مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اتصالات لخوا د 4G څلورم نسل ټکنالوژي وړاندې کیږي

د افغانستان اتصالات لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې یې د3.75G  خدمتونه په لاره واچول، نن ورځ یې د یوې غونډې په ترڅ کې  د 4G څلورم نسل د خدمتونو د وړاندې کولو اعلان هم په یوه خبري غونډه کې وکړ.

د څلورم نسل خدمتونه تر 100Mbps پورې چټکتیا لري او په لنډ مهال کې د ډیرو معلوماتو د استولو او ترلاسه کولو وړتیا لري. ددې خدمتونو چټکتیا د اوسني 3G څخه ۳ برابره ډیره ده او د غټو فایلونو د راښکته کولو، په ژوندۍ بڼه د ټلویزیون د کتلو، د غوره ویډیويي اړیکو نیول او د ګټه اخیستونکو لپاره انلان ساتیریو لوبو د ترسره کولو زمینه برابروي.

له کوم ځایه چې پوهیږو انټرنټ زمونږ په ژوند کې ډیر مهم رول لوبوي او کولای شو، چې ډیری چارې انلاین ترسره کړو، د 4G خدمتونه ته لاسرسی هم مونږ  ته ددغو چارو په ښه توګه د ترسره کولو زمینه برابروي. د بیلګې په ډول د یو موټر له بل سره وصلیدل ددې سبب کیږي چې دویم موټر ته اندازه ولګیږي چې آیا مخکې څه پیښ شویدي، همدارنګه د 4G خدمتونو سره هم پوهیږو چې د هرڅه حالات ژوندی تصویر  وګورو، لکه د مخکینې موټر په ناڅاپې بریک نیولو سره ورپسې موټر ته پته لګیږي، چې وړاندې څه پیښ شویدي.

په حقیقت کې چټک انټرنټ اونوی خدمتونو ته لاسرسی د روغتیا، ادارې، ټکنالوجي د بهبود سبب ګرځي، ګټه اخیستونکي کولای شي، چې ټلویزیون وګوري، ویډیويي اړیکې تینګې کړي، انلاین شاپنګ وکړي او ټولنیزو رسنیو، ساتیریو او معلوماتو ته په ډیره اسانۍ سره لاسرسی ولرو. همدارنګه کولای شو، چې د موبایل وسیلو او انټرنټ څخه د 4G په شبکه کې غوره استونه ترسره کړو.

پدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د افغانستان اتصالات عمومي اجراییوي مشر ښاغلی احمدالحسني وویل، نن ورځ ډیر خوښ یم چې افغان ولس ته د څلورم نسل د خدمتونو په بریالۍ توګه د ازموینې خبر ورکړم، اتصالات د پرلپسې پرمختګ په لړ کې دادی  اوس تاسو ته د څلورم نسل عصري ټکنالوژي وړاندې کوي. د څلورم نسل یا 4G خدمتونو وړاندې کول ددې ښکارندويي کوي چې مونږ د خپلو ژمنو سره سم د عصري ټکنالوژي وړاندې کولو ته ژمن یو. اتصالات تل هڅه کړې ده، چې د عصري ټکنالوژي په وړاندې کولو سره د افغانانو لپاره د  پرمختګ زمینه برابره کړي، ددې ټکنالوژي سره کولای شو، چې په ښه او اساس ډول خپله سوداګري په مخ بوځو او د نړۍ په هر ګوټ کې له یو بل سره په اړیکه کې واوسو.

د افغانستان اتصالات د بازارموندې د څانګې مشر ښاغلي یاسر ابولعمایم وايي؛ په افغانستان کې د څلورم نسل د ټکنالوژۍ وړاندې کول زمونږ لپاره ډیر د خوښۍ ځای دی. ددې خدمتونو څخه دګټې اخیستنې په صورت کې زمونږ پیریدونکي کولای شي، چې تر 100Mbps چټکتیا سره له انټرنټ څخه خوند واخلئ.

د ویلو وړ دی، چې له دې خدمتونو څخه په آيي فون او د سمسونګ په موبایلونو، نوکیا، HTC او هووای موبایلونو کې ګټه اخیستلی شو. په افغانستان کې د څلورم نسل دټکنالوژي په وړاندې کولو سره افغانستان د نړۍ له څو لومړنیو هیوادونو څخه دی چې دا خدمتونه وړاندې کوي.

 د اتصالات په اړه:- د اتصالات ګروپ مرکزي اداره په منځني ختیځ ابوظبی کې موقعیت لري، په منځني ختیځ او افریقا کې د مخابراتي خدمتونو ستر وړاندې کوونکې کمپنۍ  ده، چې د ۲۰بلین ډالرو په ارزښت بازار او ۸ بلین ډالره کلنۍ ګټه وټه لري.اتصالات  په ۱۸ هیوادونو کې آسیا، منځني ختیځ اوافریقا کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي،  چې د پوښښ ساحه یې تر ۲ بلین وګړو پورې رسیږي. اوس مهال په نړیواله کچه د موبایل، ثابتې کرښې او انټرنټ خدمتونو سره یې د پیریدونکو شمیر تر ۱۴۰ ملیونه څخه اوړي. د عربو متحده اماراتو اتصالات د ۲۰۱۰ کال د  دسمبر په میاشت کې  د کال ترټولو غوره وړاندې کوونکي جایزه لاسته راوړه، او د کال د ترټولو غوره انټرنټ خدمتونو وړاندې کوونکي هم دی. د اتصالات ګروپ همدارنګه په افریقا کې د غوره خدمتونو د چمتو کوونکي جایزه هم ترلاسه کړیده، همدارنګه د مصر (اتحاد اتصالات) د منځني ختیځ د کال د غوره خدمتونو د وړاندې کولو جایزه لاسته راوړې ده.
د نوي ټکنالوژي په وړاندې کولو سره اتصالات د نړۍ له ۱۰ غوره مخابراتي کمپنیو په قطار کې راځي.

د افغانستان اتصالات په اړه:-  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او په نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی.اتصالات لومړۍ مخابراتي شبکه ده چې په افغانستان کې یې 3.75G خدمتونه په لاره واچول او د لوبو له لارې غواړي چې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته پرمختګ ورکړي. د اتصالاتو شرکت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې رسمي تمویلوونکی دی. اتصالات افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او تردې دمه یې په بیلا بیلو برخو کې لکه پوهنه، روغتیا، لوبې او ټولنیزو چارو په ترسره کولو له افغانانو سره د زړه له کومې مرستې کړیدي او د اتصالات شرکت همدارنګه د افغانستان د ملي لوبې وزلوبې تمویلوونکی هم دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery