مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ښاروال د نه شتون له امله د کلات ښاروالۍ کارونه په ټپه ولاړ دي .

د زابل مرکز کلات چې خلک يې يو عالم ستونزي لري د څلورو مياشتو راهيسي ښاروال نه لري او د ښاروالۍ کارونه يې په ټپه ولاړي دي . د کلات اوسيدونکي وايې چې ښار کثافاتو پر سر اخستى دى او د ښاروالۍ هيڅ فعاليت نه تر سترګو کيږي . په ښاروالۍ کې دننه د ښاروال د ناستي دفتر قلف دى . د کلات اوسيدونکي او قومي مشران وايې چې د ښاروال د نه موجوديت سره سم د ښاروالې کارونه هم په ټپه ولاړ دي او د تيرو څلورو مياشتو راهيسي خلک د ښاروالۍ د خدماتو څخه بې برخي دي . په ښار کې کثافات زيات شوي ، د ښار نظافت خراب شوى او ولايتي اداره هيڅ توجه نه ورته کوي . د زابل د سولې د عالي شورا پخوانى مشر محمدداوود ګلزار وايې : (( ښار بېله ښارواله هيڅ معنى نه لري ، په کور کې چې سرپرست نه وي کارونه ټول ګډو وډ وي ، ښاروال مکلف دى چې د خپل ښار چاري پر وخت سمبال ، صفايي ټوله کړي او خپل عايد د هغو لارو په لاس راوړي چې لايحي حق ورکړى دى څو له دې لاري بيرته ښار ته خدمات وړاندي کړي ، خو دلته په کلات کې داسي څه نشته او ښاروال هم نشته چې خلکو ته خدمات په ټپه ولاړ دي . )) د کلات ښار اوسيدونکى دادمحمد هم ورته څرګندوني کوي او وايي : (( چرۍ ټولي د کثافاتو ډکي دي ، چټلي ده ، څوک نشته چې دا صفايي وکړي خلک خپله کثافات وړي او په ليرو ځايونو کې يې غورځوي موږ غواړو چې ژر ښاروال مقرر شي او ښاروالي فعاله شي . )) خو د ولايتي شورا غړى حاجي محمد هاشم ګرانى بيا د ښاروال د نه شتون ستونزه په ولسي او مشرانو جرګو کې د زابل د خلکو د استازو له لوري بولي ، نوموړى وايې هر ښاروال چې راسي وکيلان بېلابېلي غوښتني ترې لري چې ونه منل شي نو بيا هغه ښاروال بدنام شي او له دندي ليري شي ، زه وايم چې ښاروال بايد خپل کار ته پرېښودل شي . د زابل د مرکز کلات اوسيدونکي وايې مرکزي اداره دي ډير ژر په کار پوه او خدمتګار کس د ښاروال په توګه مقرر کړي څو د کلات د ښار چاري په ښه ډول سمبال شي . د زابل والي محمداشرف ناصري د ښاروال په نه موجوديت کې بيا هم د ښاروالۍ کارونه روان او ګړندي بولي . والي محمداشرف ناصري وايې چې د ښاروالۍ ټول مامورين په خپله دنده بوخت دي او د ښار په کارونو کې کوم نيمګړتيا نشته . والي وويل چې اوس يې يو ښاروال ټاکلى او په نژدې راتلونکي کې به په خپله دنده پيل وکړي . تر دې مخکې سيداحمد صافى د کلات ښاروال وو چې د ولسي جرګې د غړي عبدالقادر کلاتوال سره تر لفظي شخړي وروسته له دندي ګوښه شو .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery