مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-11   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغانستان نمیبیا ته بله لویه ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نمیبیا پر وړاندې د کرکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه هم په لوی توپیر سره وګټله او دغه راز یې د نمیبیا سفر ددریو لوبو په ګټلو سره پای ته ورساوه. دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال لیګ اتلولی سیالیو دوهمه یوه ورځنۍ لوبه نن ترسره شوه. هغه زیاته کړه چې د لوبې پچه د نمیبیا لوبډلې کپتان وګټله او په خپله یې د توپوهنې (بیټینګ) پریکړه وکړه. د نوموړي په وینا، د نمیبیا لوبډله د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د خپل پړاو په ۴۶،۲ اوورونو کې ۱۹۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ. د هیواد کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري حمید حسن د سیالې لوبډلې ۴، حمزه هوتک او سمیع الله شینواري دوه، دوه او په خپل وار سره کپتان نبي عیسی خیل او کریم صادق یو یو لوبغاړي وسوځول. هوتک وایي چې د توپوهنې په برخه کې د هیواد کرکټ ملي اتلانو بیا هم له ځانه ځانګړې وړتیاوې وښودلې او سیالې لوبډلې ته یې د لوبې په ۳۲ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ماتې ورکړه، دافغانستان له لوري شهزاد محمدي یو ځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۲ منډې یې وکړې دغه راز نبي عیسی خیل ۴۶ او نوروز منګل ۴۱ منډې وکړې. ملي لوبډله تر مخکې هم نمیبیا ته په یوه ورځنۍ او څلور ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړې وه او دغه راز له نمیبیا څخه یې ددریو لوبو لړۍ وګټله. افغانستان څو میاشتې مخکې سکاټلینډ ته هم په دریو لوبو کې ماتې ورکړې وه. د ورته بهیر درلودونکو سیالیو په ترڅ کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال سپتمبر او اکتوبر میاشتو ترمنځ له کینیا سره مخ کیږي چې له ګټلو وروسته به یې د هیواد ملي لوبډلې ګام د نړیوال پنځوس اوریز جام تر سیالیو پورې خورا کوټلی او بریالی شي. افغانستان اوس مهال د کرکټ نړیوال لیګ سیالیو د نومرو په جدول کې ۱۵ نومرو سره په دریم مقام کې قرار لري، ایرلینډ لومړی او هالنډ په دویم مقام کې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery