مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو) غونډه وشوه

د نن ځوانانو مدني ټولنې

 

 


11.02.2013

دا غونډه (د نن ځوانانو مدني ټولنې) له خوا د ګڼ شمېر مدني ټولنو په ملاتړ په کابل کې د ژوندون ټلوېزيون په همکارۍ د همدې ټلوېزيون په تالار کې ترسره شوه.
 په دې غونډه کې ټولو ويناوالو په مورنۍ ژبه د زده کړو يانې پښتو ژبې سره د مور او ميرې سلوک روان حالت د پښتنو لپاره يو قوي بحران وباله.
 همدا شان د غونډې ټولو برخوالو چې د هېواد د اکثرو مدني ټولنو، چاپي رسنيو او خپرندويه ټولنو استازي په کې وو، به يوه خوله د حکومت او نورو اړوندو مسولينو څخه په ټينګه د خپل حق ترلاسه کېدو غږ وکړ او نور يې د خپل صبر جام انجام ته رسېدلی وباله.
 د غونډې پر مهال د نن ځوانانو مدني ټولنې مشر ډاکتر ځلاند، د مورنۍ ژبې په ارزښت رڼا واچوله او ويې ويل چې په مورنۍ ژبه زده کړې د هر ماشوم حق دی، ځکه د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانينو دا حق موږ ته راکړی دی، خو له بده مرغه چې نن زموږ ماشومان په خپله مورنۍ ژبه بښتو زده کړې نه شي کولای نه ورته دا زمينه چا برابره کړې ده.
 د غونډې بل وينا وال، د کابل پوهنتون استاد پوهنوال محمد اسمعيل يون، په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې له پښتو سره د تعصب په نوم ټاپه به کله له پښتو او پښتنو څخه ايسته کېږي. که په وزارت کې کوم پښتون په خپله ژبه پښتو خبرې وکړي، ورته متعصب ويل کېږي، حال دا چې د اساسي قانون، الهي امر او نړيوالو قوانينو پر بنسټ موږ حق لرو، چې په خپله ژبه خبرې وکړو، زده کړې وکړو او هم نورې چارې پر مخ بوځو.
 د ولسي جرګې غړي ايوبي وويل، که د هرې ژبې ويونکي د خپلې ژبې حق غواړي، موږ ورته لس واړه ګوتې لګوو، خو که موږ هم خپل حق غواړو، بايد دا حق موږ ته راکړل شي.
 د ميدان وردګو پخواني والي محمد حليم فدايي په خپلو خبرو کې وويل چې، ټول اسماني کتابونه د هغه قوم په ژبه رالېږل شوي. ژبه د يو قوم هويت او پېژندګلوي ده، خو ايله مو د خبرو او سندرو تر پولې ټينګه ساتلې ده، د زده کړې او تعليم او اداري کچه يې ډېره کمزورې ده.
 د افغان ملت ګوند استازۍ ډاکتر نادر حساس وويل، که يو ماشوم په مورنۍ ژبه زده کړې ونه کړي، نه دا چې شخصيت او فکر يې وژل کېږي، بلکې د خپل تاريخ، فرهنګ او عنعناتو څخه هم بې برخې کېږي.
 په دوبۍ کې د نن ځوانانو مدني ټولنې استازي الله نور سېلاب وويل، زموږ د چارواکو لويه ستونزه هم همدا ده چې په خپله مورنۍ ژبه يې زده کړې نه دي کړي او بل دا چې په کور دننه هم داسې څوک شته چې د پښتو ژبې د پرمختګ مخه نيسي.
 نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او په مورنۍ ژبه زده کړې يې د هر ماشوم حق وګاڼه او د نن ځوانانو د مدني ټولنې څخه يې ملاتړ اعلان کړ او د خپلو هر ډول مرستو ژمنه يې ورسره وکړه. غونډه د پرېکړه ليک په لوستو پايته ورسېده.
 
د ژوندون ټلوېزيون

----------------------------------------------

ګرانو هیواد والو ته او بلخصوص ښاغلی محترم پوهنوال محمد اسمعيل يون او د نن ځوانانو مدني ټولنې مشرښاغلی محترم ډاکتر ځلاند ته توده سلامونه او احترامات تقدیموم
 د ستاسو ملی او قدر منو هیوادوالو دا مهم او دیر با ارزش او ګتور کار د ستاینی وړ دی.
 دا د خوشحالی ځای دی چه نن د \" په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو \" تر سرليک لاندې غونډه وشوه .
 (لطفا د نن نیته په ژوندون کی ولیکی ، له دی کبله چه بیا صبا هم هلته نن لیکل شوی دی او په صفحه کی کوم بل ځای کی هم نیته نه دی لیکل شوی)
 یو داسی مهم موضوع باید چه په تولو ملی او بینالمللی اخبار کی نشر او خپاره شی. زه نن یوازی د ژوندون په صفحه کی دا مهم موضوع ته متوجه شوم . له دی کبله چه دستاسو په اینده غوندی کی نورو ملی او فعال شخصیتو هم را تول شی ، باید چه لا اقل په تول افغان ، بینوا ، لر او بر او یو څو نورو انترنتی صفحاتو کی ولس خبر او هم په داسی مهمو غوندی کی راتول شی . هیله ده چه په راتلونکی شپږ میاشتی به وی.
 
دا مهم او ملی کار چه تاسی نن کړی یی ، د سیاسی علومو په الفاظ کولای شی چه د یو دیر غښتلی حرکت شروع او یا پیل ګنل شی . یعنی که چیرته دا غوشتنه چه \" په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو\" تداوم یعنی ادامه پیدا وکړی ، بیا دا یو ملی او سل پر سل یو عادلانه حرکت جولیږی.
 
حرکتونه په تول نړی کی دوه دوله دی ، یو مذهبی حرکتونه دی او بل یی تولنیز حرکتونه !!!
 
یو حرکت تر هدف رسیدلو پوری دری مراحلو ته اړتیا لری.

لمړی مرحله د انسجام مرحله دی. یعنی د راتولیدل مرحله : دلته باید کیفیت او هم کمیت چه مقصد د افرادو شمیر او د افرادو پوه دی ، تقدم یا لمړیتوب را پیدا کړی . له دی کبله مهم دی چه په راتلونکی غونده لپاره دیر خلک لپاره ضمینه برابر شی چه په یو داسی مهم غونده کی راتول شی او خپل غوشتنه د کیفیت او هم کمیت پر لهاظ پراخوالی او ارتقا ورکړی.
 دویم مرحله د تداوم ، یا د ادامه ورکول مرحله ده . یعنی باید داسی راتولیدل یو ځله لپاره نه وی ، یعنی هر څو وخت بعد ، مثلا په هر شپږ میاشتو کی یو داسی غوندی ، او هم تر همدغه عنوان لاندی ، یعنی : \"په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو\"
 غوندی جور شی . تر هر اندازه پوری چه قبلا افراد له غوندی څخه مطلع شی ، بهتر دی . تر څو چه بلخصوص زمونږ علما او یا پوهان خپل دقیق او علمی اماداګی اخلی . تر هر اندازه پوری چه په دویم غونده کی دا غونده د کمیت او هم د کیفیت په لهاظ چتکوالی اخلی ، هغومره د دا حرکت غښتلتیا ثابتوی. نن صبا د داسی غوندی امنیت هم دیر ، دیر مهم دی ، چه په یو نا امن فضا لکه افغانستان غوندی ، باید د یو لوی داسی مهم غوندی لپاره دقیق امنیتی تدابیر واخستل شی. یعنی له تولو نه زمونږ ځوانان باید چه په دی هکله ویش وی !!! همچنان دا د پتنګ صایب وظیفه دی چه یو داسی مهم او ملی غوندی لپاره چه د مشروع غوښتنی پر اساس دایریګی دقیق او پوره امنیت یی په غاړه واخلی. له دی کبله چه دا د یو داخله وزیر مسولیت دی !
 د یو حرکت دریم مرحله د هغه حرکت د غوښتنی موسساتی کیدل ته اړتیا لری : یعنی د ګران افغانستان تول اداری موسسات د حرکت غوښتنی لپاره ، یعنی دا چه \" په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو \" ، باید چه دقیق او علمی -عملی او منظم پلانونه باید چه جور کړی ! هیڅ یو دولت د یو داسی مشروع غوښتنی په مقابل کی توان نلری ، تر څو چه دا حرکت یو قوی حرکت وی : قوی د کیفیت په لهاظ او قوی د کمیت په لهاظ !!!
 دکیفیت په لهاظ : مونږ ، یا بهتر دی چه ولیکم چه زمونږ پوهان ، باید په دقیق توګه په راتلونکی غوندی کی خپل ارقام را تول کړی چه :
 - مونږ څومره یعنی په کوم تعداد وړکتونونو ته ، د وړکتونونو استادانو ته ، د وړکتونونو درسی او د لوبی وسایلو ته ضرورت لرو . په کوم ښار کی ، په کوم ولسوالی کی د مونږ ماشومانو لپاره امکانات موجود دی چه داسی روزنیز او ښونیز موسسات لکه وړکتون غوندی تاسیس شی . که په یو ښار او یا یو ولایت کی ، او یا هم په دیرو ښارونو او دیرو ولایاتو کی دا امکانات موجود وی ، مونږ باید دقیق ارقام ولرو !!! له دی کبله دا دیر مهم ګنم ، چه د انسان ژبه باید پیش له ښونځی نه یعنی تر شپږ کلنی پوری دقیق پاملرنی ته ضرورت لری . د ماشوم ژبه بلخوص لمړنی پنځه کلونو کی خپل اصلی ، تهدابی او له کیفیت پر لهاظ ژورو انکشافات عملی کوی.
 بل اصلی پښتنی دا دی چه زمونږ ولس تر څه اندازه د خپلو ماشومانو د ژبنی انکشافاتو نه با خبر او مطلع دی ؟
 دا د یو دولت وظیفه ده چه خپل ولس لپاره د داسی اګاهی ګانو په باره کی معلومات خپاره کړی !!!
 د ماشومانو روزنیز او ښونیز رفاه ، د ملت د راتلونکی رفاه تضمین کوی .
مونږ نباید په راتلونکی د وړکتون کلمه په مقابل حیرانتیا ولرو !!!
ایا دا درسته خبره ده چه ګران افغانستان داسی عایدات او تولیدات نلری چه په هر ولسوالی کی زمونږ ماشومانو لپاره لا اقل یو د وړکتون په نوم یا د ماشومانو روزنیز او ښونیزو موضوعاتو لپاره یو مرکز هم جوړ کړی؟
 
ایا دا درسته خبره دی چه افغانستان دا توان نلری چه زمونږ ماشومانو لپاره با استعداه معلمان وروزوی ؟
 
ایا دا درسته خبره دی چه افغانستان دا توان نلری چه زمونږ ماشومانو ابتدایی ښونځیو لپاره ښه والی - دکیفیت پرلهاظ او دکمیت پر لهاظ - مینځ ته راولی ؟
 ایا دا درسته خبره دی چه افغانستان دا توان نلری چه زمونږ نو ځوانانو لپاره متوسطه ښونځیو ، مسلکی ښونځی په شه کیفیت او شه کمیت تقدیم وکړی ؟
 ایا زمونږ ځوانان دا حق او یا دا حقوق نلری چه با کیفیته عالی ښونځی ولری ؟
ایا د ګران افغانستان پوهنتونونو مونږ لپاره اماده دی ، چه دمونږ په مورنی ژبه کی تدریس وکړی؟
 
دا پوښتنی او سل ها او شاید هم چه هزار ، یا لک نورو داسی پوښتنی ولس سره موجود وی ، چه په داسی غوندی کی راتول شی ، تجزیه او تحلیل شی ، بیا یو کال بعد نه مثلا په دریم غوندی کی ، باز هم د حرکت تداوم جریان ولری ...
 
په نړی کی تر هوسه پوری هر هیواد یا بهتر وایم چه هر دولت د یو ملی حرکت غوښتنی قبول کړی دی ، مګر اصلی پوښتنه دا دی چه ایا ولی مونږ یو داسی ملی حرکت جوړ نکړو .
 

د مظلوم افغان ملت د رفا او ترقی په هیله


زه مونږ یم او مونږ د مظلوم افغان ملت تولنیز تحرک یو

 

وسلام .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery