مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-12   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ايران ميشتي افغان ، په کندهار کې احمدشاهي مسجد نړولی دی

يوه ايران ميشتي افغان ، په کندهار کې د لوي امپراتور غازي احمدشابابا د عصر تاريخي مسجد نړولی او پر ځای يې د يوه سوداګريز مرکز د جوړيدو چاري پيل کړي دي .
دا مسجد د غازي احمدشابابا د کور په سل مترۍ کې موقيعت درلودی ، ځايي چارواکي وايې ، چې تر خبريدو وروسته يې خبره قانوني چوکاټ ته اچولې ده.
په سيمه کې د احمدشاهي عصر څو نور کورونه هم ودان دي  ، د همدې کورونو په بغل کې د لوی احمدشابابا د عصر تاريخي مسجد  ، چې د  ( ملا شاه ) په نوم ياديدی هم ودان وو ، خو د  تيري يوې مياشتي په اوږدو کې دا  مسجد د نجيب الله سروري په نوم  کس ، چې په ايران هيواد کې اوسيږي نړولی او اوس يې د يوه تجارتي مارکيټ د جوړيدو چاري پري پيل کړي دي .
د احمدشاه بابا تر عصر ورورسته ، د سردار کندل خان را په دي خوا د سردار سيف الله خان لمسي ، چې دا مهال د غازي احمدشابابا په کور کې اوسيږي ،  وايې  چې مسجد خورا تاريخي قدامت درلود، د احمدشابابا  د کور اوسيدونکی حاجي عبدالظاهر ابدالي زياتوي ،  چې مسجد د تير کوچني اختر په ورځو کې نړيدلی دی ، هغه په دې برخه کې دولت په نه توجه تورنوي .
((  تاسي چې د احمدشاهي عصر خټين کار وګوری دا مسجد هم همداسي جوړ وو ، دا د احمدشابابا د عصر مسجد وو ، دا مارکيټونه شاوخوا پر را ګرځيدلی وه ، دا خلک ورته غله وه چې کله به يې ونړوي ، دا دی په اختر يې ونړوی .
د دولت توجه پخوا هم کمه وه او اوس که دولت توجه درلودلای چا به نه وای نړولای  . ))
د کندهار چارواکي وايې ، چې   د مسجد تر نړيدو وروسته خبر شوي دي  ،  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو مدير  احمد قيس پيرعلي   د نجيب الله سروري له لوري د دې مسجد نړيدل مني او وايې ، چې په اړه يې پلټني رواني دي .
کندهار ښاروالي هم د دې مسجد نړيدل او پر ځای يې د بلي ودانۍ جوړول غير قانوني او د دوی د اجازې پرته بولي ، د ښاروالۍ وياند زمری څرګند وايې ، چې موضوع د ولايتي اداري له لوري تر جدي تعقيب لاندي ده . 
د کندهار اداره  ، د دې مسجد د نړيدونکو د هويت له څرګندولو ډډه کوي ، خو يوه باوري سرچينه وايې ، چې نجيب الله سروري شيعه مذهبه افغان دی چې په ايران هيواد کې اوسيږي ، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د نجيب الله سروري سره هم خبري وکړو خو په پيدا کولو ېې ونه توانيدو .
د دې تاريخي مسجد د له منځه تللو په تور يو تن نيول شوی دی ، چې دا مهال د ولايتي ادارې په توفيف کې دی .
د کندهار يو شمير  نور تاريخي ځايونو  هم د خپل سرو کسانو له لوري د له منځه تلو په حال کې دی .
يوه نيمه مياشت مخکي د کندهار په زاړه ښار کې د نارنج ماڼۍ ځمکه  يوه کس غصب کړي وه ، وروسته يې خبره رسوا او ترې را وګرځول شوه .
د ښار په منځ  او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ياد تاريخي مسجد په داسي حال کې له منځه وړل کيږي ، چې د  نارنج ماڼۍ د ځمکي د غصب د موضوع د راپورته کيدو  سره ولايتي ادارې د تاريخي ځايونو د ساتني دپاره يو باصلاحيته کميسيون  هم وټاکی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery