مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په اوسلو کي دهیواد راډيو څلورمه کلیزه ولمانځل سوه

benawa afghanistan
جاوید رباني وطنیار


هیواد راډیو څلور کلنه شوه!
پرون د کب 11 پلازمینې اوسلو ته نږدې د شیتین په سیمه کښې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کښې د هیواد راډیو څلورمه کلیزه ولمنځل شوه. په دغه غونډه کښې ، چې د مازدیګر په پنځو بجو پیل او تر شپې یولوسو بجو یې دوام وموند، د هیواد تکړه او غښتلو شخصیتونو په ناروې کې مېشتو افغان ليکوالو ، فرهنګيانو ، د ادب مينه والو، او شاعرانو ګډون لره. غونډه د کلام الله مجید په څو مبارکو آیتونو سره چې د الحاج غلام ګل مصلح صاحب په وسیله وړاندې شول پیل شوه. دغه په زړه پورې غوڼدې دوه برخې لرلې چې لمړۍ برخه یې د راډیو د کلیزې په ویاړ ارزښتناکه ویناګانې وشوې او په منځ کښې د یوې دمې نه ورسته د شعر او شاعرۍ برخې ته ځاې ورکړل شوې وو.
د پروګرام ویاندویې د هیواد راډیو دوو تکړه ویاندانو آغلې لینا احمد او لیزا رسول په غاړه لرله چې په دواړو ملې ژبو یې په خپلو ښکلو شعرونو او په زړه پورو الفاظو غونډې ته لا رنګینې وروبښله.
په سر کښې د هیواد راډیو مسول جاوید ربانې وطنیار راغلو مليمنو ته د هرکلي تر څنګ د ډلیزو رسنیو په ارزښت ، د ایف ایم او نورو ډلیزو ټکناوژویو په تیر او راتلونکې باندې رڼا واچوله او زیاته یې کړه.
څلور کاله وړاندې د ناروې په پلازمینه اوسلو کښې د نورو ډیرو ژبو تر څنګ د افغانستان ملی ژبو باندې هم د انټراف ایم راډیو له لیارې خپرونې پیل شوې. په پیل کښې راډیو د «افغان غږ » په نوم د اجمل مومند په زیار او هڅو تاسیس شوه او وروسته د یو کال فعالیت نه د هیواد راډیو په نوم ونومول شوه. لکه چی  یاده شوه راډیو له پلازمينی اسلو څخه هره یکشنبه دسهار له لسو تر دو بجو خپرونې لري چې په اسلو او شاوخوا سیمو کې ېې په ایف ایم او په ټوله اروپا او نورو هیوادونو کې ېې دانټرنټ په مټ د یوستریم له لارې اوریدلۍ شو. وطنیار زیاته کړه چې د دې راډیوټول کارکوونکي له مالي امتیازاتو پرته یوازې ددې لپاره چې دغه ډیوه بله وساتي د اونۍ دپاې رخصتي خپلې ژبې ته دخدمت لپاره قربانوي. وروسته د اوسنۍ هیواد راډیو د پخوانې ټیم د موسسینو د ډلې نه د هیواد تکړه او تاند شاعر محترم اجمل اټک یوسفزې ګډونوالو ته د راډیو د پیل د انګیزې او  ارزښت په هکله وغږیده او زیاته یې کړه چې اوسمهال راډیو د نه شته امکاناتو سره تکړه ویاندان زیږولي چې ورځ تر بلې یې کار کښې پرمختګ راځي. 
یوسفزی شته ګډونوالو نه د راډیو سره د لا ډیرو همکاریو هیله هم وکړه. د غونډې دریمه ویناواله په سکاندناویاې هیوادونو کښې د افغانستان د اسلامې جمهوریت لویه سفیره منیېژه باخترې وه. آغلې باخترې هم په خپل وار د راډیو څلورمې کلیزې په ویاړ خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ وړاندې کړې او په ټولنه کښې د رسنیو په رول یې خپل ارزښتناک نظر له ګډونوالو سره شریک کړ. وروسته بیا  محترم جنرال غلام ربانې وطنیار د راډیو کاروکونکو په ستایلو سره زیاته کړه چې ، دغه راډیوې سفر په ډیرو کمو امکاناتو، د یو عالم بې تجربګیو او بې ساري کمې هڅونې سره پیل شو اما لوړ عزم او قوي اراده هغه څه وو چې د راډیو تیم ته یې حوصله ورپه برخه کړه ترڅو دغه ډیوه تر ننه ځلانده او روښانه وساتي . په همدې توګه د وطن تکړه لیکوال او سیاستپوه محترم دلجو حسیني او د هیواد راډیو همکارانو آغلې انیسه رحیمې ژواک ، او ډاکټر صاحب پایز خپلې ارزښتناکې ویناوې وړاندې کړې. د غونډې پنځم ویناوال محترم استاد عبدالوارث حبیبی وو، دوې چې د تل لپاره د هیواد راډیو یو دایمې، مشاور او منتقد اوریدونکۍ پاتې شوې دۍ د راډیو کارکونکو ته د څلورمې کلیزې مبارکۍ وړاندې کړه او د دوې فعالیتونه یې وستایل او هم د راډیو د لنډې تاریخچې په هکله وغږیدل. بیا د هیواد راډیو کارونکې ډاکټر شهلا صافۍ د راډیو د کارکونکو ، چې په دې څلورو کلونو کښې راډیو سره د همکار په توګه پاتې شوي دي، او د هغوي خپرونې په لاندې ډول ګډونوالو ته وروپیژندلۍ :
ظهیر پکتین : افغان غږ او اوریدونکي
خوشحال یوسفزۍ : خبرې او سندرې
مسعوده قاضي  : ادبی هنر ی ډالۍ
فوزیه بلال : زمونږ په نړۍ کښې ، ښځه او ټولنه، اخلي پخلي
جاوید رباني وطنیار : زمونږ په نړۍ کښې، ساینسې توکي، روغتیا
لیزا رسول: اخبار جالب ، در سیاره ما
لینا احمد : ادبې دردانې
ډاکټر محمد اکرم ملکزۍ : روغتیا
استاد شهسوار سنګروال: افغانان په نړۍ کښې
ډاکټر شهلا صافۍ : روغتیا ،افغانان په نړي کښې،  اخبار جالب، اخلي پخلي، ښځه او ټولنه
سباوون رباني او ظهیر پکتین : سپورت او سلامتیا
فهیم حبیبي : نړیوال ریکارډونه، افغانان په ناروي کښې
پسرلي ژواک: کاروان حله
هیلي رباني او ملالۍ الکوزۍ : د نور کاروان ، بانوۍ افغان
انیسه رحیمي ژواک: ښځه او ټولنه ، مهمان هفته
ډاکټر پایز : کهکشان
ممله صافۍ، سلګې رباني، او مروه صافۍ : د ماشومانو نړۍ
عصمت عطا منصور : غرمه له مونږ سره
ډاکټر صفی الله اتل : روغتیا
خالد خان صافۍ: د وریښمو کاروان
ډاکټر عیسی ستانکزۍ: د ژوند آواز ، زمونږ په نړۍ کښې ، روغتیا، د اونۍ میلمه
شاه الرحمن ځواک: د ښاپیرۍ ورغوۍ
مجیب الرحمن پیام : کتابونه دریابونه، زمونږ په نړۍ کښې ، ساینسې توکي
میلاد شریف: پروګرام ویژه ، مهمان هفته ، شعر و ادب
پرخه اتل : ښځه او ټولنه
ابدالې واک ، هیواد واک، میوند منګل ، فرهاد منګل، مسیح دلجو او پاڅون رباني : د ځوانانو نړۍ
خلیل شاهین : زمونږ په نړي کښې
د غوندې دوهمې برخې نه د مخه د راډیو د کلیزې په ویاړ د ناروې نه بهر د هیواد راډیو ډیرو معززو همکارانو او کارپوهانو رالیږلي غږیز او کتبې پیغامونه واورول شول چې دوې هر یو محترم استاد شهسوار سنګروال د لندن نه، آغلې زرغونه عطا ژواک د آلمان نه، ښاغلي میلاد شریف د ډنمارک نه ، او آلمان نه د محترم ډاکټر اکرم ملکزې پیغام د هیواد راډیو تکړه ویاند فهیم حبیبی له خوا ولوستل شو.
په همدې توګه ځوانې سندرغاړې منیژه پوپل په خپل خوږ غږ د اجمل آټک یوسفزي او لینا احمد ښکلي شعرونه زمزمه کړل .  
لکه چې مو وویل د غونډې دوهمه برخه  مشاعرې ته ځانګړې شوې وه او په دې برخه کښې مشرانو ، مخورو او ځوانو شاعرانو د خپل ښکلو شعرونو دکلمې سره ګډونوال داسې مجذوب کړي وو چې ان تر نیمې شپې یې دوام وموند. د هغو درنو شاعرانو نوملړ چې شعرونه یې وړاندې کړل په لاندې ډول دۍ :
محترم الحاج امانزی ،محترم عظم الدین عالمی ،اغلې مېرمن نورسراج صافۍ، محترم جنرال غلام ربانی وطنيار ، محترم استاد خرم ، محترم استاد عبدالوارث حبیبی ، محترم دلجو حسیني ، مېرمن لينا احمد، پسرلي ژواک، عصمت عطا، ډاکتر پايز، ريدي ګل صافي، اجمل اټک يوسفزي، سحر ، عاطفه ، منیژه پوپل ، سباوون رباني ، خوشحال یوسفزۍ، احمدجان پايز او يو شمېر نور٠
د غونډې په پاې کښې د غونډې کوربنو لینا احمد او لیزا رسول د ټولو میلمنو او یادو فرهنګي دوستانو او همکارانو نه یوه نړۍ مننه وکړه او دوي ته یې د پاک الله د دربار نه  د بریاوې او سوکالې استدعا وکړه.
درناوي


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery