مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لوګر:د صوفي شاعر او او مرشد بهايي جان څلوېښتم تلین ولمانځل سو

د سیمنار په پیل کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور ریس حامد کرزی پیغام د لوګر د والی محمد اقبال (عزیزی) له خوا ولوستل شو، چه په هغه کی د نوموړی پیژندل شوی عارف د شخصیت او فرهنګی خدمتونو څخه په پوره قدردانی سره یادونه شوی.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین
پیغام د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریس محمد شفیق (پوپل) له خوا ،د علومو د اکاډمی پیغام د څیړنپوه عبدالغفور (لیوال) لخوا او د لوګر په ولایت کی د نقشبندیه خانقا ه پیغام د سید مسرور(بهاری) لخوا یو په بل پسی ولوستل شو.
د سیمنارد غونډی په بهیر کی لس تنو لیکوالانو ،څیړونکو او شاعرانو خپلی لیکنی ولوستی.ددی سیمنار کی په بهیر کی په فرهنګی چارو کی د جمهوری ریاست سلاء کار وزیر څیړنپوه زلمی (هیواد مل) او د قومونو او قبایلو په چارو کی سلاء کار وزیر او د کرکټ بورډ لوی ریس شهزاده مسعود خبری وکړی .
ددغه سیمنار په جوړولو اواسانتیا برابرولو کی د لوګر والی او ددی ولایت د فرهنګ پالو اوسیدونکو څخه قدردانی وکړه.
سیمنار د  ۷ اووه ماده ایز پریکړه لیک په صادرولو او سوغاتونو په ویشلو سره پای ته ورسیده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery