مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له سليم سافي سره د کابل د غونډې په تړاو مرکه

سيدحسين پاچا

 

که د علماو اوسنۍ غونډه د امريکې او د افغان حکومت تر سيورې لاندې وي، نو د طالبانو هغه مخکېنۍ غونډه د چا تر سيوري لاندې وه؟ پرته له شکه چې دا غونډه به د يو چا تر سيوري لاندې کيږي، خو هغه مخکېنۍ غونډه هم د يو چا تر سيوري لاندې وه. چې داسې ده، نو بيا ولې په پيل کې مولانا فضل الرحمن ومولانا سميع الحق له دوو لوړپوړو برتانوي ديپلوماتيکو چارواکو سره کتلي وو چې په پايله کې يې بيا تحريک رامينځته شو؟

کرزی خو طالبانو ته د ورونو خطاب کوي او خپله مشر ملا صاحب هم له يو پاکستاني جنرال سره په خبرو کې ويلي وو چې امريکا ما ته ((ټوريست)) وايی، نو ولې يې پړه پر کرزي واچول شي؟ دا چې امريکا يې ورته وايی، نو بيا خو پاکستان هم ورسره شريک دی. دوی خپلې واورې اوس زموږ پر بام رااچوي

فرماتے ہیں کہ ’ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ۔ (جنرل اور معصوم مُلاّ)‘


فتاوی فريديه :
[[کۀ چېرې يو مسمان د ځان سره بم وتړی، د دې لپاره چې دښمن تباه او برباد کړی او ورته لوی نقصان ورسوی، ايا دا عمل (سرښندنه) روا ده او که نه؟
عرفًا خو دا جايز دي. ځکه چې نفسياتي جذبه ده، خو ولې شرعًا دا خودکشی ده، په خيرالقرون کې دغسې پېښه نه ده شوې.
فتاویٰ فريديه، دويم جلد ، ۶۵۹ مخ ،او سه ماهه الفريد جلد ۴ ، شماره ۱ تا جلد ۵ شماره ۴
له دې دا جوتيږي چې ځانمرګې  حملې حرامې دي. هغه که په پاکستان کې وی او که په بل ځای کې. ځکه چې اللّه تعالیٰ قرآن پاک کې بيا بيا د جنګ د مکمل و پوره تياري او هم د ځان د پوره حفاظت احکامات رالېږلی دي.]]


بي بي سي :
افغان چارواکي وايی د افغانستان و پاکستان د مذهبي عالمانو ترمينځ په کابل کې د مارچ د مياشتې په پام کې لرونکی کنفرانس د دوی ترمينځ د توپيرونو له امله ځنډېدلی دی. په پام کې وه چې د کنفرانس په افغانستان کې د سوله ييز بهير سره مرسته کړی وای او د شريعت له نظره د ځانمرګيو بريدونو په اړه بحث پکې شوی وای، خو څه موده وړاندې د پاکستاني عالمانو د شوری مشر طاهر اشرفي ويلي وو چې کنفرانس ته ځکه نه ورځي چې دوی يعنې د افغان حکومت د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته د ترهګر خطاب کوي.

د فبرورۍ پر لسمه بيا د افغانستان د ديني عالمانو يو پلاوی په دې هيله اسلام اباد ته ولاړ چې په هغه هېواد کې له مذهبي مشرانو سره د ګډ کنفرانس د جوړېدو په هکله خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې مې د چارو له کارپوه سليم ساپي نه د کنفرانس د ځنډېدو په اړه لاملونه وپوښتل :
له ټولو نه ګډ علت خو مو دا ښکاري چې پخپله باندې دا کنفرانس ډېر بې وخته دی او بېوخته داسې دی چې دا رقم کنفرانس يا دا رقم کنفرانس چې په هغې کې د قتال يا د جهاد او يا د ځانمرګي بريدونو د شرعي حيثيت په باب باندې څه فيصله شوی وای، نو دا د ۲۰۰۱ ز کال وروسته په کار وو. او اوس په داسې حال کې چې امريکايان له افغانستانه د وتو په حال کې دي او د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې هم کيږي، نو زه فکر کوم چې دا وخت د دا قسم فيصلو لپاره شايد زيات مناسب نه وو.

دويمه خبره دا ده له کله نه چې دا کنفرنس اعلان شو، نو افغاني طالبانو نه يوازې دا چې له هغې سره يې مخالفت څرګند کړ، بلکې زما د معلوماتو مطابق هغوی په افغانستان کې هم او په پاکستان کې هم علماو ته داسې پيغامونه لېږلي دي چې هغوی دې په دې کنفرنس کې له ګډون نه ډډه وکړي او بيا دا په دې وخت کې زه فکر کوم چې نه په پاکستان کې او نه په افغانستان کې ديني ګوندونه يا علما هغوی دې ريسک (خطر) ته چمتو نه ښکاري چې په داسې يو رقم کنفرنس کې دې ګډون وکړي چې هغه د امريکې د سيوري لاندې، د افغان حکومت د سيوري لاندې کيږي او طالبانو ورسره مخالفت هم څرګند کړی دی.

خو خبره دا ده ساپی صاحب چې د سولې په لاره کې هر ډول هلې ځلې چې هر وخت وي او په هر شکل کيږي ښايی چې د سولې په راوستلو کې مثبته نتېجه ورکړي. کله کله داسې ويل کيږي چې ګواکې د پاکستان عالمان په دې برخه کې هغسې چې ښايی هغسې لېوالتيا نه لري ستاسو نظر په دې اړه څه دی؟

جي، د پاکستان چې کوم علما دي زياتره هغه د سياسي مذهبي ګوندونو پورې تړلي دي، لکه زياتره علما په پاکستان کې هغه د مولانا فضل الرحمن په ګوند کې دي يا هغه د مولانا سميع الحق په ګوند کې دي يا بيا هغه د جماعت اسلامي ګوند کې دي. يا که بيا شيعه علما دي هغوی بيا د شيعه علماو په سياسي ګوندونو کې دي دغه ټول ګوندونه د امريکې او په افغانستان کې د ناټو د عملياتو هم مخالف دي او د کرزي صاحب د حکومت هم مخالف دي او په دې کې په خاصه توګه د ديوبند پورې تړلي علما يا د جماعت اسلام پورې تړلي ګوندونه هغوی د طالبانو د ريزيسټينګ يا د مقاومت د هغې ملاتړ کوونکي دي په کولاو (پراخ) ميدان کې او دغه رنګې دوی بيا په پاکستان کې هم د حکومت مخالفې ډلې دا وخت حسابيږي، نو زه فکر کوم چې په دې حالاتو کې صرف هغه علما د پاکستان د حکومت په بلنه باندې راځي چې هغوی به د پاکستان د حکومت په خواست يا بلنه باندې دې کنفرنس ته ولاړ شي کوم ته چې په دې سيمه کې د سرکار علما ويل کيږي او کوم چې د سرکار تابعدار يا وظيفه خوار حسابيږي.
(په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه سليم ساپی وو)

يو تن بل نظر وړاندې کوونکی :
زه حسين خان ملاخېل له ديره اسماعيل خانه غږېږم؛ زما پيغام دا دی چې د افغانستان خلک او د افغانستان حکومت، د افغانستان ګورنمنټ او د افغانستان عوام که چېرې په افغانستان کې امن غواړي، نو د پاکستان د ګورنمينټ او د پاکستان د عوامو شکريه دې اداء کړي . د پاکستان عوام او د پاکستان حکومت چې له دوی سره کوم ښه او کوم خير رسولی دی د هغوی دې دوی شکر اداء کړي، نو بيا ان شاءالله په افغانستان کې امن راتلی شي.
 
نوټ :
افغانان پاکستان خپل دويم ټاټوبی او خلک يې خپل اسلامي ورونه بولي، خو مننه (شکريه) اداء کول او لاسوهنه يا د طالب تر نامه لاندې نااعلان شوې جګړه او د افغانانو سياسي سرنوشت په خپل لاس کې اخېستل سره جلا ټکي دي. د قرآن پاک مطابق ((قول معروف خير من صدقة يتبعها اذی)). شرعي مساله دا ده چې که يو څوک له چا سره مرسته کوي، نو ورته دې نه وای چې ما ته ((دوعا)) وکړه، بلکې هغه ته دې يې پرېږدي چې دوعا ورته کوي او يا نه؟ بې له هغې الله تعالی د چا اجر (ثواب) نه ضايع کوي. نو دا اوس د دوی پورې اړه لري چې خپل اجر په دنيا غواړي او که په آخرت کې؟

په درنښت

http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2012/03/000001_dawn1.shtml

http://www.taand.com/news/id-38523/د_افغان_او_پاکستاني_طالبانو_کنفرانس_به_نور_هم_وځنډېږي.html

http://criticalppp.com/archives/28998

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery