مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ناروې کې افغان ادبي ناستې غونډه وکړه

لينا احمد

په ناروې کې مېشتو افغان ليکوالو ، فرهنګيانو ، د ادب مينه والو، شاعرانو او يو شمېر فرهنګپالو يوه لويه او درنه غونډه او له ولولو ډکه مشاعره تر سره کړه٠
 نوموړې غونډه چې د پلازمېنې اوسلو د ګرونلان په سيمه کې د غونډو او سيمينارونو په يوه تالار کې ترتيب شوې وه د مازديګر پر څلور بجو د کلام الله د سپېڅليو اياتونو پر تلاوت پرانيستل شوه ٠
 د غونډې لومړۍ ويناوال ځوان ليکوال او منل شوی شاعر ښاغلی اټک يوسفزی و ٠ اټک راغليو مليمنو ته د هرکلي تر څنګ د تېرو غونډو لنډ جريان برخه والو ته بيان کړ او د افغان ادبي ناستې له درنو او مېړنو ملګرو يې د زړه له کومې مننه وکړه چې په پاکه مينه، خلوص او صداقت يې يو بل ته لاسونه ورکړي او په پرله پسې او منظم ډول لکه د ننګرهار ، کابل ، پېښور ، قندهار او د نورو ولاياتو د ادبي خوځښتونو او بهيرونو په شان په ناروي کې هم په مثبت او اغيزمن ډول روانې دي ، اټک زياته کړه : موږ نه يوازې ادبي ناستې ، غونډې او مشاعرې لرو بلکې الحمدالله چې د هېواد راډيو په نوم يوه منل شوې او معياري راډيو هم لرو چې سيميزو افغانانو په FM او نړۍ والو ته د نيټ له ليارې زموږ وررسوي او افغان ادبي ناسته د اوسلو د فضا په څپو کې د خپل کولتور او خپلې ژبې د خپرېدا وياړ هم لري او دا ټولو د ملګرو د اخلاص او رښتينولۍ برکتونه دې٠
 د اټک تر وينا وروسته د هېواد راډيو د څلورمې کليزې په وياړ د راډيو د درنو کارکوونکيو په استازيتوب د هېواد راډيو مشر ځوان شاعر او ښه ژورنالسټ ښاغلي ډاکتر جاويد رباني وطنيار ته د ګلانو ګېډۍ ورکړل شوه او همدا ډول د افغان ادبي ناستې کوربه ښاغلي الحاج محمد اسحاق امانزي ته هم د ښاغلي استاد عبدالوارث خان له خوا د کړيو ادبي خدمتونو له امله تازه او له مينې ډک سره ګلان ډالۍ شول٠
 د غونډې دويم ويناوال پېژندل شوی ليکوال او د درې ژبې منل شوی شاعر ښاغلي دلجو حسيني و،دلجو د شعر، شاعر ، عشق او عرفان په هکله ژورې، پخې او خوږې خبر وکړې ښکلا يې د عرفان له مخې وڅېړله او د ګل يوازې ښکلا نه بلکې د هغه عطر او خوشبويي او وږمې يې هم وستايلې٠
 د غونډې بل مشر ويناوال ښاغلی جنرال رباني خان وطنيار ساپی و چې ګډونوالو ته يې د خپلې ارزښتناکې وينا په ترڅ کې د افغان ادبي ناستې يوه خاطره بيان کړه او شکر يې ادا کړ چې دا ادبي ناسته څو کاله پخوا د اټک له کوره او دېرې د درې، څلورو کسانو له خوا پيل نن دا دې خپله يوويشتمه غونډه په داسې يو تالار کې کوې چې مينه وال يې پکې په اصطلاح نه ځايږي٠
 د غونډې بل ښاغلی ويناوال په ناروې کې د افغانانو د مړي او ژوندي غمخور او په فوريسټ کې د افغانانو د جومات مخلص خادم محترم غلام ګل مصلح و ، چې ښاغلي د افغان ادبي ناستې د ستايلو تر څنګ ماشومانو ته د اسلامي زده کړو او خپل کولتور د ساتلو او خوندي کولو په اړه د مسجد کړنلاره تشرح کړه او هيله يې وکړه چې افغانان بايد د جومات په ابادولو کې برخه واخلي٠
 وروپسې بيا ځوان ليکوال ښاغلي مجيب پيام ته نوبت ورسېد ، ښاغلي پيام په اوسلو کې عامه کتابتون په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې زيری ورکړ چې خوشبختانه دا مهال په عامه کتابتون کې تر پېنځوسوو سرليکو ډېر بېلابېل کتابونه شتون لري او موږ بايد ترې ګټه پورته کړو٠
 ددغې درنې غونډې وروستی ويناوال د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد ښاغلی عبدالوارث خان و ، استاد د خپلې هر اړخيزې وينا په ترڅ کې وويل: زه ډېر خوشاله يم او پدې وياړم چې هغه شمعه او ډېوه چې پرون په يوه کور، حجره او دېره کې لګېدلې وه نن له نيکه مرغه له کورونو را بهر شوه او ټوله ناروې کې لکه لمر وځلېده ، عالمان،اديبان ، او استادان ترې را چاپېر دي همدا ډول استاد ژمنه وکړه چې د افغان ادبي ناستې په پياوړتيا او پاللو کې به مرسته کوي٠
 نوموړې غونډه کې ډېر شمېر ښاغليو شاعرانو هم برخه اخيستې وه چې نومونه يې په لاندې ډول دي :
 اغلې مېرمن نورسراج ساپۍ، جنرال وطنيار ساپي ، استاد خرم، الحاج امانزی، مېرمن لينا فدا، پسرلي ژواک، عصمت عطا، ډاکتر پايز، ډاکتر جاويد وطنيار،ريدي ګل ساپي، اټک يوسفزي، استاد عبدالوارث خان، مستقل ، انجنير اسماعيل سعيدي، معاون ايمل خان، احمدجان پايز او يو شمېر نورو درنو٠
 غونډه چې د تکړه وياند ښاغلي اسماعيل سعيدي له خوا په مخ بېول کېده د شپې پر اتوو بجو پای ته ورسېده٠
 په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery