مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لندن : دحاجي اسدالله خالد په ویاړ غونډه جوړه سوه !

benawa afghanistan

لندن، انګلستان

نن  د بریتانیا د لندن  ښار یو  ډیر شمیر روښانفکرانو او د ټولنیزو او فرهنګی شخصیتونو  د افغانستان د ځوان ټولنیز او سیاسی شخصیت اسدالله  خالد،  چی څه  وخت ترمخه د یوه ځانمرګی برید په نتیجه کی ټپی سوی و، د روغتیا لپاره  دعا وکړل.

د دعا په هغو مراسمو کښی چی د لندن د ښار په یوه افغانی  رستوران  کی تر سره شول، د قرآن  مجید د  څو آیاتونو تر لوستلو وروسته  فدا محمد نظری د نورو په استازیتوب یوه لنډه وینا واورل او  اسداله خالد یی د هیواد یو ځوان او دروند  سیاسی او ټولنیز شخصیت وګانه چی هر وخت و  خپل هیواد ته د وړ  خدمتونو مصدر شوی دی.
نوموړی د ناروغانو پوښتنه او د هغوی د روغتیا لپاره دعا کول یو غوره اسلامی او افغانی دود و ګانه.
نورو وینا والو هم هر یوه په خپل وار په هیواد کی  هغو جنګی شرایطو ته ګوته ونیول چی دغه ډول غمیزی رازیږوی او د دوامداری سولی غوښتنه یی و کړل.

غونډه د دعا په کولو او د ځوان قاری «پښتون نظری» له خوا د پاک قرآن د ز یاتو آیاتونو تر تلاوت او د ډوډی تر خوړلو وروسته پای ته ورسیدل.





Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery