مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سپورټ او سیکس

ډاکټر ظهیر


دا چي تکړښت (سپورټ) د بدن پر هره برخه، غړي او غونډال (سیسټم) ګټور اغېز لري؛ د نوږیز (جنسي) ځواک د پیاوړتیا او نوږیزي روغتیا ضامن هم دی. څېړني په ډاګه کوي هغه نران چي په منظمه توګه تکړښت کوي؛ یاني پدې سره یې د بدن بېلابېلو غړو ته وینه (خواړه او اوکسېجن) رسېږي تر هغو کسانو چي تکړښت نه کوي؛ ښه نوږیزه روغتیا لري او له نوږیزو اړیکو ډېر خوند اخلي.
څېړني زیاتوي که څوک د ورځي نیم ساعت تکړښت وکړي؛ د نوږیزي روغتیا تر څنګ یې بدني ځواک او هیکل هم غښتلی کېږي، زړه او د ویني دوران یې ښه والی مومي او تر دي چي پنځګوني حواس یې لا ښه تحریکېږي.
تکړښت د زړه او رګونو چار او روغتیا لوړوي. ستړیا او سستي له منځه وړي، د تکړښتګر غړي ښکلي او یورنګه کوي چي پدې سره نوږیز راښکون (جنسي جذابیت) ته لار پرانیستل کېږي. هغه کسان چي تل تکړښتي بوختیا لري؛ د ځان په اړه داسي انګېري چي ګواکي د دوی ځان د نورو د خوښي وړ او په ګډ ژوند کي تر هر چا بریالي دي. خو څوک چي تکړښت نه کوي؛ په وینه کي یې د ټیسټوسټېرون هورمون کچه ټیټه وي؛ چي دا اکر (حالت) یې نوږیزه وړتیا زیانمنوي. تر ۴۰ کالو د لوړ منګ لرونکیو کسانو د نوږیزي روغتیا او پیاوړتیا لپاره ډاکټران پدې ټینګار کوي چي یاد کسان باید تکړښتي مهال وېش ولري. ځکه ناتکړښتوب د ژر زړښت، چاغي، د ویني د لوړ فشار او خوږې ناروغۍ لامل کېږي چي بیا دا ناروغۍ هره یوه په خپل وار سره نوږیزه ګروهه او وړتیا ځپي.
څنګه چي تکړښت د نوږیزه روغتیا د دوو ستر ګواښونکو یاني ذهني فشار او خپګان کچه هیڅ ته را ټیټوي نو ویلای شو چي تکړښت په نېغه توګه نوږیزه ګروهه پياوړې کوي. ذهني فشار او سټرس د هایپوفېز او هایپوتلموس پر غدو اغېز لري چي پدې سره د ټیسټوسټېرون هورمون نه ترشح کېږي او د نوږیز چار د ګډوډۍ لامل کېږي. په ناخوځنده نرانو کي د پورتني هورمون کمښت د نوږیزغړي پرېوت (د جنسي الې نه نغوط)، د نوږیي ګروهي د کموالي، ستړیا او د نوږیز خوند د لیږوالي لامل کېږي. خو دا خبره د یادولو وړ ده چي له لاسجوړو (مصنوعي) نوږیزو مردانه هورمونو (Androgens) يا هم له نورو انابوليک سټېرويډو څخه د غړيز ځواک د ډېرښت لپاره په ځانګړي ډول په ښځو يا هغو کسانو کي چي په پنځيز ډول پکي د ټسټوسټېرون د هورمون ترشح لیږ وي؛ ګټنه و نه شي.
پورتني توکي د ګټي تر څنګ په زياته کچه روغتيايي ژوند ګواښونکې ستونزي او ځيني وخت کېداى شي چې د مړينې لامل وګرځي. د بېلګې په توګه انابوليک سټېرويډ د زړه ناروغيو ته لار پرانېزي او د بدن ليپو پروټينونه له سترې ګډوډۍ سره مخ کوي. چې په پاى کې د زړه حملې او مغزي سکتې منځ ته راوړي.
اړينه ده وويل شي چي په ښځو کي د هورمونونو کارونګ د نارينه‌وو په پرتله ډېر زيان زېږوونکي دي د بېلګي په ډول د ږيرې شنه کېدل،  د غږ ډبلولاى ، د پوستکي زيږتوب او د مياشتني عادت بندوالى د جنسي مردانه هورمونو د کارېدو زېږنده.
 دا خبره هم په لیکلو ارزي چي تکړښتګر د خپل ځان په اړه مثبت ذهني انځور لري چي دا چاره په خپل وار سره نوږیز کړند ګټور پرېوزي.
نوې څېړني ښيي ۸۰ سلنه نران او ۶۰ سلنه ښځي چي په اوونۍ کي له دوو تر درو ځلو تکړښت کوي؛ نوږیزه ګروهه یې تر منځکچي لوړه ده. منظم تکړښت نوږیز منګ ټیټوي. د بېلګي په توګه؛ هغه ۶۰ کلن چي په منظمه توګه لامبو کوي؛ نوږیزه وړتیا او ګروهه یې د ۴۰ کلنۍ د منګ په څېر وي. بل څېړنه جوتوي هغه ۵۰ کلن سړي چي په منظمه توګه تکړښت کوي؛ د خپلو همزلو په پرتله ۳۰ سلنه په نوږیزه کمزورۍ اخته کېږي. د دې تر څنګ وړ او یوشانی (منظم) تکړښت په بدن کي په لوړه کچه د انډروفینو د ازادېدو لامل ګرځي چي دا په خپل ځای سره لوړ نوږیز خوند (لذت) پنځوي.
 لکه وړاندي چي مو وویل؛ تکړښت زړه – رګونه او همدارنګه غړي ځواکمنوي چي پدې سره د نوږیزو اړیکو د پياوړتیا لامل ګرځي او د ملا د کمزوري او ستړیا مخه نیسي.
بله څېړنه وايي چي د «یوګا» تکړښت د نرانو د نوږیزي روغتیا، نوږیز ځواک او نوږیزي ګروهي لپاره بې سیاله چار دی.
که غواړئ چي ښه روغتیا او نوږیزه سلامتيا ولرئ نو ښه خبره دا ده چي د پوهنیزو آرونو ( اصولو) پر بنسټ چمتو شوی تکړښتي پروګرام پلی کړئ. دا ټکی باید ټینګ په پام کي ونیول شي چي د هر کس د ځانګړتیاوو، اړتیاوو او فزیولویژیکي لاملو ته په کتو سره تکړښتي پروګرامونه جوړېږي.
 هوازي تکړښت:
پلې ګرځېدا، ورو منډه، پر بایسکل سپرېدل، تر پړي ټوپ وهل او لامبو وهل غوره هوازي تکړښتونه دي.  
هغه کسان چي غواړي نوږیزه سلامتیا ولري نو کم تر کمه دي په اوونۍ کي ۱۵۰ شېبې (دقیقې) منځمهاله او یا هم ۹۰ شېبې ګړندی تکړښتي چار تر سره کړي. اړینه نه ده چي ۱۵۰ یا هم ۹۰ شېبې تکړښت دي په یوه ورځ وشي بلکي په بېلابېلو ورځو دي ووېشل شي. هغه کسان چي بدني ځواکمنتیا یې ښه نه وي؛ په لومړيو کي دې د ورځي له ۱۰ شېبه‌ایزه تکړښته پیل وکړي.
 کششي تکړښت:
هر کس په ځانګړې توګه هغه څوک چي د نوږیزي سلامتیا په موخه تکړښت ته مخه کوي؛ باید هره ورځ د بدن بېلابېلو غړو ته کششي حرکات ور کړي. د هر غړي کشش به لیږ تر لیږه له ۱۵ تر ۳۰ رپوو (ثانیو) وي او په هره تکړښتي دوره کي به د غړو د کشولو چاره له ۳ تر ۵ ځلو تر سره کېږي.
 پياوړی یا دروند تکړښت:
دا ډول تکړښت د غړو د ځواکمنۍ او ټینګښت په موخه تر سره کېږي. پدې ډله تکړښتونو کي ایزوټونیک او ایزومټریک تکړښتونه، تکړښتي کششي حرکات او په وزنه لرونکو ماشینونو تکړښت؛ شامل دي.
هغه کسان چي غواړي نوږیزه ځواکمني یې لوړه شي؛ باید په اوونۍ کي دوه ځلي د بدن د غټو غړو حرکات تر سره کړي. چي په لومړي کي دې په هر تکړښتي دوره کي د حرکاتو شمېر له ۸ څخه تر ۱۵ پوري وي او وروسته دي دا شمېره لوړه کړي.
د یادولو وړ ده هغه کسان چي منګ یې تر  ۴۵ کالو لوړ یا هم کومه ځانګړې ناروغۍ لري؛ باید د تکړښت تر پیل وړاندي له یوه څانګپوه (متخصص) ډاکټر سره مشوره وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery