مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رڼا کلنۍ مشاعرې جوړه سوه

نعیمه غني

 

 

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم د رڼا کلنۍ مشاعره ولمانځله دا مشاعره د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله د تیرو کلونو په پرتله مختصره ولمانځل شوه، او له همدې کبله ټول مطبوعات هم غونډې ته نه وو رابلل شوي. مشاعره د ۱۳۹۱ کال د مرغومي د میاشتې په ۱۶ نیټه د ورځې په یوه نیمه بجه د ښوونې او روزنې وزارت په کلوپ کې پیل شوه. د غونډې په پیل کې د پاک قرآن څو مبارک آیتونه قرائت شول له هغې وروسته د هیواد ملي سرود وغږول شو. او د غونډې ویاندې مدهونا حیدري د میرمن بهیر د دارالانشأ له مشرې او د خوست ولایت استازې ساهره شریف ته بلنه ورکړه چې د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا واوروي.

میرمن ساهره شریف د خپلې وینا په لړ کې په تیر یوه کال کې د میرمن بهیر په فعالیتونو رڼا واچوله او هغه بریالیتوبونه او پرمختګونه یې په ګوته کړل چې میرمن بهیر په تیر یوه کال کې درلودل.

نوموړې وویل: تیر کال د میرمن بهیر فعالیتونه د نورو کلونو په پرتله ډير ښه او د قناعت وړ وو د میرمن بهیر ډیرې غړې اوس د لیکوالۍ او شاعرۍ په فن کې د تیر په پرتله مسلکي شوې او کولی شي چې خپل او د نورو خویندو آثار وارزوي او کره کتنه پرې وکړي. په تیر کال کې د میرمن بهیر د دوو تکړه غړو حورې سپيڅلې او شفیقه خپلواک د شعري ټولګې چاپ شوې چې دا د بهیر د مثبتو لاسته راوړنو څخه بللی شو همدارنګه د یو زیات شمیر میرمنو نثري او نظمي آثار د چاپ لپاره تیار دي چې که په روان کال مالي امکانات ولرو نو د چاپ په اړه به یې اقدام وشي. د تیر کال بله لاسته راوړنه د میرمن بهیر او ګویته انستتیوت په مرسته د ادبیاتو د اووم نړیوال جشن جوړیدل وو. دا جشن چې سږ کال د میرمن او معاصرو ادبیاتو تر عنوان لاندې جوړ شوي وو. میرمن بهیر په کې فعاله ونډه درلوده او د یوه واحد کاري ټیم په توګه یې د جشن ټولې برخې تر خپل اغیزې لاندې راوستې وې، د بهیر میرمنو خپل لیکلې مقالې او نظریات د بهرڅخه راغلو افغانو میلمنو او د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راغلواستازو تر غوږونو ورورسول د دې تر څنګ په نوموړي جشن کې د میرمن بهیر د پيښور د څانګې مشرې میرمن پروین ملال او د بلخ ولایت څخه د میرمن بهیر ګڼو استازو ګډون درلود. د تیر کال په اوږدو کې د پښتنې تکړه شاعرې پروین ملال او رحیمې پښتونجارد خدمتونو د یادولو لپاره د میرمن بهیر له خوا د لمانځغونډو او د کتابونو د مخکتنو د غونډو جوړیدل هم د بهیر د مثبتو ګامونو څخه یو بل ګام ګڼل کیږي.

بله د پام وړ موضوع د  پښتنخوا د پیښور په ښار کې د میرمن بهیر د څانګې د جوړیدو او د میرمن بهیر د بلخ ولایت د څانګې د کارونو د منظم او ګړندي کیدلو ده. د میرمن بهیر د پیښور او بلخ څانګې چې د یو شمیر ادب پالو پښتنو میرمنو په زیار سره جوړه شوې د تیر کال په اوږدو کې یې منظمې غونډې درلودې چې ریپوټونه یې وخت په وخت د رسنیو له لارې خپاره شوي دي.د بهیر د خوست څانګه هم خپل فعالیتونه لري او ګزارش یې تر مرکزي بهیر پوره رارسیږي، چې دا فعالیتونه په خپل ځای کې ګټور او د پرمختګ په لور د هڅو یوه برخه ګڼل کیداي شي خو د افغان میرمنو د ستونزو د حل لپاره کافي او د قناعت وړ نه دي او لا نورو هڅو او کوششونو ته اړتیا ده چې وکړی شو د میرمنو د روانو ستونزو لپاره لازمه مرسته وکړو.

د غونډې بله وینا کوونکې آغلې پاکیزه آرزو وه چې د میرمن بهیر د تیر کال د لاسته راوړنو تر څنګ یې ځینې نیمګړتیاوې هم په ګوته کړې. هغې وویل: تیرکال میرمن بهیر د یادو لاسته راوړنو تر څنګ دستونزو څخه هم نه باید چې سترګې پټې کړو. د تیر کال په ترڅ کې د میرمن بهیر د ډیرو غړو آثار د مالي امکاناتو د نه شتون له امله له چاپه پاتې شول چې د بیلګې په توګه د میرمن بلقیس محبوبي حقیق، محمودې تقوا، لیمې نیازۍ، زمزمې نیازۍ او مدهونا حیدري، سیمین صدف او نویدې خوشبو د شعرونو ټولګو او د آغلې اوږۍ امیل او نعیمې غني د کیسو د ټولګو یادونه وکړو.بله ستونزه د بهیر د لکچرونو او کورسونو دلړۍ نامنظم  کیدل د تیرو کلونو په پرتله او په دې برخه کې د پښتنو ادب پالو د توجه د کمیدلو مسئله ده.

که څه هم د تیر کال په لړ کې یو شمیر پښتنو ادب پالو مخورو لکه لیکوال اواستاد ښاغلی سعد الدین شپون او لیکوال او شاعر ښاغلی عبدالباري جهاني د میرمن بهیر څخه د لیدنې په لړ کې د بهیر ستاینه او ملا تړ وکړ. ښاغلي ډاکتر نجیب زاخیلوال د ارواح پوهنې په اړه په زړه پورې لکچرونه وړاندې کړل تکړه شاعر او کره کتونکي ښاغلی احسان الله درمل د میرمن بهیر په څو غونډو کې د ګډون په ترڅ کې د شعر او تخییل تر عنوان لاندې ګټوره لړۍ د لکچر په بڼه له میرمنو سره شریکه کړه. لیکوال او ژورنالیست ښاغلي محب الله زغم د میرمن بهیر غړو ته په لوړه کچه چاپیدونکې ادبي مجلې(سپيده) کې د لیکوالی لاره هواره کړه او له دوی سره یې مرسته وکړه چې خپل تخلیقات د هیواد په ننه او بهر کې د لوستونکو لاس ته ورورسوي. د افغان ادب دوستو  ژورنالیستانو په مټ د میرمن بهیر ریپوټونه او فعالیتونه وخت په وخت په چاپي او بریښنایي رسنیو کې خپاره او د خلکو تر مطالعې ورسیدل چې په دې لړ کې د افغان ادبي بهیر له ویب پاڼې، تاند ویبپاڼې، لراو بر، ټول افغان، روهي، سمسور، امین زي ، آرین، خبریال ویب پاڼې، اصلاح ورځپاڼې، آزدۍ رادیو، کلید رادیو او داسې نورو رسنیو نومونه د یادولو وړ دي چې له موږ سره یې ګام په ګام خپل ملاتړ نه دی سپمولی او میرمن بهیر د دې ټولو ښاغلو او مسئولینو څخه د زړه له کومي مننه کوي او له دوی څخه د لا ډیرو همکاریو تمه لري.

دغه راز د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه مننه وشوه چې په دې کال کې یې د میرمن بهیر د اوونیزو غونډو لپاره د ځای په چمتو کولو کې مرسته کړې وه.

له دې وروسته د میرمن بهیر د غړو له خوا په مشاعره کې د کاندیدو اشعارو د ویلو لړۍ پیل شوه چې په ترڅ کې یې میرمنو هرې یوې، مریم خزان، اوږۍ امیل، مدهونا حیدري، مدیهه اکبري، بنفشه حقیدي، نظیفې نیازي، ادیبه نیازۍ، مرضیه امین، شکریه جلالزۍ، لیمه نیازۍ، حلیمه نیازۍ، مسعوده، نازیه اسحاقزۍ، زمزمه نیازۍ، حوره سپيڅلې،مریم سیف، فوزیه نوري، سیمین صدف، بلقیس محبوبي حقیق، ریحانه بهیر، نجیبه ستانکزۍ، شهناز بابکر خیل، هیلۍ احدي او شفیقې او نورو خویندو خپل شعرونه ولوستل او میرمنو په خپله خوښه په ټاکلو پاڼو کې د خپلې خوښې شعر ته نمرې ورکړې او په پای کې د ژوري هيئت له خوا د رایو د ګڼلو نه وروسته د حورې سپیڅلې شعر لومړی مقام د زمزمې نیازۍ شعر دوهم او د شکریې جلالزۍ شعر دریم مقام خپل کړ. چې بهیر د دارالانشأ له خوا د جایزو په ورکولو سره تقدیر شوې. له دې وروسته د بهیر د اکثریت غړو د رایو په اساس د بهیر تکړه غړې نعیمه غنې له دې امله چې تیر کال یې په بهیر کې فعالیت ډیر وو، د کال د غوره فرهنګیالۍ په لقب وستایل شوه او دبهیر د دارالانشأ له خوا ورته په پام کې نیول شوې ډالې او ستاینلیک ورکړ شو . غونډه د میرمن بهیر د لا ډیرو بریاوو په دعایې سره د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery