مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د باز خاطرې کتاب مخکتنې غونډه

 

د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز ( ميديو تيک د خوږ ژبي شاعر او ليکوال بازمحمد عابد د نوي چاپ شوي نثري ټولګې ( د باز خاطرې) مخکتنه  وکړه . د مخکتنې دغه غونډه د ۱۳۹۲ ل کال د قوس په ۲۸ تمه نيټه چې د ډيسمبر د ۱۹ مې نيټې سره يې سمون وخوړ، د ماسپښين په دوه بجو پيل او تر پينځو بجو پورې يې دوام وکړ.

غونډه چې د قران پاک د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پيل شوه، د دريځ چارې محب الله يار مخکې وړلې، مشران ميلمانه يې استاد محمد اصف صيميم او استاد عبدالله غفور ليوال، د افغانستان د ټولنيزو مرکزونو مشر حميد ځاځی، او د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ريس اورنګ صميم وو

په پيل کې د افغانستان د ټولنيزو مرکزونو مشر حميد ځاځي، راغليو مليمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ په خپلو خبرو کې د ميديو تيک لپاره وياړ وګاڼه چې د عابد د کتاب د مخکتنې وياړ لري.

پر خاطرو د خبرو لپاره، استاد اصف صيميم دريځ ته ودريد ويې ويل:
 د عابد ټولو ژوند د رنګينو خاطرو ټولګه ده او دا خاطرې يې هم د همدې ټولګې يوه برخه ده، چې ښکلې او رنګينې دي.

 استاد صميم  وويل، که په پاکستان کې د خلکو د خدمت له پاره عبدالستار ايدهي پيدا کړی، نو په موږ او تاسو يې په ادبي ډګر کې عابد لورولی دی. چې د عمر زياته برخه يې د ادب په خدمت کې تيره کړې  او لا ستړې نه دی  د ادب لپاره منډې تړلې وهي. استاد صميم زياته کړه.

(( عابد ځکه لوړ دی، چې تل  يې ځان تر نورو ټيټ حساب کړی دی.))

 

استاد غفور ليوال لومړی د خاطره ليکنې په فن او جوړښت لنډې خبرې وکړې او بیا د خاطره لیکنې په پس منظر او شاليد هم خبرې وکړې ويې ويل چې خاطرې تر دې وړاندې او لومړيو کې څه ډول ليکل شوې وې او څنګه ليکل کيدې.

لېوال، د باز خاطرې تر نورو يو څه جلا او ځانګړې يادې کړې، وې ويل پخوا به خاطرې تر ډېره د سياسي اهدافو لپاره ليکل کيدې او تر ډېره به په درواغو ولاړې وې، خو د باز خاطرې ځکه جلا او ځانګړي دي چې نه خو د کوم سياسي مقصد لپاره ليکل شوي او نه هم په کې درواغ شته دی.

 

لېوال عابد ته په دې لاره کې لا د پرمختګ دوعاګانې وکړي او د دې دور یو ښه خاطره لیکونکی يې ياد کړ.

 ورپسې محمد داود وفا خپله مقاله ولوستله چې د باز د خاطرو په اړه يې لیکلې وه او په بیلا بیلو اړخو نو يې ګړیدلی و. استاد وفا د عابد د خاطرو تر څنګ د عابد ادبي او فرهنګي ژوند او کړو وړو مفصله مقاله واروله چې د عابد صيب د هلو ځلو او فرهنګي راشه درشه ښه انځورګري يې په کې کړې وه.

 ضیاالدین همت مل او یو شمېر نورو ملګرو هم خپلې مقالې ولوستلې او د باز د خاطرو په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړ.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ريس اورنګ صميم هم د باز په خاطرو خبرې وکړې او هغه يې د خپل چاپيریال يو انځور ګر او نقاش ياد کړ.

صميم په ټوله کې د عابد فرهنګي او ادبي هڅې وستايلې او او وې ويل: (( د عابد صيب کمال په دې کې دی چې د ټولنې ډېرې وړې وړې مسلې چې ښايي د نورو ورته پام نه وي د عابد پام وي ورته اوړي او بيا يې په ډېر ښه شکل شي. اورنګ صميم زياته کړه چې عابد ورته کله هم د مرکې لپاره ورغلی، نو يوه نوی فکر يې ورکړی دی.))

په غونډه کې له استاد محمد ابراهيم همکار، ضيا الدين همت مل او عزت الله ځواب هم مقالې او ويناوې واورولې.

په پای کې عابد د ټولو راغلو میلمنو او د ميديديوتيک افغانستان له ادارې مننه وکړه، چې پر کتاب يې ورته د مخکتنې غونډه ونيوله نوموړي وويل:

(( که د ميديوتيک پريمانه امکانات ورته په واک کې نه و ورکول شي، نو د جلال له شوره په دې ډک ښار کې به يې خپلې خاطرې په هيڅ توګه نه وې راټولې کړې.))

د یادونې وړ ده چې د ناستې په ورستيو شيبو کې عابد ته د ميديوتيک افغانستان د مشر حميد ځاځي لخوا دوه ستاينليکونه ورکړل شول چې يو يې هم د يوه ښه او هڅاند ژورنالست په توګه او بل يې هم د د يوه ښه او بې باکه ليکوال په توګه.

له دې نه علاوه د ميديو تيک له خوا په څلورو جلدونو کې خپور شوی پښتو- پښتو تشريحي قاموس يې د عابد تر څنګ استاد محمد اصف صميم ، اينجينر ستانه مير زهير، او حمدالله ارباب ته هم ډالۍ کړل.

د يادوولو ده چې د مخکتنې دې غونډې ته په ننګرهار سربيره له کونړ، لغمان، هلمند، کندهار  او کابل څخه هم يو شمير فرهنګيانو تشريف راوړی و.

غونډه په يوې مکلفې ماښامنۍ پای ته ورسیده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery