شاعران دي شونډې ستایي ښه پیران وي پوندې ستایي په عفت د بل نازیږي د بل مور او خویندې ستایي چې د نفس هوا یې راشي جونې څه چې کونډې ستایي ځان ته لس ګزه بورکې کا خو د بل بربنډې ستایي دوزخي ښکلې کا جوړې بیایې حورو شانتې ستایي په وطن یې اور بلیږي کنډوالې او کندې ستایي یتیمان اوښکو لاهو کړل دوی د کفر ژرندې ستایي دلکشا کې اور بلیږي دوی غومبري زنې ستایي په هر کور کې جنازې دي دوی جنۍ پمنې ستایي که د مړو جنازې کړي دوی یې ښې کفنې ستايې زموږ بوټو اور اخیستی دوی د بل شنې ونې ستایي خپلو زاڼو چوپان جوړ کړي خو د بل کوترې ستایی ایتونو ته اور ورکا خو د بل خبرې ستایي اصولي شاعر د اور شه چې د بل شاعرې ستایي