مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ـ د ۱۳۹۱ کال د حوت درېیمه (د ۲۰۱۳ کال د فبروري ۲۱)

د افغان کلتوري ټولنو جرګه

ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځې. څیړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړي اساس دی او  له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل د ماشوم  ايستل دي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه په همدې مناسبت لاندې معلومات له ګرانو هیوادوالو سره شریکوي:


د دې ليکنې موضوعات
1) د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې تاريخچه
2) د مورنۍ ژبې ارزښت
3) قانونيت: اسلامي او ملي احکام
4) د نړيوالو قوانينو له مخې د ژبې ارزښت
5) ماشوم ته يې (پېداګوژيکي او اروايي)ګټې
6) د نورو هېوادونو تجربې
7) د افغانستان واقعيتونه او ستونزې
8) حل لارې او وړانديزونه
9) د افغان کلتوري ټولنې د کارونو لنډیز
د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې تاريخچه
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ  هر کال د فبروري په ۲۱ مه لمانځل کیږي چې د ژبنۍ، کلتوري رنګارنګۍ او څوژبې زده کړې په باب خبرتیا لوړه شي.
د ۱۹۴۸ د مارچ په ۲۱ د پاکستان مشر محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازني ژبه اعلان کړه، خو بنګله دیش (د هغه وخت ختیځ پاکستان) ته دا د منلو نه وه؛ خپله بنګالي ژبه یې هم په رسمیاتو او زده کړو کې شامله غوښته. د پوهنتون زده کوونکو د جناح د پریکړې پر خلاف لاریونونه پیل کړل. پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ کال د فبروري د ۲۱مې پر سوله ایز لاریون ډزې وکړې او د ډاکې د ملکي پوهنتون او طبي پوهنتون څو تنه محصلان یې شهیدان کړل.
دغه ورځ بیا بنګالیانو هر کال لمانځله او ملګرو ملتونو ته یې وړاندیزونه وکړل چې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ دې شي. 
د ۱۹۹۹ د نومبر په ۱۷ یونسکو په خپله لویه غونډه کې دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله چې د بنګله دیش د ژبې د حرکت د ورځې درنښت او دوام دی او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي. له ۲۰۰۰ کال راپدې خوا د دې ورځې لپاره یونسکو په دې ډول شعارونه ټاکلي دي:
 ۲۰۰۰ کال پرانستونې لمانځنه
 ۲۰۰۱ کال: دوهمه کلیزه لمانځنه
 ۲۰۰۲ کال: د ژبو رنګارنګي: ۳۰۰۰ ژبې د منځه تلو خطر سره مخ دي؛ د ژبو په اسمان کې هره کلیمه یو ستوری دی
 ۲۰۰۳ کال: څلورمه کلیزه لمانځنه
 ۲۰۰۴ کال: د ماشومانو زده کړه په مورنۍ ژبه .پدې کال د ماشومانو د زده کړې یو نندارتون جوړ شو
 ۲۰۰۵ کال: د معلولینو ژبه او اشاروي ژبې،Braille and sign languages
 ۲۰۰۶ کال: ژبې او نړیوال جال
 ۲۰۰۷ کال: د څو ګونو ژبو ښوونه او روزنه
 ۲۰۰۸ کال: د مورنیو ژبو نړیوال کال
 ۲۰۰۹ کال: لسمه کلیزه لمانځنه
 ۲۰۱۰ کال: د کلتورونو د تفاهم او نژدې کیدو نړیوال کال 
 ۲۰۱۱ کال: د ژبو او ژبنۍ رنګارنګي د ساتنې او ودې لپاره معلوماتي ټکنالوژي او پوهاوی
 ۲۰۱۲ کال: د مورنۍ ژبې ښوونه او عمومي پوهنه
 ۲۰۱۳ کال: مورنۍ ژبه او کتابونه
د مورنۍ ژبې ارزښت
ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یوځای کیدو او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. اوس دا لا ډیره روښانه شوې ده چې ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. همداراز ژبې د همکاري، عمومي بشري شعور د ځواکمنۍ او کلتوري میراثونو د ساتنې مهمې وسیلې دي. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت  دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو. ماشومانو ته باید په هغه ژبه زده کړې ورکړل شي چې دوی پرې ښه پوهیږي، ځکه دا دوی ته حیاتي ارزښت لري اوددې وس ورکوي چې له باکیفیته پوهنې خوند واخلي. مورني ژبې زموږ لپاره عموما په څو دلایلو ډیره مهمې دي
1) هره ژبه د الله (ج) د قدرت یوه نښه ده. هیڅ ژبه تر بلې ښه یا بده نه ده او هر یوه با ارزښته، درنه، خوږه او مهمه ده.
2) په مورنۍ ژبه زده کړه د زده کړې په ټولو مرحلو کې یو بشري حق دی چې باید ټول زده کوونکي ترې برخمن شي.
3) هره ژبه د بشریت د ګډ عقل/ پوهې او درک یوه شریکه پانګه ده او د یوې ژبې په له منځه تلو او کمزوري کیدو ټول بشري تفکر ته زیان اوړي.
4) پوهنو او معلوماتو ته لاسرسی یو بشري حق دی؛ چې په مورنۍ ژبه کې تر هرې بلې ژبې ښه تر سره کیږي.
5) ژبه د هویت او شناخت (پیژندنې) یوه مهمه برخه ده، چې یو بشري او الهي حق دی. موږ هغه څه یو چې زموږ ژبې دي، د ژبو په ساتلو موږ خپل ځانونه ساتو.
6) تر ټولو مهمه خبره داده چې موږ ته په ملي کچه ګټې لري؛ هغه دا چې:
a. ملي وحدت/ ملي هويت مو پياوړي کوي.
b. د هېواد متوازن علمي/ کلتوري پرمختګ ممکنوي.
c. د محروميت او توپير له منځه تګ سره مرسته کوي.
d. د دولت او خلکو تر منځ اړيکي ټينګوي.
e. په پوهنه او کلتور کې د ولسونو معقوله نماينده ګي تضمینوي.
f. د پرمختيايي منابعو عادلانه وېش ته زمینه جوړوي.
g. د ګیلو ګوذارو او ټولنيزو لانجو او ناندريو مخنيوى کوي.
د هرې مورنۍ ژبې پرمختګ بايد د زغم، پوهاوي او خبرو اترو په روحيه د نورو ژبو د متوازن پرمختګ سره يو ځای په پام کې ونيول شي.
قانونيت: اسلامي او ملي احکام
1) قراني لارښود:
- وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ.  ترجمه : او (د الله) د قدرت له نښو څخه د اسمانونو او ځمکو پيدا کول او ستاسو د ژبو او رنګونو رنګارنګي ده. او په دې کې د پوهانو لپاره نښې شته. (الروم، ٢٢ ايت)
- وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا. ترجمه : او (الله) ادم ته د ټولو شيانو نومونه ورښودل (البقره،
- خَلَقَ الْإِنسَانَ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ. ترجمه : (الله) انسان پيدا کړ او ژبه يې ور زده کړه. الرحمن، ٣-٤ ايت
- وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُم. ترجمه :او نه دى لېږلى موږ هېڅ يو پيغمبر، مګر د هماغه قوم په ژبه، چې (پيغام) دوى ته روښانه کړي. (الابراهيم)

2) د افغانستان اساسي قانون
a. ۱۶ ماده : د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشته يي، نورستاني، پاميري او په هېواد کې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. په هغو سيمو کې چې د خلکو اکثريت يې له ازبکي، ترکمني، بلوڅي پشه يي، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې کوي، له پښتو او دري سربېره هغه ژبه درېيمه رسمي ژبه ده.......دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه طرح او تطبيقوي.
b. ۴۳ ماده ماده :... دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبيق کړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کېږي لاره هواره کړي.
3) د افغانستان د پوهنې نصاب: په ښوونځيو کې تدريس په هغو ژبو کېږي چې په اساسي قانون کې تسجيل شوې وي.٧ ماده
د نړيوالو قوانينو له مخې د مورنۍ ژبې ارزښت
1) د بشر حقوقو نړيواله اعلاميه: ټول انسانان خپلواک پيدا شوي او په حقوقو او پت کې مساوي دي. بايد يو له بل سره د ورورولۍ په روحيه چلند وکړي. (لومړۍ ماده). ميندې او پلرونه حق لري چې د ماشومانو لپاره يې د ښوونې او روزې ډول غوره کړي. (٢٦ ماده، درېیم بند)  
2) د ماشومانو د حقوقو تړون CRC : د ماشوم مور و پلار ته؛ د ده خپل کلتور، ژبې او ارزښتونو ته؛ د هغه ملت ملي ارزښتونو ته چې ماشوم ورپورې اړه لري؛ هغه هېواد ته چې ماشوم په کې اوسېږي او يا اصلاً د هغه وي؛ او نورو تمدنونو ته (بايد) درناوي رامنځته شي. (١٧ ماده). ماشوم بايد له خپلو دې حقوقو بې برخې نه شي چې له خپل کلتور څخه خوند واخلي، خپل مذهب ومني او عملي يې کړي او خپله ژبه وکاروي. (٣٠ ماده).
3) د يونيسکو د مديرانو جرګې اعلاميه: ....له دې کبله هر وګړى دا حق لري چې خپل ځان (خپل فکر) څرګند کړي او خپلې چارې او کارونه د خپلې خوښې په ژبه، په تېره بيا په مورنۍ ژبه کې رامنځته او خپاره کړي. د ژبو د رنګارنګۍ د هڅونې تر څنګ او ورسره مورنۍ ژبې ته د زده کړې په هر پړاو کې درناوى او د څو ژبې زده کړې پالنه له تنکي عمره په کار ده.
4) د ملګرو ملتونو نور اړوند اسناد
a. د عمومي غونډې د ١٩٩٢ د دسمبر ١٨، ١٢٥/٤٧ پرېکړه ليک
b. د ملګرو ملتونو منشور
c. د ډله ييزې وژنې او جرمونو د مخنيوي او جزا تړون
d. د نژادي توپير د ټولو ډولونو پر ضد نړيوال تړون
e. د مدني او سياسي حقوقو نړيوال تړون
f. د اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو حقوقو نړيول تړون
g. د مذهب او عقيدې پر بنسټ د هر ډول نازغمۍ او توپير پر ضد اعلاميه
h. او نور  اسناد چې په سيمه ييز ډول له اړونده دولتونو سره لاسليک شوي دي.
ماشوم/ زده کوونکي ته په مورنۍ ژبه د زده کړې (پېداګوژيکي او اروايي)ګټې
a. پيداګوژيکي ګټې یې دادي چې زده کوونکی چټکه زده کړه کوي، د لفظونو ذخېره یې زر پیاوړي کیږي، د درس اساسي موضوع ژر اخلي او ښه یې تعبيروي، د نورو ژبو زده کړه ورته اسانیږي، په تفاهم او پوهاوي کې پياوړی کیږي،  IQ یې لوړه روزل کیږي، له زده کړې ښه او پوره ګټه اخلي، او له نړيوالتوب سره اسان تطابق کولای شي.
b. اروايي ګټې یې دادي چې زده کوونکی پر ځان اعتماد او باور پیدا کوي، له اروایي عقدو خلاص وي، لوړ احساساتي لياقت (EI) پکې روزل کیږي، د ناکامۍ او محروميت له احساس څخه خلاص وي، متوازن او حوصله لرونکى شخصيت  ترې جوړیږي.
د مورنۍ ژبې د ارزښت په باب په تېرو ٣٠ کلونو کې ١٥٠ څېړنې شوي؛ چې د نتیجو لنډيز یې دا ډول دی :
 له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل، د ماشوم د ايستلو په معنى دى.
 که د ماشوم د مورنۍ ژبې پرمختيا ته پام وشي، د بلې ژبې او نورو علومو زده کړه اسانوي.
 د مورنۍ ژبې سره يو ځاى د بلې ژبې پيل له کوچينوالي څخه يو پر بل ګټوره اغېزه لري.
 د ماشوم د مورنۍ ژبې د زده کړې پرمختګ د ماشوم نورې وړتياوې هم پياوړې کوي.
 هغه وخت چې د مورنۍ ژبې په زده کړه لګېږي د ماشوم د اکاډميکي ودې مخه نه نيسي بلکې پياوړې کوي يې.
 د ماشوم مورنۍ ژبه هغه وخت ډېره زيان منونکې ده چې له لومړني سره ورته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينه برابره نه شي.
 په مورنۍ ژبه زده کړه بايد له وړکتونه، بیا له ١- ١٢ ټولګې او بيا د پوهنتون په ټوله دوره کې برابره شي.
(د ټورنټو پوهنتون استاد، جېن کومنس د څېړنو لنډیز)
د نورو هېوادونو تجربې
هغه هېوادونه چې د مورنۍ ژبې ستونزه يې نه ده حل کړې، تل له ټولنیزو نارضایتیو، ناندریو او ستونزو سره مخ وو او دي، د بېلګې په توګه یې څو نومونه یاددو:  ايران، پاکستان، افغانستان، د منځنۍ اسيا هېوادونه او نور.
هغه هېوادونه چې دا ستونزه يې حل کړې ده، د نورو پرمختیاوو پر مخ یې دروازې خلاصې کړي دي :
 سوېتزرلېنډ کې څلور ژبې رسمي دي او یو با ثباته او آرام هیواد دی.
 د امريکا متحده ايالاتو کې ژبنۍ رنګارنګي قانوني ده او سیمه ایز وګړي پخپلو ژبو زده کړې کوي.
 کاناډا دوه رسمي ژبې لري او پوهنه او کار ټول په دواړو ژبو تر سره کیږي.
 سويډن کې که یو ماشوم هم وي، په مورنۍ ژبه یا د مورنۍ ژبې د زده کړې امکانات ورته برابروي.
 بلجيم کې که یو چا ته خپل د پیژندو کارت ورکړې او په یوه ژبه وي، بېرته یې درکوي او درته وایي، زما د هیواد دواړو رسمي ژبو ته باید درناوی وکړې او کارت دې په دواړو ژبو ولیکه .(که څه هم لیکل شوې ژبه دده مورنۍ ژبه وي).
 هندوستان د څو ګونو ژبو، قامونو او مذهبونو د یو سوله ایز هیواد یوه تر ټولو ښه بېلګه ده.
 اروپايي اتحادیې د څو ژبې او څو ملتیزه اروپا لپاره د ژبو یوه پالیسي جوړه کړي ده تر څو یقیني کړي، چې ټولو ته یو شان ارزښت ورکول کیږي او هر قام یو شان اواز لري.
 تایلند د ژبو یوه جامع پالیسي لري؛ چې د ملي، محلي او نړیوالو ژبو د توازن او تناسب بېلابېل اړخونه یې پکې روښانه کړي دي. 
د افغانستان واقعيتونه او ستونزې
حقوق: د افغانستان د اساسي قانون او نورو معتبرو اسنادو له مخې ژبنى حق د بشري حقوقو د مهم جز په توګه پېژندل شوى دى. د پوهنې وزارت پدې برخه کې په کابل ښار کې یو څه لومړني کارونه پیل کړي دي چې اغېزمن او د قدر وړ دي. خو لا هم،
په عمل کې ډیرې ستونزې شته لکه:
 حکومت د افغانستان د فرهنګ د بڼ د ښکلو ګلانو یا ژبو لپاره کومه جامع ملي پالیسي نلري. د اساسي قانون احکام ارزښتمن خو عمومي دي.
 د ژبو او فرهنګ کومه ملي اداره او په اړونده وزارتونو کې ورته مسئولې څانګې نه شته.
 ژبه لا هم د سیاسي الې په توګه ګڼل کیږي او چارواکي زیاتره ویریږي/ یا احتیاط کوي  چې که په عمل کې د ولسونو ژبني حقونه اعاده شي دوی به د ځینو کړیو او ډلګیو تر نیوکو او فشار لاندې راشي.
 لا هم ډېرې سيمې او ډېر ماشومان له خپلو ژبنيو حقوقو او په مورنۍ ژبه د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي. (د ټولو زده کوونکيو نژدې نيمايي).
o په کابل ښار کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د لاسرسي نشتوالى ډیر دی: په احمد شاه بابا مېنه، څرخي پل، هودخېلو، پکتياکوټ، کارته نو، رحمن مېنه، سيد نور محمد شاه مېنه، بګراميو، قلعۀ زمان خان، مکروريانو، چهلستون، دارالامان، خوشال خان مېنه، قرغه، د ښار نورو پاتې ناحيو او د ولايت په ولسوالیو کې په پښتو ژبه د زده کړو امکانات پخوا نه ووږ اوس که څه هم یو څه کار پیل شوی دی، خو  بې باوره او شکمن دي، د دولت ژمنتیا ورته څرګنده نده او تر ډیره حده د اشخاصو په توجه پورې تړلی دی. پښتوژبې زده کوونکي پر کابل سربېره په کندز، تخار، بغلان، بلخ، سرپل، فاریاب، هرات، سمنګان، فراه او نورو ولایتونو کې هم له ژبنیو حقونو محروم دي.
o په کابل کې د دریمو ژبو د ویونکو په باب نه متفقه پالیسي، نه پوره معلومات او نه هم کوم منظم پلان شته.
o ازبکي او ترکمني ژبو ماشومانو ته په بلخ ، جوزجان، سمنګان، فاریاب، کندر، تخار، بدخشان او نورو ولایتونو کې عملي کار ورو او ټکنی دی.
o بلوڅي ژبو زده کوونکو ته په نيمروز ولايت کې توجه نه ده شوي.
o نورستاني زده کوونکو ته په خپل ولایت کې پخپله ژبه زده کړه نشته.
o پشه یي زده کوونکي په لغمان او ننګرهار کې خپلو ژبنیو حقوقو ته نه دي رسیدلي.
حل لارې او وړانديزونه
په افغانستان کې د مورنيو ژبو د ښه او جامع پرمختګ لار داده چې دولت، ولس، نادولتي ټولنې او نړیولې خیریه ادارې خپلې دندې او مسولیتونه وپیژني، مشخص یې کړي، د عملي کولو لپاره یې تعهد وکړي او د عمل پلانونه جوړ او پلي کړي.
 دولت او حکومت دې:
- د افغانستان د ژبو لپاره دې جامع، ملي پالیسي  جوړه کړي، چې پکې د ملي ژبو د ملي، سراسري او محلي رسمیتوب پولې، د زده کړو د اندازې، د ملي او بهرنیو ژبو د توازن، په زده کړه، دولتي ادارو او نادولتي چارو کې د ژبو د کارولو او نورو اړوندو برخو په باب روښانه لارښوونکي اصول وضع کړي.
- د دولت د ریاست په چوکاټ کې دې د افغانستان د فرهنګ او ژبو د پرمختګ او ملاتړ یوه ملي اداره جوړه او لازم صلاحیتونه او امکانات دې ورکړل شي.
- د پوهنې، لوړو زده کړو او فرهنګ وزارتونو او نورو اړونده ادارو کې دې د مورنیو ژبو د ودې او ملاتړ ادارې جوړې شي.
- ژبه دې د سیاسي الې په توګه نه ګڼل کیږي او د یو بنسټي بشري حق په توګه دې وګڼل شي.
- په مورنۍ ژبه زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې موجودې سترې ستونزې دې په جدي ډول په پام کې ونیول شي؛ هغه سيمې او ماشومان چې له خپلو ژبنيو حقوقو او په مورنۍ ژبه د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي، باید د دې هیواد د مساوي الحقوقو زامنو په څیر وګڼل شي او دغه حق دې ور اعاده شي.
- په کابل ښار  او ټولو ولایتونو کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د لاسرسي لپاره دې دولت او حکومت د حل د عملي لارو چارو کار پیاوړی او پراخ کړي.
- په پوهنه او لوړو زده کړو کې د ژبنیو حقوقو د تاءمین د دایمي حل لپاره دې د پوهنې او لوړو زده کړو نصابونه په ملي کچه دوه ژبي (پښتو او دري) شي. په سیمو او ولایتونو کې دې ورسره دریمې رسمي ژبې هم شاملې شي. 
- نادولتي ادارې او نړیوالې خیریه ادارې دې د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته وکړي، چې د مورنیو ژبو د ساتنې، زده کړو او بډاینې په کار کې خپلې هڅې منظمې، منسجمې او اغیزمنې کړي.
- ولس دې خپل ژبنی حقونه او د خپلو اولادونو د مورنۍ ژبې حق وپیژني او له اړونده دولتي او نادولي ادارو دې وغواړي چې د دغه حق په عملي کولو کې جدي، زړور، بیړني او موثر اقدامات وکړي.
- رسنۍ دې چارواکو او نړیوالو ادرو ته د ولس د غږ په رسولو کې مرسته وکړي.

د مورنۍ ژبې په باب د افغان کلتوري ټولنې د کارونو لنډيز
1) له پوهنې وزارت سره د منظم کار له امله اوس په کابل ښار کې ۱۲۰۰۰۰ ماشومان په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوي، چې پخوا ورته دا حق نه و ورکړل شوی.
2) د ولس تر منځ د خبرتیا او ملاتړ جلبونې پراخ او اغیزناک کار شوی او دوام لري
3) د افغانستان د ژبو او فرهنګ د پراختیا او ساتنې ملي بنسټ جوړ شوی چې د ټولو ژبو ویونکي پوهان پکې راټول شوي دي.
4) ماشومانو ته پخپله مورنۍ ژبه په لسګونو کتابونه چاپ شوي دي.
5) د مورنۍ ژبې د مسلې د تعقیب لپاره له تېرو اتو کلونو راپدې خوا یو منظم ټیم کار کوي.
6) له اړوندو حکومتي چارواکو، د ملي شورا له غړو، سیاسي، قومي، فرهنګي مشرانو او د ټولنې له موثرو اشخاصو سره تفاهم شوی او ښې نتیجې ترې لاس ته راغلي دي.
7) هر کال د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په ډیر اغیزناک ډول لمانځل شوې ده. تر ټولو اغيزناکه لمانځنه هغه وه چې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ د لويې جرګې په خېمه کې په ډېر شانداره ډول ولمانځل شوه، په زرګونو کسانو پکې برخه واخسته او دا یې مسئولینو ته وروښوده چې په مورنۍ ژبه د زده کړو غوښتنه یوه ملي غوښتنه ده.
8) د کابل ښار په اوو ناحيو کې د پوهنې د ملاتړ شورا ګانې جوړې شوې دي.
9) د پوهنې سلاکاره شورا جوړه شوې؛ چې د پوهنې وزارت سره په مورنۍ ژبه د زده کړې په اړه کار کوي.
10) د کابل ولايت په ولسواليو او ځينو شمالي ولايتونو کې په مورنۍ ژبه د زده کړې کار روان دى. همدا راز په لوړو زده کړو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو کار پیل شوی، د استادانو یوه منئمه شورا یې سرپرستي او څارنه کوي او ډیر ژر به کار بهتر او اغیزناک شي.
ومن الله التوفق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery