مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فراه کې ۴۰ خبریالان د ژورنالیزم د مهارتونو د کورس څخه فارغ شول

benawa afghanistan
ابراهیم محمدی


په فراه ولایت کې خپلواکه خبریال
د لومړۍ ځل لپاره په فراه ولایت کې څلویښت تنه ځوان خبریالان د ژورنالیزم د مهارتونو د زده کړی مسلکي کورس د پایته رسولو څخه وروسته، د فراغت سند ترلاسه کړل.
همایون ذهین د فراه ولایت د خبریالانو د خپلواکي ټولني مرستیال چې ددي کورس د شاملینو د روزنيز  چاري مسوولیت يې درلود، وویل: د ژورنالیزم د مهارتونو ۱۵ ورځني مسلکې روزنیز کورس، په فراه ولایت کې د همګان د خپلواکه کلتوري او ټولنیزي بنسټ په نوښت او د ولایت د مقام په مالي مرستي جوړه شوي وه.
نوموړي زیاته کړه چې پدي کورس کې ۲۰ تنه ناړینه او ۲۰ تنه ښځینه سیمه يېز او د ملي رسنیو خبریالان ګډون درلود، چې پکې د خبر دلیکلو مهارتونه، فیچر لیکنه، واکس پاپ، په رادیو او تلویزیون کې ویاندوی، مرکه، د عکس نیولو(فوتوژورنالیزم) تکنیکونه، سوژه، په مطبوعاتو کې د درست لیکني چل، د نوټ اخیستلو چل، د کول اډیټ سره عملي کار او ...، ترڅنګ د کورس شاملین، دفراه د محلی رسنیو د کار څخه د نږدي لیدنه يې کړي.
په فراه ولایت کې اوس مهال د ملی تلویزیون ترڅنګ، د فریاد خصوصي رادیو، د همګان، سیستان، اوښکه، پاڅون، فرادتا چاپي خپرونې ترڅنګ، د فراه ملي رادیو هم په دي وروستیو کې بیرته فعاله شوي ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery