مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتياوال ځوانان: انټرنېټ ته لاس رسی نه لرو

فريد اجمد تسکين

د پکتيا ولايت ځوانان وايي،په تېرو څو کلونو کې ډېری ځوانان له پرمحتللې ټکنالوژۍ او کمپيوټر سره اشنا شوي او ترڅنګ يې د انټر نېټ کارولو زده کړې هم کړېدي خو؛نه دحکومت لخوا ورته د انټرنېټ کارونې ځانګړي مرکزونه جوړ شوي او نه هم په خصوصي سکتورکې ورته چا پام کړی دی.
په دې وروستيو کلونو کې د هيواد په ډېری ولايتونو کې د نورو پرمختيايي کارونو ترخوا د مالوماتي ټکنالوژۍ او انټرنېټ په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي؛خو د پکتيا ځوانان وايي چې تر دې دمه په دغه ولايت کې خلک په عامه توګه انټرنېټ ته لاس رسی نه لري.
د پکتيا ولايت ډېری هغه ځوانان چې له انټرنېټ کارونې سره سرو کار لري وايي:تردې دمه د ټول ولايت په کچه د انترنېټ د عامه کارونې مرکزونه نشته او دغې اړتيا ته نه د حکومت پام شوی اونه هم په حصوصي سکتورکې څوک دې ته حاضر شوي،چې د انټرنېټ دعامه استعمال دمرکزونو په جوړولوکې پانګه اچونه وکړي.
که څه هم دامهال فعالې مخابراتي کمپنۍ هم د موبايل ټيليفون له لارې د انټرنېټ اسانتياوې لري؛خود مبايل ټيليفون کاروونکي دغه خدمتونه کمزوري بولي او زياتوي چې د موبايل انټرنېټ چټک او قوي نه دی.
که څه هم د پکتيا په ګاونډو ولايتونو او مرکز کابل کې کلونه وړاندې د انټرنېټ د عامه استعمال اسانتياوې برابرې شوې؛خو د ټولې پکتيا په کچه يوه نېټ کيفي ده چې د امريکا سفارت لخوا جوړه شوې ده.
د ګردېز ښار يوتن اوسيدونکی ايمل خان وايي چې حکومتي مسوولين بايد دغې ستونځې ته جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره دې ورته د حل لاره پيداکړي.
نوموړي زياته کړه(( که له هرې لارې کيږي،بايد په پکتيا کې ځوانانوته د انټرنېټ مرکزونه جوړ شي،په دې کې بايد مخابراتو رياست بيړني ګامونه واخلي.))
د عرفات په نوم يوبل ځوان بيا وايي چې ، د مخابراتو رياست د افغان ټيلي کام دولتي کمپنۍ له لارې په ډېره اسانۍ سره ،کولای شي چې ګردېزاو نږدې سيموته انټرنيتي خدمتونه ورسوي؛زياتوي چې اړوند مسولين په دې برخه کې لټي کوي.
نوموړي رسنيو ته وويل:((مخابراتو رياست کولای شي چې په لږ وخت کې د افغان ټيلي کام شبکې له لارې خلکوته د انټرنېټ اسانتياوې برابرې کړي؛خو دوئ دا کار نه کوي او دا د دوئ لټي ده.))
 هغه د مخابراتو رياست پرمسولينو نيوکه کوي،چې په دې برخه کې يې عملي اقدامات نه دي کړي.
که څه هم د لنکن په نوم يو مالوماتي او روزنيز مرکز په وړيا ډول خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي او ګڼ شمېرځوانان ورته مراجعه کوي؛خو ډېری ځوانان وايي چې له يوې خوا دغه انټرنېټ کمزوری دی او له بلې خوا پرې دځوانانو ګڼه ګوڼه زياته وي.
د دغه مرکز مشر اسدالله خاطر وايي چې هره ورځ تر يو نيم سلو پورې کسان ورته مراجعه کوي؛خو دغه مرکز دومره ظرفيت نه لري چې ټولو ځوانانو ته انټرنېټ ورسوي.
دغو پوښتنو او نيوکوته په ځواب کې د پکتيا د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ريس شهزاده سليمانزوی وايي چې دوئ په دې هڅه کې دي چې په دې کال کې به د افغان ټيلې کام اونوري فایبرله لارې ګردېز ښار اولرو پرتو سيموته د انټر نېټ اسانتياوې برابرې کړي.
که څه هم شهزاده سليمانزوی په ګردېزکې د انټرنېټي اسانتياوو د برابرولوژمنه وکړه ؛خود ډېری پکتياوالو همېشه نيوکه داده چې حکومتي مسولين په خپلو دندو لاس بری نه لري او تل خلک په خپلو وعدو تېر باسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery