مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سبا فکر

benawa afghanistan
اېمل همدرد
هر څوک د خپل راتلونکي په فکر کی دی. زیار باسی کړاونه زغمي، هڅه کوي او په دې هیله وي چې سبا یې تر نن غوره شي. خوارن په دی هیله ژوند کوي چې بډیان شي. زده کوونکي په دې هیله وي چې زده کړې یې سرته ورسېږی.د هېواد او ټولنې خدمت ته تیار شي، مسافر په دې تکل کې وي چې خپل کور، کلی او ټاټوبي ته ستون شی. رنځوران په دېارمان وي چې له رنځ څخه خلاص شي. همدغه د سبا د ښه والي هیلې او هڅې دي چې د نړۍ په هر څه کې پرله پسی بدلونونه، پرمختګ، او سمون راولي. له چا سره چې د خپلې سبا ورځې فکر نه وي خپلې ښې راتلونکې ته امیداوار نه وي او د خپلو ښو هیلو د پوره کېدو لپاره زیار او زحمت نه ګالی، هغه په ژوند کی نېکمرغه کېدلی نه شي انسان د امید او عمل په رڼا کې پرمختګ کوي. پوهان وایي: چې چلند د انسان احساسات رهبري کوي او احساسات د انسان چلند. نو ددغې وینا له اخزه موږ ته داسې شی راښيئ چې تل د سبا لپاره ښه احساس ولرو، ځکه چې دغه ښه احساس تا رهبري کوي اود یو ښه سبا څښتنوي دي. د سبا فکر که مثبت وي؛ نو د ښه راتلوونکي څښتن به شې او که منفي وي، نو کندې ته به دې و غورزوي، نو لازمه ده چې تل راتلونکي ته هلیه مند واوسو او د ښو او مثبتو افکارو په درلودلو سره مخ پر وړاندی مزل وکړو. یوه کیسه رایاده شوه: یو نږدی ملګری مې وه تل به یې له ژونده ګیله کوله او ناراضه به وه، تل یې منفي فکر ملګری وه، یوه ورځ به یې ویل پیسې نشته کله چی به یې پیدا کړی، نو څه موده به یې څه نه ویل، خو کله چې به یې پیسې خلاصی شوې بیا به تندر پرې راولوېده او ویل به یېڅه وکړم پیسې نشته له ژونده مې زړه تور دی نن مې بیا زوی ناروغ دی، نن بیا د برق بیل راغلی، نن بیا د اوبو بیل راغی همداشان نورې منفې جملې به یې راته هره ورځ ویلې. زه په دې هڅه کې وم چې خبرې پرې او ډاډ ورکړم، خو دی په خپلو منفي افکارو برلاسی وه او خپلو خبرو ته به یې پرله پسېدوام ورکړ، خو ما تل ورسره مخالفت کاوه او دده خبره به می په مثبت ډول تعبیره وله دی مې نه پرېښود چې منفي خبره وکړي او خپل مثبت فکر مې دده له فکره اغېزمن شي؛ خو تراوسه هغه ته دغه خبره په بیا بیا ځل تکرار وم او ورته وایم چې ژوند ښکلی دی او هر څه چې ستا فکر یې تصویرويهغه به ستا په ژوند کی راتلوونکی وی، نو لازمه ده چې راتلوونکی ته خوش بین واوسو او تل د یو ښه سبا لپاره د مثبتو پانګو په جوړولو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړو. نن ورځ زیات خلک د سبا لپاره اندېښمن دي که سوداګر دی د سوداګرۍ په اندېښنه کې دی که کارګردی د سبا لپاره د کار د پیداکولو په لَټه کی دی، که زده کوونکی دی د سبا لپاره د درس په اندېښنه کې دی، که استاد دی د سبا لپاره د ښه لکچر ورکولو لپاره زیار باسي او که بزګر دی کوښښ کوي چې د سبا لپاره حاصل خېزه ځمکه وروزی. ټول خلک د سبا له حوادثو نا خبر دي چې څه به کېږی، خو خوش بین خلک تل د ښو پېښو انتظار باسي او خپل ژوند د ښو هیندارو په لیدلو کې ګوري. په پای کې وایم چې که ځان ناکام بولئله دي ناکامۍ سره به مخ کېږئ او که د بریالیتوب ادعا کوئ، نو بریالیتوب به دې په برخه شي او همداشان لوړ خیالونه لوړو الوتلو ته لار هواروي، نو ویلی شو چې د هر چا سبا د هغه په واسطه تنظیمېږی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery