مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-05   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

بست لوبډلي د درې ورځنيو کرکټ سياليو اتلولي وګټل

لودين
بست لوبډلي د افغانستان د زونونو ترمنځ د درې ورځنيو کرکټ سياليو اتلولي وګټل
 
د بست په نوم له سهيلي ولايتونو متشکلي کرکټ لوبډلي د افغانستان د زونونو ترمنځ په لومړي ځل د پيل سوو درې ورځنيو سياليو اتلولي وګټل.
د بست لوبډلي د لوبي په دريمه ورځ نن په پلازمېنه کابل کي د ميس عينک لوبډلي ته په فاينل کي په درې ويکټونو ماته ورکړه او د يادو سياليو د  اتلولۍ جام يې پر سر کړى.
په دغو سيايلو کي د هيواد د پنځو زونونو منتخبو ټيمونو برخه اخستې وه، چي ټولي لوبي د کابل او ننګرهار په لوبغالو کي ترسره سوې او سيمي فاينل ته يې بوست، بند امير، ميس عينک او سپين غر لوبډلو لارته پيدا کړه.
د ياد ټورنامينټ په لومړۍ نيمه پايلوبه کي بست لوبډلي بند امير او په دوهمه نيمه پايلوبه کي ميس عينک لوبډلي سپين غر ته ماتي ورکړې او په دې توګه بست او ميس عينک لوبډلي په فاينل کي سره مخامخ سوې.
د فايلوبي پچه د بست لوبډلي وگټل او لومړى يې د بالنګ يا توپ اچولو پرېکړه وکړه چي په لومړۍ ورځ يې د ميس عينک ټوله لوبډله د ٣٨٧ منډو په بدل کي وسوځوله.
د بست ټيم په خپل لومړي اننګز کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازي ٢٧٣ منډي وکړې او په دې توګه سره نو، د ميس عينک لوبډلي د ١١٤ منډو برتري (ليډ) تر لاسه کړى او په ښه مورال سره يې دوهم اننګز پيل کړى.
د ميس عينک لوبډلي دوهم اننګز له پيله د بست لوبډلي د سلو بالرانو يا ورو توپ اچوونکو له خوا خنډونو سره مخ سو، چي بلاخره يې ټوله توپ وهونکي پر ١٤٣ منډو اوټ سول.
بست لوبډلي په خپل دوهم اننګز په بې ساري بتنګ سره وکولاى سواى، چي ددريمي ورځي تر پاى ته رسېدو مخکي د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل سوى هدف پوره کړي او په درې ويکټونو سره د افغانستان د زونونو د دريو ورځنيو سياليو اتلولي تر لاسه کړي.
په پايلوبه کي د بست لوبډلي رشيد د سيالي ډلي ٦  او نسيم بړېڅ ٥ لوبغاړي وسوځول او همداراز دلاورخان ٨٥  او نجيب الله ٩٧ منډي جوړي کړې.
د يادوني وړ ده چي بست زون تر دې وړاندي د افغانستان د زونونو اتلولي، د شل اووريزو لوبو ټورنامينټ، د يو ورځنيو سايلو کپ او ورته نوري اتلولۍ هم ګټلي دي، خو لا يې هم په ملي ټيم کي د لوبېدونکو لوبغاړو ګډون خورا پيکه دى.
#   #   #
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery