مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-16   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار:بهرنيو کارګرو افغان کارګر بيکاره کړي دي

بې روزګاري چې په هيواد كې د ناامنيو يو لامل هم بلل كيږي ورځ تر بلي ډيريږي او د بهر څخه د كارګرو راتګ افغان كارګر نور هم بېكاره كړي دي .
په كندهار كې بې روزګاره كسان چې كارګر هم دي ګيله كوي چې خلك د ساختماني كارونو دپاره پاكستاني كارګر بيايي .
په وينا يې چې دې چارې افغان كارګر بېكاره كړي دي .
اړوند چارواكي د دې كار لامل د عصري ساختماني كارونو سره د پاكستاني كارګرو بلد تيا بولي .
دا مهال د كندهار په لويو واټونو كې هره ورځ سلګونه كسان د كار په تمه ورځي تيروي خو د پردي هيوادونو كارګر له ډير مصروفيت له لاسه موندل كيږي هم نه .
افغان كارګر وايې چې خلك يې كارونو ته زړه نه ښه كوي او هغه كسان چې ساختماني كارونه كوي د كار دپاره پاكستاني كارګر پيداكوي او په دندو يې ګماري .
دوى ګيله كوي چې  نژدې هره ورځ بېله دي چې كار وكړي په نااميدۍ خپلو كورونو ته ستنيږي .
دوى غوښتنه كوي چې د ساختماني كارونو پر مهال  دي افغاني كارګرو ته لمړيتوب وركول شي .
په دې كارګرو كې  ډير داسي كسان هم شته چې د نورو ولايتونو څخه كندهار ته راغلي دي خو د دې پر ځاى چې په كار كې ګټه وكړي بې روزګاري يې سخت ځوروي .
په كندهار كې د كار او ټولنيزو چارو رئيس نظرعلي قاطع د افغان كارګرو خبره پر ځاى بولي خو لامل يې د اوسني عصر په ساختماني كارونو كې د پاكستاني كارګرو بلديت بولي .
رئيس وايې چې  ډير كسان د پاكستاني كارګرو كارونه خوښوي او كندهاري كارګر په پخواني كارونو بلد دي چې اوس هغه ډول خټين كارونه ډير كم تر سترګو كيږي . 
نظرعلي قاطع وايې چې د پاكستاني كارګرو د ثبت او قانوني كيدو ټول مراحل يې بشپړ كړي دي .
د افغانستان تيري ديرش كلني ناخوالي د دې باعث شوي دي چي ډيرى افغانان بيسواده پاتي شوي او د كسبونو د زده كړي زمينه هم نه ده ورته برابره شوي ، هغوى دا مهال لالهانده ګرځي او د ژوندانه د چارو د پر مخ بېولو دپاره په يوه ګوله ډوډۍ پسي هم حيران دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery