مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ناروې : دافغان ادبي ناستې دوويشتمه غونډه جوړه سوه

سعيدي

 

د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د افغان ادبي ناستې غړو او د افغان فرهنګ مينه والو پرون د يوې لوې غونډې او مشاعرې په بڼه خپله دوويشتمه غونډه تر سره کړه٠

د دود له مخې د غونډې پيل د ښاغلي غلام ګل مصلح له خوا د قران الکريم په تلاوت وشو، بيا ځوان ليکوال او شاعر ښاغلي اټک يوسفزي ته بلنه ورکړل شوه چې د غونډې په اړه ګډونوالو ته خپله وينا واوروي٠

اټک ميلمنو ته تر ښه راغلاست وروسته وويل نن له نېکه مرغه په غونډه کې دومره ګڼه شمېر شاعران وجود لرې چې له اوږدو خبرو او ويناوو به بېخې تېر شو او ددې له پاره چې ټولو خويندو او وروڼو ته د شعر ويلو وار وروسرېږي راسا به مشاعره پيل کړو٠

دويم ويناوال وتلی او ياد شاعر او ليکوال استاد دلجو حسيني و چې د شعر ويلو تر څنګ يې د ادبي ناستې له برکته د منورو افغانانو د يووالي په ارزښت لنډې عالمانه خبرې وکړې٠

بيا مشاعره پيل شوه او دغو اغليو او ښاغليو په کې خپل شعرونه وويل .

جنرال رباني خان وطنيار ، استاد وارث خان ، مېرمن نورسراج ساپۍ ، عظيم الدين عالمي ،  ياسر رحمتي ، احمد جان پايز، عصمت عطا غمګين ترخيل، در محمد ستانکزی اکبري ، ډګروال محمد اسحاق امانزی، لينا احمد ، ډاکتر پايز، مېرمن انيسه ژواک رحيمي، ډاکتر جاويد وطنيار ساپی ، شکران الدين خوشال يوسفزی ، مېرمن ليزا رسول ، يوسف خان ، قسيم ستانکزی ، استاد دين محمد کارواني ، پسرلی ژواک ، سخنور ، پېغله عاطفه رضايي ، ريدي ګل ساپی، پيلوټ ضياالدين امين ، مېرمن سحر رحماني  ، اټک يوسفزی ، فواد خان سواتی ، علم خوږياڼی ، مېرمن منيژه پوپل ، فريدخان امانزی ،مجيب پيام, مستقل او يو شمېر نورو٠

نوموړي غونډه د داکتر صاحب رحمتي له خوا وارزول شوه او د ننګرهار پوهنتون پخواني استاد ښاغلي وارث خان له خوا وړانديز وشو چې د افغان ادبي ناستې مينه وال ورځ په ورځ ډېرېږي او همدا نن هم دا دی مينه وال پدې تالار کې نه ځايږي نو لازمه ده چې د راتلونکو غونډو د لا انتظام دپاره د افغان ادبي ناستې د رسمي کولو په هکله فکر وکړو٠

په پای کې د غونډې له کوربه ښاغلي الحاج ډګروال امانزي نه هم مننه وشوه ٠پاتې دې نه وي دغونډې وياند انجنير اسماعيل سعيدي و او پورتنۍ غونډه چې د ماسپښين پر څلور بجو پيل شوې وه دشپې پر اتنيمو بجو پای ته ورسېده٠

 په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery