یو څه ورک شوي لټوم په لاره دا چې همداسې ځم راځم په لاره
ستا د کوڅې نه چې واپس شومه زهپورته کیدم او را لویدم په لاره
زه ترېنه لاړم خو نظر مې ورک شو له هغې ځای چې تیریدم په لاره
تر تا چې درغلم نو نه ومه زه خدازده چې ولې ورکیدم په لاره
د خپل وجود سره روان ومه زه د خپل وجود نه بیلیدم په لاره
چې ستا دوعاوې راسره وې مورېهغه وخت هیڅ نه وریدم په لاره
بیګاه مې زړه باندې څه چل شوی وبېګاه له درده لړزیدم په لاره
ستا د نظر اثر څه بل شانتې وچې ورکیدم پیدا کیدم په لاره
خپله شوخې چې به رایاده شوله بیا به له ځانه شرمیدم په لاره