مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکرکټ شرمونکې ماتې ،ګناه دچا ؟

عالیه راوي اکبر


زه دکرېکټ شوقینه نه وم ،البته وروسته له هغه مي‌کرېکټ کتلو ته زړه ښه کړو چې افغان کرېکټرانو په لوبو کې په خپلو مخالیفینو اورونه پوري کړل . له هیواده لیري په مسافري کې دهیواد دبچیانو بری پرهر افغان ښه لګېږي او زه هم یوه افغانه یم . دیکشنبې په ورځ مي هم له دې سره سره چې ناروغه وم دکرېکټ لوبه وکتله . داسي مي وکتله چې ایموشنل وم او ښه دېر مي ورته وژړل . ما داسي نه انګېرله چې له بنګله دېش نه دي موږ داسي ماتې وخورو . دا خو هغه افغان لوبډله وه چې ځواکمن بنګله دېش یې څو اونۍ وړاندي‌په اسیايي کپ کې پر ګونډو کړ،بیا دلته څه وشول چې موږ په ټوله نړۍ کې وشرمېدو.
زه فکر نه کوم چې په دې لوبه به کوم افغان خوشحاله شوی وي وکه خوشحاله شوی هم وي نو هغه به هغه افغان وي چې ضمیر ونه لري او ضمیر یې پلورلی وي .

له دې وروسته چې موږ له بنګله دېش نه شرمېدلې ماتې وخوړه زه دافغان کرېکټ بورډ په تړاو په پلټنو بوخته شوم . ډېر عجبه او په زړه پوري شیان مي مخي ته راغلل. په هغوی کې یو داوو چې دځینو افغان کرېکټرانو معاشونه دیوه موټروان تر معاشونو هم ټیټ دي ، یعني ۳۰۰ درې سوه ډالره چې په افغانستان کې ژوند کول ورباندي ډېر زیات ګران دی . بل دا چې دافغانستان دکرېکټ د ښوونکي تجربه وه چې په هیڅ دول یې تجربه دافغانستان د لوبډلي نه زیاته نه ده . دافغانستان دکرېکت ښوونکی کبیر خان چې په خټه پاکستانی دی افغانانو ته کرېکت ورزدکوي ،او ددغه کار په بدل کې هره میاشت له جګړه ځپلي افغانستان نه (۸۰۰۰) اته زره ډالر معاش اخلي . دی دکرېکټ په ډګر کې یوازي ددریو نړۍ والو لوبو تجربه لري چې افغانستان دټیم تجربه ورباندي څوڅو چنده زیاته ده .

ماته یوه پوښتنه راپیدا شوه چې که چېرته کبیر خان ښه ښوونکی وي نو بیا یې ولي پاکستان دخپلي لوبډلي لپاره نه اخلي ،او که چېرته هغه ښه ښوونکی نه وي نو بیا زموږ پر اوږو ولي بار دی ؟
دلته خبره ځي او پخپله دافغان کرېکټ بورډ مشرتابه ته اودرېږي چې په کار دی هلته تغیرات راشي . ماته هغه دچرسیانو یوه کیسه رایاده شوه .
«وايي یو وخت کې څو چرسیان سره ناست وو او یوه یې ویل چې زما له شړومبو نه بد کېږي او علت یې دادی چې چرس وڅکوم شړومبې مي نشه راخرابه کړي . بل یوه یې ورته وویل چې ماته مستې زیان را اړوي ،بل یې دکورتو یادونه وکړه او یوه هوښیار چرسي غږ ورباندي وکړ چې په کار دي دغوا مخ نیوی وکړو چې له ټوله مصیبت نه خلاص شو.»

 اوس هم په افغان کرېکټ بورډ کې د شهزاده مسعود مخنیوی په کار دی چې له ټوله جنجاله خلاص شو ، که چېرته شهزاده مسعود پر خپل ځای همداسي پاتې شي نو دا پرله پسې ماتې به دافغانانو په مقدر کې لیکلې وي . ښاغلي مسعود له یوې خوا دخپلو لوبغاړو مرسته نشي کولای او له بله اړخه یې تغیرات ډېر ناسم وي . له یوه افغان لوبغاړي سره دیوه دوست په مرسته په تلیفون کې وغږېدم او هغه دا فریاد کاوه چې په تېره اسیايي کپ لوبه کې شهزاده مسعود ورته په پراخ لاس دلوبي کولو اجازه نه ورکوله او ورته ویلي یې وو چې یو یو رنز جوړه وه لوبه اوږده ده ،دغه لوبغاړي ویل چې که چېرته مشرتابه اجازه راکړې وای دپاکستان په خلاف لوبه به مو ډېره بریالۍ وای .

 زه فکر کوم اوس افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه راویښ شوي دي ، چې ما غوندي یو کس هم په ډاډه زړه تنقید کولای شي هر ځوان دا کار کولای شي . افغان حکومت ته په کار دي‌چې دکرېکټ بورډ دا تش په نوم بې تجربې او بې علمه مشر نور له دندي ګوښه کړي . او که ښاغلی کرزی دخپلي واکمني په وروستیو کې دا کار وکړي ،نو دا یو حقیت دی چې دسپورټ په نړۍ کې به یو ښه نوم پرېږدي ،او که دا کار ونه کړي نو موږ به پوهه شو چې کرزی دافغانستان دخلکو دزړه غږ ته مثبت ځواب نشي ویلای .

نن دافغانانو هیلي دبمي چاودنو ، بمباریو او جنګ جګړو پر ځای له سولي او په ځانګړي ډول دسپورټ سره تړلې دي . دیوې لوبي په ګټلو افغانان سړکونو ته راوزي او ډلونه وهي او خوشحالیاني کوي ودا معنا چې افغانان اوس دلوبو دډګر اتلان دي . که چېرته موږ دنړۍ جام وګټلو تاسو فکر وکړئ څه به وشي ، اوس خو دکرېکټ له برکته افغانان پر یوه ټغر سره راغونډ شوي دي ،او که دبایللو لړۍ دوام ومومي بیا به په کومه ورځ موږ ډلونه وهو.
په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery