مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دشیطان مړی په خپله ځاله کي

سیدسعید

 

دامریکې په ټکزاس ایالت کي دوژونکي شیطان مړی وموندل شو،شیطان چي اصلي نوم یې کریسل کایل دی ،امریکایې سمندري ځواکونوکي پیژندل شوی لوي قاتل ؤ.نوموړي ته په اته کلنۍ کي خپل پلاردوسلې کارولوچل وروښود،خوکله چي په پوځ کي شامل شوهمدې هنریې نوره وده هم وکړه .
کایل په عراق کي دبیلابیلوجګړییزوفعالیتونوپه لړکي ډیرمظلوم عراقیان وژلي دي .دامریکا دفاع وزارت دقاتل کایل دمړیني په خبرپاڼه کي ویلي چي نوموړی دعراقیانووژلوکي ډیرتکړه ؤاوله همدې امله یې ورته نغدي جایزه اعلان کړه اودرمادي دشیطان لقب یې ورکړ.
کایل په خپل ژوندلیک کي په ویاړسره ددوه سوه اوپنځوس تنودوژني اعتراف کوي .
دشیطانانوپه ځاله (امریکا)کي ترور،تښتونه ،ګواښ ،مذهبي تعصب ، تبعیض ،غلااوپراخ اخلاقي فسادورځنی کلتوردی ،پورته ذکرشوي توکي دامریکایې تهذیب د تشخص په توګه ځلیږي .
راشئ که یې ګورئ !
امریکایان دي چي دنړۍ په بې ثباته کولوکي مخکښ رول لوبوي ،دمظلوموملتونودډله ییزي اوانفرادي وژني پریکړي کوي ،پرمځکنیو،سمندري اوهوایې پولویې تجاوزکوي ،دتبشیري اوتنصیري سازمانونوتمویل اوننګه کوي ،جمهورئیس بل کلنټن یې سپینه ماڼۍ کي تورشو،دسپینیدوپه موخه یې پرافغانستان دکروزوګوزارونه وکړل ،جورج بش یې د اسلامي امت پرضدپراخ صلیبي جنګ اعلانوي ، ،تورابامایې لومړۍ پازوالۍ کي افغانستان ته دلازیاتووژنولپاره اضافي عسکراستوي اوددوهم واري ګټني په پار دسپیني ماڼۍ پرستیج همجنسبازانوته دلازیاتوحقونوټټروهي .
دقاتل ــــــ مقتول شیطان (کایل )پرملګروشیطانانوپه کوردننه اوبهردمرګ وباخپره شوې ،ښه موده مخکي یې یولوی سیاسي شیطان (هالبروک )دخارجه وزارت پنځم پوړکي چپه کړ، په لیبیاکي یې سفیردنیم درځن ډیپلوماټانوسره خالي کالبوت پرېښود .په پوځي اوملکي چارواکوپه تېره پوځیانوکي یې دځان وژني ګراف خورالوړي کچي ته رسیدلی دی ،په عراق کي یې ددوی داعتراف له مخي مجاهدینو ۴۵۰۰شیطانانوته دسرپه کاسه کي اوبه ورکړې ،اوپه افغانستان کي یې تردې دمه ددوی په خوله - ۳۰۰۰شیطانان (پوځیان )ددوزخ کندي ته ټېل وهل شوي دي .
درمادي شیطان په ۲۰۰۹ز،کي تقاعدشواوتکزاس ایالت کي اوسیده ،خودرواني( فبروري) میاشتي پر۴مه یې مړی دیوبل تن سره یوځای همالته وموندل شو،پولیسویې دوژني په توریوکس نیولی ،مګردوژني لامل یې لاتراوسه معلوم نه دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery