څومره اغيار،اغيار وطن دی پکې يار شته که نه څوک مې دزړه دګلابونو خريدارشته که نه ورپسې ګرځم که څوک وينه واخلي مينه راکړي دې محله کې وايه بل کوم داسې ښار شته که نه مونږ په جرګو، جرګواغيــارته خپل ځيګر ورکوو ټول ليوني يو که يو کس مونږکې هوښيار شته که نه سم پرې عادت يو،دلته کيږي تل د دار خبرې خدايه جنت کې زمونږ لپاره چيرته دار شته که نه په آسمانو کې پريښتې هم طوافونه کوي چې دادځمکې په شيخانو هم اعتبارشته که نه ستاد لمبه،لمبه جمال پر محور وڅرخيدم ترايرولاندې دې هغسې انګار شته که نه اوس يم منزل ته رسيدلی تاته څنګه ښکارم وايه د هسک او ډنګو غرونو په سرلارشته اوکه نه آرينه نـن خودې پرشوڼډو خاموشي خوره ده څړيکې ،دردونه ،اوهماغه پرهارشته او که نه