مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داداري مهارتونو له زده کړي ١٦١ تنه فارغ سول

benawa afghanistan


پدا سي حال کي چي د پوهني او نظم له ډګره سره دځوانانو علاقه زياته سوې  دادى البشير اداري ښوونيز مرکز دخپلي اوومي دورې په فراغت سره ټولني ته  دچوپړ او نظم د پلي کېدو په موخه ١٦١ تنه ځوانان  داداري مهارتونو ، کمپيوتر اساساتو او کمونيکېشن په برخه کي ټولني ته وړاندي کړل تر څو وکولاى سي په کور، دفتر او ټولنه کي دښه نظم او دسپلين ساري واوسي  ددې غونډي په مراسمو کي دنوموړي تعليمي مرکز  داداري مسئولينو او مالي تمويلوونکو تر څنګ دکندهار دپوهني رياست استازو ، ملي او قومي مخورو دزده کوونکو وليانو او خپله زده کوونکو ګډون درلود
 غونډه چي دماپښين پر درې نيمي بجې پيل سوې وه دقران کريم ترتلاوت وروسته  لمړۍ دنوموړي تعليمي مرکز مسئول ن قران مل پرانيستونکې ويناکړه وروسته  يو په بل پسي دموضوع په رابطه  دکندهار دپوهني ريس  استاد شيراقا صافي ، ملي شخصيت حاجي صاحب اسدالله خان ، ملي تاجر حاجي عبدالله ،دهمدې تعليمي مرکز فارغ زده کړي بلال احمد جان خبري وکړي   تر دې وروسته پر ممتازو زده کوونکو او راغلو مېلمنو تحفي او سوغاتونه وويشل سول
وروسته پر پاوکم پنځه بجې دمازديګر لمونځ په جماعت ادا او بيا درنو مېلمنو په هغه عصريه کي ګډون وکړ چي دنوموړي تعليمي مر کز  دادارې لخوا تهيه سوې وه
پټه دي نه وي چي ددې تعليمي مرکز پروسه وړيا ده او ټول مصارف يې  دملي تاجر حاجي محمد جان لخوا ور کول کېږي


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery