مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په نړیوال اسلامي پوهنتون - اسلام آباد کې نړیوال کلتوري نندارتون وشو.

د افغان محصلينو اتحادیه

د تېر په څېر سږکال یوځل بیا په نړیوال اسلامي پوهنتون - اسلام آباد کې نړیوال کلتوري نندارتون وشو. په کلتوري نندارتون کې  افغانستان، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، تایلنډ، مالېزیا، اندونیزیا، نیجریا، پاکستان، کينیا، صومال، اردن، مصر، سوډان، سوریا، چين، فلسطین،  ایران  او نورو هېوادونو برخه اخېستې وه.
په دغه نړیوال نندارتون کې هر هېواد د خپل کلتور، تاریخ او ویاړونو بېلګې د کتونکو نندارې ته وړاندې کوي.
کلتوري نندارتون  غونډه  دقرآن کریم په مبارکو آیتونو پېل شوه، وروسته بیا د پوهنتون نشاطاتو مسئوول ډاکتر سفیر اعوان   غونډې ته پرانیستونکي وینا وکړه، بیا ددغه پوهنتون رئیس دکتور احمد یوسف الدرویش وینا وکړه، او له وینا وروسته يې په یو لړ شاندرو مراسمو کې کلتوري نندارتون پرانیست. د کلتوري نندراتون پرانیستنه معمولاً د دغه وړ مشرانو مېلمنو له لوري ترسره کېږي.  له پرانیستنې وروسته ميلمنو او د پوهنتون مشرانو د نندارتون لیدنه وکړه وروسته د ځايي خلکو او په اسلام آباد  کې دیره افغانانو ترڅنګ ګڼ شمیر محصلینو او  بهرنیو سیلانیانو لیدنه وکړه او په سټالونو کې ايښودل شوي لاسي توکي، د افغانانو لخوا جوړ شوی کليوال سستم او هم افغاني خواړه يې وستايل.


سعودي عربستان نندارتون ته د ننوتلو لار

دغه نندارتون چې  دکلتوري اونۍ یوه برخه ده خورا په زړه پورې وي. په کلتوري اونۍ کې نور هم په زړه پورې پروګرامونه وي، لکه کلتوري شپه، د کتابونو نمایش، دیني، علمي، او سپورتي مسابقې او داسې نور. 
 کلتوري نندارتون ته د افغانستان سفير هم بلل شوی و، خو د څه مشکلاتو له امله یې خپل مرستیال او  نور ډیپلوماتان رالېږلي وو.

د یادونې وړ ده، چې د افغان محصلينو اتحادیې د اصيل افغاني کلتور په ښودلو کې خورا زیات زیار کښلی و، د بېلګې په ډول:
د هرات دروازه يې په خورا ښه او معیاري شکل سره جوړه کړې وه چې  د ميلمنو لخوا خورا وستایل شوه. دغه دروازه د افغانانو د نندارتون د ننوتلو لار هم وه.


د هرات د جامع مسجد دروازه چې افغان نندارتون ته د ننوتلو لار وه


 همدارنګه  څو هڅاندو افغان محصلینو د کلیوال ژوند  انځورګري په ډير ښه شکل کړې وه، د بېلګې په ډول د کلیو کور يې جوړ کړې و، چې کوټه، تشناب، بالا خانه (ماڼۍ) د پخلي ځای، تنور، نغري،  کوهی، د کور دروازه او همدارنګه د کلي جومات په خورا زیار سره جوړ کړی وو  چې د ډیرو کتونکو پام یې ځانته راړولی و او د زیات شمیر ليدونکو خوښ شو، افغاني ښځينه او نارينه جامې او پخواني د ښځو او نارينه و د زينت سامان او قيمتي کاڼي نندارتون ته راوړل شوي وو. سربېره پر دې زیاتره محصلينو پګړۍ، واسکټونه او څادرونه اغوستي وو. نندارتون ته پخوانۍ جنګي وسلې، تورې، ټوپک..... همدارنګه د افغانستان د بېلابېلو ځایونو او د افغانستان په تاريخ کې د تېرو نومیالیو څېرو انځورونه هم راوړل شوي وو.


د کلي کور، بالاخانه (ماڼۍ)


د نندارتون یوه برخه  د شرق نابغه سید جمال الدین افغان په نوم نومولی شوې وه.  محصلینو   د سیدجمال الدین افغان ژوند او اند په باره کې ويډيو برابره کړې وه   چې د پراجیکټر په واسطه خلکو ته وښودل شوه.


د نندارتون یوه برخه د سید جمال الدین افغان  په نوم نومولې شوې وه

د پوهنتون رئيس ډاکتر احمد یوسف الدریویش او نورو مشرانو ميلمنو د افغاني نندارتون خورا ستاینه وکړه، د محصلينو لخوا تیار شوې خواړه ميلمنو ته وړاندې شول.
باید یادونه وکړو چې  د پوهنتون رئيس د نورو نندارتون په پرتله په افغان نندارتون کې خورا زیات وخت تېر کړ،  او افغان محصلينو په زیار جوړ شوي شیان يې وستایل.


د پوهنتون رئیس د افغان نندراتون څخه د ليدنې پرمهال


د څو تنو بهرنیو ميلمنو په وینا چې د نندارتون څخه يې ليدنه وکړه په خپلو خبرو کې وویل:  په لسګونو هیوادونو د لاسي توکیو او خوړو فیستیوالونه دایر کړي خو په خبره يې د ډيرو پرمخ تللیو او سوکاله هیوادونو په نسبت افغاني خواړه او لاسي توکي د خلکو د زیاتې پاملرنې او خوښې وړ وګرځيدل.


 
د افغاني نندارتون څخه د وتلو لار


 کلتوري نندارتون  مازدیګر څلور بجې پای ته ورسېد.
    د یادونې وړ ده چې د تېرو ۳ کلونو راهيسي افغانان د افغاني کلتورپه ښودلو کې اول نمبر راځي. په نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان محصلینو د دې نړیوال نندارتون له لارې د افغانانو کلتور او ویاړونو تر نړیوالو رسولي دي، ولې تر دې دمه د افغان دولت او  د رسنیو له لوري ورته مناسبه پاملرنه نه ده شوې.
- نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery