مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سویډن: افغان ادبي شخصیتونه ولمانځل سول

انجينر عزيز مقری
 

په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنگي مرکز لخواد هېواد د علمی او ادبي شخصيتونو اغلي نجیبې سارا بياباني او ښاغلي عبدلمالک بیکسيار دادبی اوفرهنگی جوپړدستاينې په وياړ دروان کال دديسمبر دمياشتي پر ۷ دکروکسبېک ښونځۍ دکنفرانسونوپه تالارکښي درنه علمي اوادبی غونډه جوړه شوه .
غونډه چې د سويډن د مالمو په ښار کې جوړه شوي وه د سویډن دمالمو مېشتو افغانانو سربېره د نورو اروپايې هیوادونو څخه هم پکې لسګونو لیکوالو ،شاعرانو د هنر او ادب مینوالو ګډون کړی وو .
غونډه چې پر دروبرخوباندي وېشل سوې وه دورځې پر درو بجو پيل سول دسمبالښت او ويندويي چاري یې د آغلې زرلښت «حبیب» ښاغلي نیازمحــمد پياوړي اوښاغلی ولایت خان «ځدراڼ» لخواپه مخ بیول کېدې ،دشپې پر يوه بجه پايته ورسېده .
غونډه دوړوکي منير ساپی لخوادقرانکريم دڅومبارکوايتونو په تلاوت اودافغاسن ماشومانولخواد ملي سرود په ویلو پيل سوه .
دملي سرودتراورېدو وروسته راغلو مېلمنو، پياوړي شاعري اغلي نجيبې سارابياباني ، تکړه شاعر عبدالمالک بېکسيار ،ورپسې په سويډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې مشرښاغلي حبیب الله غمخور، په ډنمارک کې د خپلواکۍ جریدې مسولې آغلې فیضیه هوسا،په ډنمارک کې د افغانانود شوري رئیس ښاغلي عبدالفتاح سکندري او  په ډمنمارک کښي دکلتوري و دی ټولنې دمشرتابه غړي اوليکوال ښاغلي زمري محقق ته بلنه ورکړه سول تر څوټاکل سوی ځاي ته تشريف راوړي .
ترهغه وروسته دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگې دمشر ښاغلي انجينرعزيزمقری ته بلنه ورکړل سول ترڅوغونډه په خپله پرانيستونکې وينارسمی توگه پرانيزي .
دښاغلي انجينرعزيزمقری ترپرانستونکې ويناوروسته ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشر ښاغلي حبيب الله غمخور نه غوښتنه وشول چې داغلي نجبې سارابياباني لنډژوندليک دغونډي له برخوالوسره شريک کړ .
ورپسې له ښاغلي هيوادوست صاحب نه هيله وسول دساراربياباني پر هنری او ادبی هڅوباندي خپله ليکنه ولولي .
همدا ډول دارياناکلتوری ټولنې مشر ښاغلي کبير اميري نه غوښتنه وشول چې دخپلې ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب پېغام واوري .
دپيغام تر اورولووروسته د۱۵ دقيقولپاره تفريح اعلان سول ، دتفريح په وخت کښي دکنفرانس دگډونوالو لپاره تازه ميوه ،اوڅښاک په نظرکي نيول سوې وه اومېلمانه د تازه میوې خوړلوته را وبلل شول .
تردمې وروسته په ډنمارک کښي دافغانانوشورا مشر ښاغلي سکندري صیب ته بلنه ورکړه سول چې دخپلې ټولنې پيغام دغونډي برخه والوته واوروي . ورپسې ښاغلي اسداله هیواد مل د ( دواړو ملیمنوپه هکله )لیکنه ولوسته ،ترليکنې اورېدو وروسته د کونډې زوی د فلم ځنې برخې چې اغلي سارابياباني پګښي ښکارېدل دغونډي برخوالونندارې ته وړاندي شوې .
دغونډي دلمړۍ برخې په ورستی شېبوکښي بياخپله آغلې نجیبې سارابياباني ته بلنه ورکړه سوه اوهغې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه اوټولوغړونه دمننې په څرگندولوسره دخپل ادبی چوپړاوځوانانوراتلونکی مسوليتونوپه هکله په زړه پوري خبري وکړې ، دکنفرانس گډونوالو هغې ته داحترام اودرناوي په خاطرپر پښودريدل اوپه گرمو چک چکوئې بدرگه کړ ، بيا اغلي فیضیه هوسا خبرې وکړې .
دغونډي لمړۍ برخه د ډوډۍ خوړلولپاره يوساعته دمه اعلان سول .ديادولو وړده چي دددي ادبی غونډي ټولوگډون والوته دټولنې لخوا ډوډۍ ،څښاک اوميوه په نظرکي نيول سوې وه .
تريوې لنډې دمې وروسته دغونډي دوهمه برخه پيل شول .
دغونډي پدې برخه کښي تکړه شاعر اوليکوال ښاغلي ودير ساپي دښاغلی بېکسيار ساحب پر ژوند لیک لنډه رڼاواچوله .بياځوان شاعر اودازادی راډيو ژورناليست ښاغلی اجمل اند ته بلنه ورکړه سول تر څو دبېکسيار پر شعر دبحث په اړونده خپل نظردغونډي دبرخوالوسره شريک کړي .تراندصاحب وروسته په ترتيب ښاغلی ارمان صیب د بېکسیار په ژوند ،اند، او خاطرو خبرې وکړې ،زمري محقق دخپلي ټولنې پيغام ولوست ،همدا ډول په جرمني کې د کونړ د ځوانانو کلتوري ټولنې پیغام سید رحیم یوسفي لخوا ولوستل شو.
ښاغلي انجېنر صیب مطیع الله روفي د بېکسیار په ژوند نظم لیکلی ووهغه یې واوراوه ،ښاغلي انجېنرصیب فریداله سافي د بېکسیار صیب په ژوند طنزیه نثر لیکلی وو اومحمد نعیم مفتون په هلمند کې د محمود طرزي ادبي ټولنې به نمایندګۍ خبرې وکړې .
دويناوواوپيغامونوتراورېدو وروسته له گران افغاسنستان څخه دښاغلي بېکسیار په هکله يوشمير لیکوالانو اوشاعرانولکه ښاغلي پيرمحمد کاروان ،امیر جان احمدزی په دعوت پوهنتون کې د پښتو ادبیاتواستادامان نیازی
 پېرندل سوی ليکوال اوژورناليست ښاغلی غضنفر صیب ،دژوندون تلوېزيون مشر ښاغلي اسماعيل يون ، د ښونې او روزنې پوهنتون د پښتو دپارتمنت امر پوهنوال پښتون اقا شیرزاد په پرده را ښکاره شول اوهريوه دښاغلی بېکسيار پر ادبی هڅواودده پر شعری لنډي خوژوري خبري وکړې اوهغه ئي دغونډي برخوالوته وروپېژاند.
ددې پيغامواوڅرگندونو تراورېدو وروسته دپښتوژبې تکړه شاعر ښاغلي بېکسيارصاحب څخه غوښتنه وشول چي دريځ ته راشي اودغونډي دبرخوالوسره دزړه خواله وکړيح .ښاغلی بېکسيارهم دافگانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه اوټولوغړونه ددې درنې غونډي دجوړېدو اودغونډي دبرخوالو لپخواپه خپلو ليکنو او ويناووکښي داغلي سارابياباني ستاينې څخه مننه وکړه اوداډول غونډي یې دهڅوني اولامل په توگه په نگوته کړ. هغذه ترلنډوخبرو وروسته دري ځلورپه زړه پوري شعرونه ولوستل اودغونډي دبرخوالو لخواپه چک چکو بدرگه کېده .
دښاغلي بېکسيار صاحب تر وينا وروسته په سويډن کښي دافغانانودعلمی اوفرهنگي مرکز دمشرښاغلي عزيزمقری لخوااغلې نجيبه سارابياباني اوښاغلي بېکسيارددوي دادبی اوعلمی هڅودستاينې په خاطرپه ځانگړوستاينليکونو ونازول سول .
همدا ډول د ټولنې لخوا يوشمير ماشومان هم وستايل سول اوستاینليکونه داغلي سارا اوبېکسيارلخوا ورکړه سول .
دستاينليکونودويش ترمراسسمو وروسته دځوان شاعر ولايت خان ځدراڼ لخوا ښاغلی بېکسيارصاحب ته لنگۍ ډالۍ سول .
ترلږشېبې دمې وروسته دغونډي دريمه برخه چې د ازادې مشاعرې ته ځانگړې سوې وه پيل سول .
د مشاعرې په پيل کښي اغلي فيضیې هوسا د نجبې سارا شعر ولوست،ورپسې اغلي هوا هوتک ، اغلي سارا نظامي
 ښاغلي سلام خان اندړ ،ښاغلي صابر اصلزی ،ښاغلي عېسی بهرام ښاغلي انجینر صیب مطیع الله روفي ،اغلي نجیبې سارا بیاباني ،ښاغلي محمد نعیم مفتون،ښاغلي ګلمان شا ودیر ساپی ،ښاغلي آصف ننګ صیب ،ښاغلي اجمل اند خپل په زړه پوري شعرونودغونډي برخوالو نازول .
ترمشاعرې وروسته دمالمواوډنمارک افغان سندرغاړوښاغلي عيسی بهرام اوکبيراميري دنجيب اميري اوپه خپلو ښکلواوازونواوسندرودغونډي فضاگرمه کړه چې نجيب اميري ورسره تبلې اوفريد ورسره رباب ږغاوه .
دکنفرانس کارچي دشپې تريوې بجې ئي دوام پيداکړ دټولونه دمننې اوکوروداني په ويلوسره په هيوادکي دسولي اوثبات راستنېدواوملي يووالي دټينگېدوپه دعاپاي ته ورسېده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery