مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اتصالات د کرکټ د ډګر د سرلوړو اتلانو هر کلی وکړ

نعمت الله ظفرزی


د اپریل ۸مه نیټه ۲۰۱۳
کابل افغانستان

د افغانستان اتصالات لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې یې د 3.75G  خدمتونه په لاره واچول او  نن ورځ یې د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې  د کرکټ د ملي لوبډلې هر کلی وکړ.
د  اسیا کرکټ شورا د څلورم ځل اتلولي سره هیواد ته د بیرته ستنیدو پرمهال د اتصالات لخوا د دوی لپاره یوه پرتمنه غونډه دایره  شوه.
پدغه غونډه کې د اتصالات اجراییوي مشرانو، د کرکټ بورډ عمومي مشر او د ولسمشر سلاکار وزیر شهزاده مسعود، د ولسي جرګي غړو او همدارنګه د رسنیو ګڼو استازو ګډون درلود، چې خپل ملي اتلان  یې له هوايي ډګر د اتصالات تر مرکزي دفتره پورې د خپلو ملي احساس او مینې له کبله بدرګه کړل.

د غونډې په پیل د اتصالات د بازار موندنې مرسیتال رئیس ښاغلي مصطفی سعد یونس خپلو ملي لوبغاړو ته ښه راغلاست وویل او  په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه، چې ډیر ویاړو چې زمونږ ملي لوبغاړو د یوې سترې بریا سره خپل هیواد ته راستانه شو. دا د دوی نه بلکې د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی چې اولادونو یې د نړۍ له پرمختللو او هر ډول وسایلو سنبال هیواد څخه اتلولي خپل هیواد ته راوړي.
نوموړي زیاته کړه، دا د افغانانو د ډیر کلک هوډ او زیار او ښکارندويي کوي، چې تل یې خپل ملي بیرغ د نړۍ په هر ګوټ کې څپانده کړی دی او زیاته یې کړه، اتصالات ډیر  ویاړي چې د کرکټ رسمي تمویلوونکی دی.
همدارنګه شهزاده مسعود په خپلو خبرو کې له اتصالات څخه نړۍ مننه وکړه، چې تل یې په افغانستان کې د لوبو ملاتړ کړی دی او په ځانګړي توګه یې د کرکټ په ډګر کې د دوی هڅې او همکاري ډیره وستایله.
نوموړي وویل، چې دا ویاړ یواځې د کرکټ لوبغاړو او یا هم  کرکټ بورډ نه دا زمونږ د ټولو افغانانو ویاړ دی او دا هرڅه مونږ دخپلو هیوادوالو په دعاګانو لاسته راوړي او هیله یې څرګنډه کړه چې تل به د هیواد لپاره د  لابریاوو د راوړلو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر او پیاوړي لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل په ډیره ویاړ سره د اتلولیو کپ په پورته  کولو او ګډونکوونکو په تودو چکچکو او شور ماشور سره دا بریا د ځان نه بلکه د ټولو یې وګڼله او یادونه یې وکړه، چې هڅه به کوي چې دې ته ورته بریاوې تل هیواد ته راوړي.

د یادونې وړ بولو، چې دغه  لوبې د نیپال په هیواد کې ترسره شوې افغانستان په (ب) ګروپ کې له عمان، بحرین، کویټ او اماراتو سره لوبې ترسره کړي چې له اماراتو څخه په ماتي سره یې پاتې ټولې لوبې وګټلې.
په نیمه پایلوبه کې افغانستان له هانک کانګ او متحده عربو اماراتو له نیپال سره خپل بخت وازمايي، چې  پایلوبې ته افغانستان له نیپال سره ووت او لوبه د افغانستان په اتلولۍ پای ته  ورسیده.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery