېوادنو رسېده چې هر هېواد په بېلابېلو وختونو کې دې مقام ته رسېدلی.
هغه لوبډلې چې د اۍ سي سي سره يې تر۲۰۱۳ کال پورې Full Members يا بشپړ عضويت ترلاسه کړی دی عبارت دي له:
اسټراليا په 15 July 1909 نېټه باندې د اۍ سي سي سره بشپړ عضويت ترلاسه کړ.
انګلستان هم په 15 July 1909 نېټه باندې د اۍ سي سي سره مکمل غړيتوب ترلاسه کړی او دا هم د اسټراليا او جنوبي افرېقا په څېر د کرکټ د نړيوالې شورا د بنسټګرانو څخه دی.
جنوبي افرېقا په 15 July 1909 نېټه بشپړ عضويت ترلاسه کړی چې دا هم د موسيسينو څخه دی.
هندوستان په 31 May 1926 نېټه د کرکټ دنړيوالې شورا سره بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.
نيوزلېنډ په 31 May 1926 تاريخ د اۍ سي سي سره مکمل عضويت ترلاسه کړ.
وېسټ انډيز په 31 May 1926 نېټه د کرکټ دنړيوالې شورا مکمل عضويت ترلاسه کړ.
پاکستان په 28 July 1953 نېټه د کرکټ دنړيوالې شورا د بشپړ عضويت لرونکي هېواد په نوم وپېژندل شو.
سرلنکا په 21 July 1981 تاريخ بشپړ عضويت ترلاسه کړ.
زمبابوی په 6 July 1992 تاريخ دکرکټ دنړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.
بنګلدېش په 26 June 2000 نېټه د کرکټ د نړيوالې شورا سره بشپړ عضويت ترلاسه کړ.
دوهم: Associate Members دا هغه هېوادونه دي چې د کرکټ د نړيوالې شورا سره تړل شوي خو د بشپړ عضويت لپاره نه دي منل شوي.
هغه هېوادونه چې په Associate Members کې قرار لري او د اۍ سي سي سره يې د Top Associate Members غړيتوب ترلاسه کړی هغه عبارت دي له:
2001 کال کې افغانستان په Top Associate Members کې ومنل شو.
1968 کال کې کاناډا د Top Associate Members غړي په صفت ومنل شو.
1993 کال کې ايرلنډ د Top Associate Members غړيتوب ترلاسه کړ.
1981 کال کې کينيا د Top Associate Members غړی شو.
1966 کال کې هالنډ Top Associate Members غړيتوب ترلاسه کړ.
1994 کال کې سکاټلنډ د Top Associate Members غړی شو.
يادو هېوادونو ته که څه هم د ټېسټ يا پينځه ورځنيو لوبو اجازه لا نه ده ورکړل شوي مګر د دوی لپاره نړېوالې شورا د يوې ورځنۍ او شل اوريزو سياليو غړيتوب ورکړی دی او همدارنګه د ټېسټ پرځای ورته څلور ورځنۍ سيالۍ ځانګړې شوي دي.
افغانستان خپله لومړنۍ نړيواله يوه ورځنۍ سيالۍ په ۲۰۰۹-۴-۱۹ نيټه د سکاټلېنډ هېواد سره ترسره کړه چې افغانستان په هغه لوبه کې بريا ترلاسه کړې وه.
دريم: Affiliate Members: دا هغه غړي دي چې يوازې يې غړيتوب منل شوی او تر ۲۰۱۳ کال پورې يې شمېر ۶۰ هېوادونو ته رسېده.

د کرکټ نړيواله شورا لاندې سيالۍ (ټورنمنټونه) ترتيب او تنظيموي:

 (۱) د ټېسټ لوبو اتلولي ICC Test Championship (test league)

 (۲) اۍ سي سي نړيوال کپ (څلور ورځنۍ لوبې)
ICC Intercontinental Cup (first class-for non-test nations)

 (۳) د اۍ سي سي د يوې ورځنۍ سياليو اتلولي
ICC ODI Championship (one-day league)

 (۴) د اۍ سي سي نړيوال جام (پنځوس اوريزه ټورنمنټ)
ICC Cricket World Cup (50 over tournament)

 (۵) د اۍ سي سي شل اوريز نړيوال جام
ICC World Twenty20 (twenty20 tournament)

 (6) د اۍ سي سي د اتلولۍ جام (له نړيوال جام څخه کوچنی)
ICC Champions Trophy (miniature version of the world cup)

 (۷) د اۍ سي سي کرکټ نړيوال ليګ ( د associate اوaffiliate د غړو لپاره)
ICC World Cricket League (league for associate & affiliate members)

 (۸) د نړيوال جام لپار د لار موندنې ټورنمنټ
ICC World Cup Qualifier (qualifier for the world cup)

همدارنګه له نولس کلنو څخه کم عمره او د ښځو لپاره نړيوال جام هم په لار اچوي.

د ICC ساحوي څانګې لاندې سيالۍ په لار اچوي، البته د ملي لوبډلو په کچه.
اسيايي شورا:
د اسيا جام (ACC) Asia Cup
د اسيا اتلولي ACC Trophy (List A)
د اسيا شل اوريز جام ACC Twenty20 Cup

د ختيځې اسيا او ارام سمندرګی څانګه:
د ختيځې اسياپنځوس اوريزه جام EAP – ICC EAP Cricket Trophy (One day)
د ختيځې اسيا شل اوريز جام ICC EAP Cricket Trophy (Twenty20)

افرېقا څانګه:
ACA – WCL Africa

امريکاڅانګه:
د امريکا اتلولي ACA – Americas Championship


د اروپا څانګه:
د اروپا اتلولي ECC – European Championship


د کرکټ د نړېوالې شورا څانګې

 د کرکټ د نړيوالې شورا سيمه ايزې شوراګانې Regional bodies هغه شوراګانې دي چې د سيمې په کچه د هېوادونو ترمنځ سيالۍ ترتيب او تنظيموي او د کرکټ د لاغوړېدا لپاره هلې ځلې کوي.
Regional bodies يا سيميزې شوراګانې عبارت دي له:
د افريقا د کرکټ ټولنه يا African Cricket Association
د امريکا د کرکټ ټولنه يا Americas Cricket Association
د کرکټ اسيايي شورا يا Asian Cricket Council
د ختيځې اسيا او ارام سمندرګي شورا ICC East Asia-Pacific
د اروپا کرکټ شورا European Cricket Council

کرکټ او فساد
 د نړېوالې شورا په داخل کې يوه برخه په کرکټ کې د فساد او د رشوت د مخنيوي لپاره ځانګړي فعاليتونه کوي چې په ICC set up an Anti-Corruption and Security Unit (ACSU) نوم باندې يادېږي.
دا کمېسون په کرکټ کې د هر ډول فساد او رشوت څخه د مخنيوي په خاطر هلې ځلې کوي او د څارنې دنده پر غاړه لري، که چېرته کوم لوبغاړی په رشوت اخېستو وپېژندل شي نو دوی يې په اړه پرېکړې کوي، چې په خپل تاريخ کې يو زيات شمېر داسې پرېکړې د لوبغاړو په حق کې کړي کوم چې په رشوت کې ښکېل وو چې يوه يې هم په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د دريوو پاکستانيوو لوبغاړو (محمد عامر، محمد اصف او سلمان بټ) په حق کې واوروله؛ کوم چې په رشوت او مېچ فېکسېنګ fixing کې ښکېل وو، يادو درېواړو لوبغاړو ته (۵ کاله، ۷ کاله او ۱۰ کاله) بنديز وټاکل شو.
د اۍ سي سي شعار (Great Sport Great Spirit) (غوره لوبې، غوره توليد) دی اوwww.icc-cricket.com يې د وېب سايټ پته ده چې نړيوالې لوبې په همدې وېب سايټ کې په ژوندۍ بڼه خپرېږي د دې شورا رسمي ژبې عبارت دي له: انګليسي - فرانسوي - آلماني او هسپانوي څخه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery