مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-04   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغانستان کينيا ته په ماتي ورکولو نړيوال جام ته لاره پيدا کړه

افغانستان د کرکټ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم کینیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۵ کال د یو ورځني کرکټ نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.
 
 د کینیا د کرکټ لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۹۴ منډو هدف ورکړ.
 
دا لوبه د ٢٠١٥ کرکټ نړيوال جام ته د لار موندلو په ترڅ کې د کرکټ د نړيوال ليګ سياليو برخه وه، افغانستان تر اوسه په دې سیالیو کې ۱۵ نومرې درلودې او پکار وه، چې له کینیا څخه دوه یو ورځنۍ لوبې وګټي، ددې دواړو لوبو له ګټلو سره د افغانستان نومرې ۱۹ شوې او نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه، ایریلینډ تر دې مخکې په دې سیالیو کې د لومړي مقام ترلاسه کولو سره نړیوال جام ته لاره پیدا کړې وه. 
 
د افغانستان او کینیا ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
 
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د د متحده عربي اماراتو د شارجې له لوبغالي څخه د ټيلېفون په ليکه  وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان  وګټله او لومړى يې کینیا ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
 
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د کينيا ټوله لوبـډله په۴۵ اوورنو کې په۹۳ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ګټلو لپاره د ۹۴ منډو هدف وټاکه.
 
هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري حمزه هوتک ۳، حمید حسن۲ ، نبي عیسی خیل ۲  او کریم صادق ۲  لوبغاړي وسوځول.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وکولی شول، چې دغه لوبه په یویشتم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery