مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اريانا پښتو ادبي ټولنې د لرو برو پښتنو په شمول ستره غونډه وکړه

بهير

 

د اريانا پښتو ادبي ټولنې په نوښت د 1391 لمريز کال د کب په 17 چې د 2013 د مارچ له 7 سره سمون خوري د جمعة المبارک په شپه ماسختن 9:00 بجې د خيبر پښتونخوا ايالات د صوبايي اسملبۍ غړي ډاکتر اقبال الدين فنا په مشرۍ د کوهاټ KDA سيمې په ځايي هوټل کې يوه درنه او پرتمينه غونډه دايره کړې وه.
د مشرانو ميلمنو په څوکيو باندې ښاغلى تحسن الله تحسين، احمد جان اباخيل، مدير محمدزمان، استاد عزام خوږيانى، پروفيسر وزيرشادان، س. سيرت ناست ول. د کوربه توب چاري ښاغلي سيف الرحمن هاشمي ترسره کولې. دريځوال هر يو مددګل عليخيل او عبدالله ظهير وو.
غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو سره د قاري اکبرجان ځاځي لخوا پرانستل شوه.
ورپسې وروسته د اريانا پښتو ادبي ټولنې مسول ښاغلي سيف الرحمن هاشمي لخوا راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او په لنډو ټکو کې د اريانا ټولنې موخې په دې ډول بيان کړې. ښاغلي هاشمي وويل:
اريانا پښتو ادبي ټولنه خپلواکه، ازاده ټولنه ده له کوم سياسي نظر او ګوند سره تړاو نه لري.
هدف يې يواځې ادب او پرهنګ پالل دي.
د چا له کومې نظريې او ايډيالوژۍ ترجماني نه کوي.
ادب، ښوونه او روزنه ، د ځوان نسل تربيه يې په اسلامي او افغاني ارونو روزل دي.
له ګردو سيمه يزو پښتنې او غير پښتنې ټولنو سره علمي روابطو ټينګښت يې ارزو ده.
هر هغه پټ علمي او ادبي شخصيتونه چې د نيکې مفکورې څښتن وي د خپلو پټو استعدادونو څرګندولو ته يې ليواله يو، کولى شي له دې ټولنې سره يو ځاى او همکار وښيي.
هرهغه څوک چې د ټولنې نيمګرتيا وويني داصلاح او سمون پخاطر يې د ټولنې له مشرانو سره شريکولى شي.
اريانا ټولنه له ګردو ادبپالو او علمي اشخاصو مشورو ته اړتيا لري؛ څو ټولنه د پرمختګ ګامونه ګړندي کړي،خپل اند او رايه له موږ سره شريکه کړئ.
د ايجنډې له مخې نوموړې ناسته د اريانا پښتو ادبي ټولنې د بيا فعاليت په اړه وه او د لروبرو پښتنو شاعرانو او ليکوالو سره يې د اړيکو د ټينګښت په اړه د پروګرام تکل کړى وو.
غونډه په دوه برخو ويشل شوې وه لومړي د ادبي ټولنو د جوړښت په ارزښت ليکل شوې مقالې وې او دوهمه برخه ازاده مشاعره وه. په لومړى برخه کې ښاغلي سيف الرحمن هاشمي، مدير محمد زمان، حاجي سرورخان سرور ليکل شوې مقالې واورولې . وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پکې سلګونو شاعرانو ونډه واخيسته.
وروسته په وار سره مشرانو ميلمنو ويناوې وکړې.
ښاغلى استاد عزام خوږيانى دريځ ته راوبلل شو او په خپله وينا کې وويل:

 

وياړم چې نن د اريانا پښتو ادبي ټولنې په وياړ د لروبرو پښتنو شاعرانو په ناسته کې ګډون کوم دولس کاله وړاندې مې هم دا ارمان وو چې د اريانا ټولنې په ناستو کې ونډه واخلم، نوموړې وويل: اريانا پښتو ادبي ټولنه بايد په دې بسيا ونه کړې اوداسې ناستو ته نوره هم وده وکړي.
ورپسې احمدجان اباخيل وينا وکړه ښاغلي اباخيل په خپلې وينا کې اريانا ادبي ټولنه وارزوله او په خپله سيمه کې يې د اريانا ټولنې ناستې او هلې ځلې وستايلي. ښاغلي وويل: څو چې اريانا ټولنه همداسې خپلې ناستې او اړيکې له لروبرو پوهانو او پرهنګپالو سره کوي هېڅکله به يې دپرمختګ مخه په ټپه و نه درېږي.
له دې وروسته تحسن الله تحسين لنډه وينا وکړه د شاعرانو استعداد يې ونازاوه او وروسته يې د شعر په ژبه ګډونوال مخاطب کړل ګډونوال يې وژړول او پخپله يې د شعر ويلو پرمهال له سترګو اوښکې وبهولې.
ورپسې د ساپي د پښتو پراختيا او څېړنو مرکز مسول ښاغلي س. سيرت وينا وکړه ښاغلي اريانا پښتو ادبي ټولنه نورو هلو ځلو ته وهڅوله او د ساپي مرکز لخوا يې د سلو ټوکو کتابونو د ډالۍ کولو اعلان هم وکړ.
ورپسې پروفيسر وزير شادان دريځ ته راوبلل شو. ښاغلي د خپلې وينا پرمهال وويل: همدا ازادې ادبي ټولنې دي چې د پښتو ژبې د ژغورلو لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي. ژوندۍ بېلګه يې د اريانا ټولنې ناسته وښوده چې دادى د شپې دوه بجې کېږي خو پښتانه مينوال د پښتو ژبي د مينې په خاطر ناست دي.
همدا راز مدير محمد زمان هم په خپله وينا کې شاعران، ليکوال او قلم خاوندان روانو ستونزو ته وهڅول د امن، افهام او تفهيم لپاره يې له ادبپالو څخه د حل غوښتنه وکړه. دوى يې لازمو لارښوونو ته متوجه کړل.
د مشرانو ميلمنو څخه وروسته د غونډې مشر ښاغلي ډاکټر اقبال الدين فنا د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه نوموړي خپلې وينا کې اريانا ټولنه د داسې کړنو په اړه وهڅوله د ادبي او پرهنګي هڅو په اړه يې وويل: داسې ناستې او پروګرامونه پښتنې ټولنې او معاشرې ته ډېرې ګټورې دي که د پښتنو ليکوالو ، شاعرانو او پرهنګپالو هڅې هم داسې وې نږدې ده چې پښتنه ټولنه ډېر زر خپل هدف ته ورسېږي. ښاغلي د وينا پر مهال يوه ستره تاريخي مقاله او څو شعرونه هم ولوستل چې د ګډونوالو لخوا په هرکلي بدل شول
د غونډې په پاى کې د اريانا پښتو ادبي ټولنې د مسول ښاغلي سيف الرحمن هاشمي د مننې لپاره درېځ ته راوبلل شو ښاغلي د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه د لروبر ټولو پرهنګپالو د راتګ هرکلى يې وکړ.
ياده دې وې چې نوموړې غونډه کې د لرو برو په سلګونو شاعرانو، ليکوالو، ادبپالو او مينوالو ونډه اخيستې وه. غونډه دشپې ناوخته 2:30 بجې پاى ته ورسيده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery