مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دتړاو پُل - دا دهلمند مدني ټولني دپرانیستي غونډی راپور

ګل احمد احسان

دډیري مودې راهیسي دهلمند ولایت ډیری ځوانان ، دمشرانو په مشوره راولاړسوي وه او دتمدن دراوستلو په موخه ئې غوښته چي یوه کړنلاره ،کارځای او جواز تر لاسه کړي ،په تاسف باید ووایو چي پورته یادسوي موخي ته درسیدلو په لاره ، په ستړي مزل لوړي ، ژوري او پیچونه مو تر شا پریښودل یوې خواته او په لاره کي دځینو عناصرو لخوا څخه ستونزي جوړول بلي خواته هغه ددواړو اوږو پیټي وه ، چي دروندوالی يي ترحد زیات وو .
مګر هلمندي ځوانانو خپل همت دکلک هوډ په مرسته خدای(ج) ته دامید سره ملګري کړه او دغه درانه پیټي يي پورته کړل او دمزل تر منزله يي ورسول.هغه وو چي خلګو ته ئې د ( هلمند مدني ټولنه ) تر نوم لاندي خپل خوځښت دیوې پرانستن غونډي په بڼه په رسمي ډول  اعلان کړ.
پرانیست غونډه په لاندي ډول وه !
دپرانیست غونډي ورځ ۱۳۹۱ هجري لمریز کال دسلواغې دمیاشتي لمړۍ نیټه
غونډه دقرانکریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه چي دمولوي خداینظر صاحب له خوا قرات سو
وروسته ملي سرود وږغول سو
دهلمند مدني ټولني دریس سردارمحمد همدرد لخوا پرانیستوونکې وینا واورول سوه
په خپل وار سره محمد اسماعیل شریعتیار دهغو پیغام راستوونکو نومونه واخیستل چي پرانیست غونډی ته يي پیغامونه راستولي و او په مننه ورڅخه ومنل سوه
ورپسې دهلمند مدني ټولني مالي مسوُل ، په هلمند کي دبشر حقوق دسازمان استازي ، دکابل څخه راغلي میلمانه ښاغلی سردار زمری (داود) ، جنرال عبدالواحد (طاقت) ،ډاکتر توفان وزیری ، قومي مشر حاجي رحمت الله خان ، دمدني ټولني منشي ښاغلی شریف الله دوست ، دمدني ټولني دښځو چارو دکمیسیون مشره اغلې فوزیه علومي ، یو په بل پسي په خپل وار خبري وکړې.
دغونډي ورستۍ وینا دهلمند والي ښاغلي محمد نعیم ارشاد کړه چي دیو لړ لارښوونو او ملاتړ دکلیمو څخه ډکه او ښکلې وه .
دغونډي لپاره ددریځ جوړوني چاري حزب الله خاموش او په غوڼده کي دمطبوعاتو چارو لپاره ګل احمد احسان تاکل سوي وو چي کارونه يي دستایني وړ دي .
غونډه په دوعائیه وینا پای ته ورسیده او له دوعائیه وینا وروسته دهلمند دوالي او دکابل څخه دراغلو میلمنو په لاس دهلمند مدني ټولني دکار ځای پټۍ پرې او کار ځای دکار کولو جوګه سو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery