مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د څلویښت کلن نه لوړ کسان دې ولولي ( دویمه برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي


د لومړۍ برخي سره په تړاو :
( په لومړۍ برخه کي مو ولوستل چي د تشو میتیازو پخاطر ژر ژر و تشناب ته د تګ اړتیا د څه له کبله وي ، د مثاني دنده او د کار څرنګوالۍ یې څنګه دي ، د میتیازو کولو نورمال حالت څه ته وایی او له حد نه زیات د مثانې دفعالیدو نښي کومي دي او څنګه څرنګندیږي ؟ )
        د مثانې د فوق العاده او له حده زیات فعالیت علت څه دي ؟
        دا یو عام پرابلم دی چي د ۴۰ کلنی نه پورته د نارینه و او ښځو نژدي ۱۷ سلنه خلګ ور سره لاس او ګریوان دي . نارینه او ښځینه یو ډول په اخته کیږي او نښانې یې د عمر په زیاتیدو سره زیاتي برجسته کیږي . دا خبره هم د یادولو وړ ده چي د هر پاخه سن والا کس سره ددې ناروغۍ شتون حتمي ندی او شتون یې د خپل همدغه تکلیف پرته د روغتیا د لا زیاتو ناخوالو باعث نه ګرځي .
      د مثانې د فعالیت په زیاتولو کي داکار لوی اغیز لري چي په نامتناسب ډول حق او ناحق د بولو په لږ احساس سره تشناب ته ځو او یا  تر اړتیا زیات مایعات څکو . پدې سره مثانه دا عادت نیسي چي ژر ژر د تشولو پخاطر ځان سره ټوله او منقبضه کړي . اکثره وختونه هیڅ ځانګړی علت هم موجود نه وي چي په ځینو کسانو کي مثانه تر حد زیاته فعاله کیږي او مشکلات پیښوي .
       د بې اختیاره بولو په ستونزه باندي د اخته نارینه وو ۳۶ سلنه کسان دا شکایت کوي چي نوموړې ستونزه یې د سکسي فعالیت د کمیدو لامل ګرځیدلې ده .
       څنګه کولای سو د مثانې د له حد نه زیات فعالیت مخنیوۍ وکړو ؟
       ددې ستونزي څخه د خلاصون په چارو کي تر ټولو لومړی چاره داده چي د خپلو څکلو مایعاتو مقدار ته او و تشناب ته د تللو شمیر ته پام واړوو اوتناسب یې په نظر کي و نیسو . ددغه حالت په پام کی نیولو سره باید کوښښ وسی د توان تر حده بولي په مثانه کي د زیات وخت لپاره وساتلي سی او تشناب ته د تلو شمیر کم سی . پدي توګه کیدلای سی مثانې ته داسی عادت ورکړو چي بولي تر پوره ډکیدو پوري وساتي او په لږ ډکیدو سره د خالي کیدو څخه لاس واخلي . که څه هم وتشناب د زیات تګ عادت پریښودل يوه په زړه پوري او اسانه چاره ده خو ددې ناروغۍ د علاج د پاره په درملتونونو کي درمل هم سته چي کیدلای سی د ډاکتر د هدایت سره سم وکارول سی .
       دلته دا خبره هم باید په پام کي ولرو چي له اړتیا نه د زیاتو او یا کمو مایعاتو د څکلو څخه ځان وساتو . یو بالغ انسان د هغه دبدن د وزن په نظر کي نیولو سره په شواروز کي د یو نیم لیټر څخه تر دوه نیم لیټره پوري مایعاتو ته اړتیا لري .
        پخپله باید څه وکړو ؟
        پکار ده چي د مثانې له حده زیات فعالیت نښو نښانو ته متوجه اوسو . باید له ځانه سره یاداښت کړو چي په شواروز کي څو ځله د تشو میتیازو پخاطر تشناب ته ځو . پدې توګه د پرابلم په اړوند یو عمومي انځور تر لاسه کولای سو .  کله چي د پرابلم په باره کي مالومات پلاس کي ولرو ، بیا نو کولای سو د معالجي مثبت اغیز مشاهده کړای سو او پر نشو نښانو باندي یې تاثیر ووینو .
       خپل د خوراک او چښاک عادت ته هم پاملرنه وکړو . هغه څه چي موږ خورو او څکو یې ، د مثاني پر فعالیت باندي مستقیم اغیز ښندي . په نورمال ډول د انسان ارګانیزم په شواروز کي د یو نیم څخه تر دوو لیټرو مایعاتو ته اړتیا لري . د تشو میتیازو پخاطر و تشناب د زیا تګ د مخنیوۍ په موخه پکار ده چي د مایعاتو په څکلو کي لکه چای او قهوه ، تر یوه حده کمښت راولو . ددې د پاره چي د شپې لخوا مو په تکلیف نکړي ، ښه داد چي له خوب نه مخکي د ډیرو مایعاتو اخیستلو څخه ډډه وکړو . د معدې کلکوالی یا قبضیت هم د مثانې د فوق العاده فعالوالي یوه نښانه ده ، ځکه نو باید خپل خوراک ته متوجه اوسو او داسی غذا ګاني وخورو چي په غذایي فایبرونو باندي غني وی له د سبوس لرونکو اوړو ډوډۍ او ددې ترکیب نه نور محصولات ، میوې او ترکاري . دا هغه خوراکونه دي چي د معدې له کلکوالي نه مخنیوۍ کوي . پدي اړه د ښه هدایت تر لاسه کولو په موخه کیدلاي سي له خپل معالج ډاکتر ، یورولوجیست ( د بولي مجرا متخصص ) او یا بل اړوند روغتیایي کارکونکي سره مشوره وسي .
      د مثانې تمرین او روزنه :
      د مثانې تمرین مانا داده چي باید و تشناب ته د تشو میتیازو پخاطر د  دوو ځلو تګ تر منځ د وخت واټن په سوکه سوکه ډول یو په بل پسي اوږد کړو .  پدې توګه کولای سو په شعوري ډول خپل ارګانیزم و دې ته و روزو چي وتشناب ته د ژر ژر تګ پر غوښتنو باندي غلبه و مومي او مثانه ددې کار سره عادي کړو څو د هر ګړی تخلیه کیدو څخه لاس واخلي او د ډیر مقدار بولو د ساتلو سره عادت ونیسي . پدي کار کي باید هدف دا وی چي تشناب ته په هرو شاوخوا درو ساعتو کي یو ځل تګ وسی او هر ځل د ۲ څخه تر ۳ ډیسي لیټرو پوری بولي دفع سي او د لږ لږ بولي کولو عادت شاته پریښودل سي . ددې تمرین دپاره د بیلګي په توګه کیدلای سي چي و تشناب د تللو د غوښتني پر وخت خپله توجه بلي خواته واړوو ، مثلا د ځان سره د سلو څخه تر یوه پوري شمیر داسي وکړو : سل .... نه نوی .... اته نوي  .... اوه نوي ............ او یا هم ځان په کتاب لوستلو یا تلویزیون کتلو باندي مصروف کړو . پدې ډول د بولو موضوع او تشناب ته دتګ خبره هیریږی او سوکه سوکه وخت غځیږي .
      ددې د پاره چي په تمرین کي د پرمختګ او تر لاسه سوو ګټو باندي پوه سو ، ښه داده چي د مایعاتو د څکلو اندازه ، وتشناب ته د دوو ځلو تلو تر منځ د وخت اوږدوالی او په تشناب د دفع کیدونکو مایعاتو اندازه مالومه او ځان سره یاداښت کړو . دا هم باید یاداښت سی چي و تشناب ته تر رسیدو مخکي یو مقدار بولي درڅخه په پتلون کي څڅیدلی دي کنه . پدې ډول په عملي توګه کیدلای سي د څه مودې وروسته د تمرین پایلي سره مقایسه سي او د پرمختګ کچه یې مالومه سي . په پوره باور سره به پایله مثبته وي .
       تر بولي کولو وروسته په پتلون کي د څو اضافي څاڅکو څڅیدل :
کله داسی هم وی چی تشناب ته تر تګ وروسته څو نوري څاڅکي بولی په پتلون کي ترې نه ځي . دا حالت اکثراً هغه وخت منځته راځي چي د بولو داري ډیري ضعیفي وي . پدې تکلیف باندي معمولاً تر ۵۵ کلني پورته نارینه اخته کیږي مګر ښځي او ځوانان هم کله ناکله ور سره لاس او ګریوان وي . ددي مشکل اصلي علت د پروستات غُدې لویوالي او یا د بولي مجرا تنګوالی وي .
      د لګن خاصرې د کښتنۍ برخي تمرین :
      دا هغه څه دي چي د لاري یې د لګن خاصري د بیخ عضلې تمرین کیږی . و تشناب ته د شدیدي اړتیا حسولو پرمهال په لګن خاصره کي د اړوندو عضلو د متشنج او کښیکښلو د تمرینو په مټ هغه عضلې غښتلي کیږی چي د مثانې ملاتړي دي او پدې سره د ناببره بولي کولو د غوښتني احساس او تمایل کمیږي . ددې ډول تمرینو د ښه تر سره کولو د لار ښودني پخاطر ښه داده چي د یوه یورولوجست ماهر سره مشوره وسی او مرسته ورڅخه و غوښتل سي .
      درمل :
      د مثانې د حد نه زیات فعالوالي مخنیوي او درملنه د دوا پواسطه هم تر سره کیدلای سي . اکثره درملونه چي پدې خاطر عرضه کوي ، اغیز یې داسي دی چي د مغزو د هغو سیګنالو مخه نیسي کوم چي مثانې ته د تخلیه کیدو په موخه د سره راټولیدو او منقبض کیدو امر رسوي . پدې سره د مثانې عضلي د استراحت په حالت پاتیږي او په مثانه کي ارامتیا منځته راځي چی په پایله کي یې د بولو د پاره تشناب ته د تګ اړتیا له منځه ځي او په مثانه کي د ډیر وخت د پاره د بولو ساتلو وړتیا زیاتیږي . که چیري د درمل اخیستل د مثانې د تمرین کولو سره یوځای سی ، مثبت اغیز یې لوړ ځي .
      څیړنو ښودلي ، د لسوهغه کسانو څخه چي د بې اختیاره میتیازو خارجیدو ستونزه لري ، شپږ تنه یې پدی هکله و ډاکتر ته د درملني پخاطر د تګ جرئت نه کوي .
       درملنه وخت ته اړتیا لري :
       د مثانې د له حده زیات فعالیت نښي نښانې د ډیري مودې په تیریدو سره ښکاره او د احساس وړ ګرځیدلي دي . ددې دپاره چي د مثانې فعالیت تر بیا کنترول لاندي راوستل سی ، دا کار هم وخت ته اړتیا لري . ځکه نو زغم او حوصله ورته پکار ده . د څلورو هفتو په تیریدو سره چي منظم تمرین د درمل خوړلو سره مل وي ، انشاالله د ښه والي نښانې به تر سترګو سی .
      د مایعاتو اخیستلو او میتیازو کولو زماني جدول :
      د هغو مایعاتو اندازه چي څکل کیږی او د هغو ځلونو شمیر چي د بولو پخاطر تشناب ته ځو ، که دا دواړه ارقام په یوه مقایسوي جدول کي درج سی ، هم ناروغ او هم معالج ډاکتر یا یوروتراپیوت ( یورولوجست ) ته دا امکان پلاس ورکوي چي د معالجي د پرمختګ کچه و ارزولای سي . ددې د پاره چي په نښو نښانو کی د بدلون انځور په ښه توګه تر لاسه سي ، باید دغسی یو جدول یا یاداښت لږ تر لږه دوه شواروزه په منظم ډول تعقیب او خانه پري سی .
      که چیري د مثانې د زیات فعالیت نښي تر سترګو سی ، باید خپل معالج ډاکتر مراجعه وسي څو پر مناسب یې درملنه او چاره وکړي .  د ژباړي پای
تاسي ته د زغم او ښه روغتیا په هیله !      ډنمارک ـ ۲۵ / ۶ / ۲۰۱۵
د ژباړونکي یادوونه :
په لوړه لیکنه کي مو ولوستل چي که اړوند تمرینونه او درمل په یوه وخت کي و کارول سی ، ددي ستونزي علاج کیدلای سی مګر د درملو نوم هلته ندي یاد سوی . تر هغه چي زه مالومات لرم نوموړي درمل دادي :
Tab. Vesicare  5 mg.
( Solifenacin.succinas ) , 30 tabletter
دغه تابلیتونه په قطۍ کي ۳۰ داني دي او یوازي د ډاکتر په نسخه ورکول کیږي . که د ورځي یوه یوه دانه د یوه ګیلاس اوبو سره واخلي او د لوړي لیکني هدایتونه همزمان ورسره عملي کړئ ، انشاالله د مشکل څخه خلاص سئ . که په یوه قطۍ بشپړ علاج و نسو ، کولای سئ یوه بله قطۍ هم واخلئ خو تمرینونه کول د علاج اړینه برخه ده .
 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery