مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-08   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ميوند اتلان : سيمه ايز او ژبني تعصب مو حق وخوړی .

د لوی کندهار د فوټبال لوبي لوبغاړي چې د ميوند اتلانو په نوم يې د کابل د غوره ليګ په سياليو کې ګډون کړی وو وايې چې د فوټبال فدراسيون ورسره غيرقانوني چلند کړی دی .
د کندهار د بدني روزني امريت هم ورته څرګندوني کوي او وايې چې د لوی کندهار سره دي د غيرقانوني چلند جدي پوښتنه وسي .
د غوره ليګ دا سيالۍ د تيرو دوو کلنو راهيسي پيل سوي دي چې تېر کال د لوی کندهار فوټبال لوبډله ( د ميوند  اتلان )  ښه  وځليده او د سياليو دريم مقام يې خپل کړ ، تېر کال په دې سياليو کې د هرات لوبډلې ( توپان هريرود )  او د شمال زون لوبډلې ( سيمرغ البرز ) لمړی او دريم مقامونه  خپل کړه  .
په سږنيو سياليو کې دوه ګروپه وه چې د ميوند اتلانو لوبډلې يې په ( ب ) ګروپ کې ګډون درلود .
د ميوند اتلانو د دې سياليو لمړۍ لوبه د   اباسين څپو پر لوبډلې وبايلل او دوهمه لوبه يې تېره جمعه د عقاب هندوکش سره تر سره کړه .
لوبه په وروستيو کې وروسته له هغه پاتي او په شخړه واوښته کله چې  د ميوند اتلانو  د لوبډلې او لوبڅار تر منځ ستونزه پېښه شوه . د ميوند اتلان وايې چې لوبڅار ورته سپکي سپوري وويلي خو دوی يې په اړه غبرګون وښود .
لوبه دوه د يو په وړاندي د عقابان هندوکش په ګټه اعلان شوه .
وروسته د فوټيال فدارسيون له لوري د ميوند اتلانو درې لوبغاړي د دوو کلنو  او لارښوونکی د څلورو کلنو دپاره له لوبي کولو څخه منعه اعلان سوي دي .
د فوټبال فدارسيون ادعا کوي چې د دې لوبډلې لوبغاړو تاوتريخوالي ته لمن وهلې ده .
د ميوند اتلان نن کندهار ته راستانه شوه او دلته يې خبريالانو ته په خبرو کې ياد چلند غيرقانوني او له  سيمه ايز تعصب څخه ډګ وباله .
د لوبډلې کفتان سيمع غيرتمل وايې چې  هلته تاوتريخوالي ته خپله لوبڅار لمن وهلې ده دې سيمي ته يې سپکاوی کړی دی ، په وينا يې چې  دوی له پوره زغم څخه کار اخستی او د  لوبڅار  او غيرقانوني چلند په غبرګون کې يې د هغه لوی لاريون مخه نيولې ده چې مينه والو يې پلان درلود .
غيرتمل وايې چې کندهاريان تشدد نه غواړي او نه هم غواړي چې چاته زيان  ورسيږي .
د لوبډلې بل لوبغاړی فيض محمد فيضي  چې د  هيواد د ملي لوبډلې ګډون ته دعوت سوی هم د فدارسيون د مور او ميري د چلند څخه شکايت کوي .
په وينا يې چې  که يې حق وخوړل سي د فوټبال لوبي کولو څخه به لاس په سر سي .
په کندهار کې د بدني روزني امر محمدالله ګلالی هم ورته څرګندوني کوي او وايې چې د عقابان  هندوکش په سياليو کې دوه ايرانيانو هم لوبه کوي چې د يادو سياليو د قانون او تګ لاري خلاف عمل دی .
ګلالی وايې چې د کندهاري مشرانو په همکاري به حتمي د ميوند اتلانو حق اخلي .
لوبډلې د کندهار والي توريالي ويسا سره هم د  ليدني  پر مهال غوښتنه وکړه چې د حق اخستلو دپاره يې هيڅ ډول مرسته ونه سپموي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery