د شک غبار به د يقين له ائينې څنګه ځي ؟ دا بدرنګي به له بد رنګې زمانې څنګه ځي ؟
شمع خو ويلي شوه پتنګ هم ځان ايره ايره کړ پيغور د ميني به له بلي پروانې څنګه ځي ؟
چنار سوزيږي ، ميندې تللې دې له ځالې ليرې واړه بچي به يې له خپلې آشيانې څنګه ځي ؟
ساه يې مرۍ کې وه کلونه به ژوندی پاتی شوو پوره چې نه وي سړی بې آب او دانې څنګه ځي ؟
نه يې شپه وکړه ، نه په ټکنده غرمه کې دمه د پښتنو چم کې ميلمه له حجرې څنګه ځي ؟
پل صراط دی له ويښته نازک له توري تيرهء احمده ! خلک به په دغه لار د شپې څنګه ځي ؟