دخپریدو نیټه : 2014-01-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د پکتيا معارف رياست فساد ته وګورئ!
له هغه وروسته چې کله رسنيو د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو د رياست اړوند د يوې پروژې د نږدې دوه لکو ډالرو د فساد اسناد خپاره کړل يو شمير کسانو چې د پکتيا د پوهني د رياست کارکوونکي دي او په دغه اداره کې له فساد ستړي شوي وو د پوهني رياست د نږدې درې لکه ډالرو فساد اسناد د رسنيو استازو ته په لاس ورکړل .
دغه اسناد د هغو څلورو لوبغالو په اړه دي، چې د امريکا سفارت غوښتل د ګرديز ښار په څلورو ښوونځيو کې په نړيوال معيار لوبغالي جوړ کړي .خو د ولايتي شورا او ولسي جرګې يو شمير استازي او کره اسناد دا په ډاګه کوي چې په ياده پروژه کې پراخ فساد شوی .
په تېر۲۰۱۳ ميلادي کال کې د امر يکا سفارت د پکتيا پوهنې ر ياست ته په څلورو ښوونځيو کې د لوبو ميدانو جوړولو په موخه ۳۱۵۹۶۸ امريکايې ډالره ځانګړي کړي وو چې پکتيا پرېس کلب ته درسېدلو اسنادو پر بنسټ د دې پيسو يوازې نيمایې لګولې شوې دي.
دغه لاسته راغلي اسناد څرګندوي چې دغه ميدانونه په هغو معيارونو چې د امريکا سفارت له لوري ټاکل شوي، نه دي جوړ شوي او نه په هماغه اندازه نقشه پکې پلې شوې.
پکتيا پرېس کلب ته په لاسته ورغليو اسنادو کې د څلور واړو ميدانونو نقشې، پروپوزل او د پوهنې رياست د وروستۍ تاييدۍ اسناد او د امريکا سفارت له لوري ځانګړې شوې بوديجه معلوميږي چې له دې ټولو اسنادو نه څرګنديږي چې د پروژې نيمايي ځانګړې شوې پيسې هم نه دي لګول شوې.
دغه ميدانونه چې د مرکز ګردېز عبدالحی ګرديزي ، نسوان ښاري،خواجه حسن او ببرک خان ځدراڼ لېسو کې پلان شوي وو؛ چې د پروپوزل او نقشې له مخې يوازې د دې ميدانونو نږدې پنځوس فيصده کارونه ترسره شوي خو د معارف رياست د تاييدي پر اساس قراردادي انجو ته ټوله ځانګړې شوې بوديجه د سفارت له لوري ورکړل شوې ده.
د پکتيا پرېس کلب خبريالانو ته، د لېسو مديرانو،زده کوونکو او ورزشکارانو وويل چې په لېسو کې د نقشو سره سم پنځوس فيصده کارونه هم نه دي ترسره شوي، خو بيا هم د پکتيا پوهنې ر ياست تاييد کړی دی چې د دغو ميدانونو کار بشپړ شوی او د ورزشکارانو ګټې اخيستنې ته چمتو شوی، خو کارونه هغه ډول چې په اسنادو کې معلوميږي پر مخ نه دي وړل شوي .
د عبدالحی ګرديزي ليسې مدير خيال محمدمرادي پکتيا پرېس کلب رسنيو استازو ته ويلي چې په کوم سټنډرډچې د دوی په لېسه کې د ميدان جوړېدو ژمنه ورسره شوې وه د هغې يوه برخه هم نه دی جوړ شوی، په اول کې چې يې ويل دا ميدانونه به خونې ولري ،د نندارچيانو له پاره به د ناستې څوکې ولري ،جمنازيوم به ولري ،د وليبال او باسکټ بال ميدانونه به ولري خو اوس چې موږ وينو يوازې فرش اچول شوی او بس.
کوم انوار چې موږ ته ويل شوی وو، چې په بين المللي سټنډر به جوړيږي، خو هغه سټنډر نه دی جوړ شوی چې په ميدان کې دې هغه څلورخواووې چوکۍ چې موږ ته ويل شوي نه دی جوړ شوي،دوی ويل چې خونې به ولري ،جمنازيوم به ولري تاسو يې ليدلای شئ چې يوازې کانګرېټ اچول شوی.
د ميدان له کيفيت څخه نه يوازې دا چې د ښوونځيو مديران ناراضه دي، بلکې د دې ولايت وزرشکارانو او د ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي هم شکايت کوي وايي چې په دې څلور واړه لېسو کې جوړ شوي ميدانونه د هغه کيفيت څخه ډېر لري دي چې په پروپوزل کې ذکر شوي وی.
د ګردېز ښار ورزشکاران هم د دې جوړو شويو ميدانو خراب کيفيت ته ګوته نيسي وايي ټاکل شوې وه چې په دې ميدانونو کې به د ناستې ځايونه،کانتين، د جامو بدلولو خونې او يو شمېر نور اړين ځايونه جوړوي، خو هغه ژمنې يوه هم نه ده پوره شوې، هېڅ نشته يوازې کانګرېټ اچول شوي دي او بس.
د افغان سپورتي مرکز مشر عبدالقيوم زړور وايي چې دغه ميدانونه هم د نورو هغو په شان په عادي ډول جوړ شوي، هېڅ ډول اسانتياوې نه لري او هغه معيارونه په نظر کې نه دي نيول شوي کوم چې په نقشو او پروپوزل کې ليدل کيږي.
نوموړی وايي په دغو ميدانونو کې يوازې کانګرېټ اچول شوي او ډانګې درول شوې دي، چې دا ډول ميدانونه په ډېر کم لګښت جوړېدلای شي، او هغه نورمونه چې د يو ميدان له پاره لازم دي په پام کې نه دي نيول شوي.
په پروپوزل کې سټنډر میدانونه وو چې د جمنازيوم په شکل به جوړېدل، خو په هغه ډول نه دی جوړ شوی، د پرانيستې په ورځ يې زه وم چې د چوکيو او دې شيانو ژمنه يې وشوه، خو تر اوسه پورې هېڅ نشته او دا عادي ميدانونه دي چې په کم لګښت جوړيږي
په پوهنې رياست کې شته فساد د دې ولايت ولايتي شورا، مشرانو جرګې او ولسي جرګې غړي هم مني او وايي چې په ياد رياست کې په ډېرو برخو کې فساد موجود دی، خو تر اوسه پورې يې د مخنيوي په اړه هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.
په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی مجيب الرحمن څمکنی د پوهنې رياست له لوري په جوړو شويو ميدانو کې د فساد خبره تاييدوي او ترڅنګ يې په دغه اداره د نورو فسادونو تور هم پورې کوي وايي چې ددغه رياست چارواکي په فساد کې ښکېل دي.
” متاسفانه چې دلته د بعضې شخصي برخوردونو پر اساس او ځينو خپل منځي ستونزو په اړه دوی په هغو پروژو کار نه دی کړی، چې اسناد يې موجود دي او دا فساد چې اوس شوی دازه کاملاً تاييدم “
د ولايتي شورا د شکايتونو د اوريدو د کميسون مشر مياخيل ځاځي هم د پکتيا په پوهني رياست کې د پراخ فساد خبره کوي او وايې چې دوي په وار وار ولايتي ادارې ته د پوهني رياست د فساد اسناد ورکړي خو کوم اقدام يې نه دې کړي . د پکتيا د پوهني رياست يو لوړ پوړ چارواکی د نوم د نه ښودل په شرط وايې چې په يادو پروژو کې په پراخه کچه فساد شوي هغه وايې چې له رسنيو سره له خبرو کولو څخه د ولايت مقام منع کړي دی .
د پکتيا پوهنې ريس انجنر محراب الدين شفق وايي چې دوی ته د ميدانونو جوړېدلو بشپړه بوديجه نه ده معلومه او نه دوی د دې ميدانونو په جوړولو کې پرته له نظارته بل رول درلود.
نوموړی د دې پروژې پلی کوونکی او تمويلوونکی د امريکا سفارت ګڼي او وايي چې دغه ميدانونه د پوهنې رياست د انجنرانو په نظر د نقشې مطابق جوړشوي او دوی ترې بشپړ رضايت لري او هغه ډول چې دوی معلومات لري جوړ شوي دي ” همغه سفارت موږ ته جوړ کړی، مطابق د نقشې د انجينرانو له لوري کتل شوي دي چې جوړ شوي دي، په دې کې که هر مشکل وي هغه د سفارت کار دی “
د پوهنې ريس انجنر محراب الدين شفق دا نه مني چې په شوي قرارداد کې دې د پوهنې رياست او وزارت دخيل وي خو هغه اسناد چې رسنيو ته په لاس ورغلي څرګندوي، چې دغه اسناد د پوهنې وزارت څخه پکتيا ته په بشپړ ډول لېږل شوي او د پوهنې رياست له خوا تاييد شوي او د ياد رياست انجنري شعبې ته راجع شوي دي.
په دغو اسنادو کې چې د پوهنې وزارت څخه د ۳۶۳۳ مکتوب پر اساس پکتيا پوهنې رياست ته لېږل شوی او د ESO په نوم انجو سره قرارداد شوی د يو ميدان له پاره ۷۸۹۹۲ امريکايي ډالر ځانګړي شوي چې د څلورو ميدانونو له پاره ۳۱۵۹۶۸ امريکايي ډالر کيږي، د نظارت او تسليمېدو حق يې د پکتيا معارف رياست لري.خو د پکتیا پوهنې ريس وايي چې دوی په دغه پروژه کې هېڅ ډول مسوليت نه درلود او نه يې له بوديجې څخه خبر وو او نه پکې د فساد خبره تاييدوي، خو اسناد داسې څرګندوي چې په دې پروژه کې په لوړه کچه فساد شوی او د نقشې مطابق نه ميدانونه جوړ شوي او نه هم معارف رياست هغه ډول چې وزارت ورته وړانديز کړی نظارت کړی دی.