چې مې خواته راشي،زړه مې په درزا شي
کــلــه مـــې رضا شي،چې لـــه ما جدا شي
اف!قـاتـل باڼـه دې بــیـا کـــوی قــتــلــونـه
جــلادان خـــو تـــل مــقتول لـــره سلا شي
مـجنون بــه سـل ځلې پــر مــا آفرین کړی
کــه یــو ځـل خبر مـې د سر له غوغا شي
اې د جــګــو غــرونـــو لــیــونۍ جــانـانـه
لیــوني بــه د ښــار خــلک په رښـتـیـا شي
ستا پـــه شونډو کې مسکا،سترګو کـې حیا
زمــا ژونـــد تـــه دغــه دوه څېزه بلا شي
مورې څـــه لــه سپــېلني راته لوګي کړې؟
د عشق رنځ چېرته روغ په دم او دوا شي
ســتا پــه ســـاده کـــتــو په ســـاده خــبــرو
دا ســــاده احـــمـــدزی بـــه اخر رسوا شي