مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بهرميشتي افغان ځوانان – لاسته راوړني او ستونزي- علمي سيمينار

افغاني کلتور ټولنه هالنډ

 

د ۲۰۱۲ز کال د ډسمبر پر ۲۹مه چي د ۱۳۹۱ لمريز کال د مرغومي د نهمي نېټې سره سمون خوري د هالنډ د هارلیم په ښار کي د افغاني کلتوري ټولني په زیار تر ((بهر میشتي افغان ځوانان – لاسته راوړني او ستونزي)) سرلیک لاندي یوه علمي غونډه جوړه سوه، چي پکښي د هالنډ ، بلجیم ،جرمني او انګلستان څخه افغان پوهانو او ځوانانو ونډه لرله.

دغي غونډي درې برخي لرلې; لومړنی برخه يې علمي مقالو ته ځانګړې سوې وه، دوهمه برخه يې مشاعره وه او په وروستی برخه کي د ټنګ ټکور پروګرام و، چي پکښي یو شمېر تنکي ځوانانو په ملي اتڼونو بدرګه کوله.

دغه علمي او کلتوري ناسته د ښاغلي قاضي عزیز رحیق له خوا د سپېڅلي کتاب قرآن الکریم د یو شمېر مبارکو آیتونو په لوست سره پېل سوه. همداراز ښاغلي رحیق د اسلام د مقدس دین په رڼا کي د ماشومانو د روزني په اړه خپله ارزښتناکه وینا واوروله.

نوموړي په بهرنيو هیوادونو کي د تنکي ځوانانو او ماشومانو په روزنه کي د والدینو رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ چي مور و پلار باید  په هالنډ غوندي آزادو هیوادونو کي دخپلو ماشومانو ته اسلامي روزني ته ډيره پاملرنه وکړي.

ورپسې د افغاني کلتوري ټولني د مشر ښاغلي عبدالله احسان له خوا پرانستونکې وينا واورول سوه. نوموړي د افغاني کلتوري ټولني پر لاسته راوړنو او د ننني علمي غونډي په اړه معلومات وړاندي کړل .دغه راز يې په هالنډ او نورو اروپايي هيوادونو کي کلتوري او علمي ناستي مهمي وبللې او زیاته يې کړه چي د بهر میشتو افغانانو د ملاتړ او نورو کلتوري ټولنو سره د همږغۍ په نتیجه کي به بېله شکه په راتلونکي کي زیات نور ورته په زړه پوري کلتوري او علمي پروګرامونه ولري.
 
دعلمي برخي د پیل څخه ترمخه د یو شمېر کلتوري ټولنو استازود خپلو ټولنو پیغامونه ولوستل.

لومړی ښاغلي حاجي امین باوري ته نوبت ورسېد چي په بلجیم کي يې د افغان ادبي بهير او د لراوبر افغان کلتوري ټولني په استازیتوب خپله وینا واوروله. باوري وویل چې د افغاني کلتوري ټولنې د تل په څير هڅه کړې چې په ژوند باندې افغاني هستۍ ونمانځي دا یې هم د تیر په څير د ستایلو وړ ګام دی. ښاغلي باوري اتل ځوانان د هېواد ویاړ وبلل.

ورپسې په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني استازي عتیق باوري ، د غرغښت کلتوري ټولني مشر انجنير نور قاسم او د بلجيم په انت ويرپن کي د افغان کلتوري ټولني استازي ښاغلي سهراب شهداب پيغام ولوست

د علمي برخي په پيل کي ښاغلي ډاکټر عرفان نور تر ((پر ذهني وده د مورنۍ ژبی اغېز)) سرلیک لاندي خپله علمي مقاله واروله.ښاغلی نور د نورو خبرو تر څنګ ماشوم ته په مورنۍ ژبه د زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او د علمي دلايلو پر اساس يې وويل چي په مورنۍ ژبه زده کړي د ماشوم پر ذهني وده ډېره اغېزه کوي.

وروسته ښاغلی ډاکټر فدا محمد نېک و، چي د نشه يي توکو د استعمال او مخنیوي په اړه يې خپله علمي مقاله د انځورونو سره يو ځای وړاندي کړه او دغه راز يې د روانو ستونزو په اړه هم وضاحت ورکړ.ډاکټر نېک د لویانو او والدینو لخوا د مخدره توکو د استعمال د زیانونو په اړه چې په ماشومانو او د کورنۍ په نورو غړو یې لري خبرې وکړې. ښاغلي نېک د مړینې هغې کچې ته هم اشاره وکړه چې هر کال په افغانستان او نړۍ کې د مخدره موادو د استعمال له امله مري. همدا ډول یې د هغه ناروغیو یادونه هم وکړه چې د مخدره توکو له استعمال څخه را پيدا کیږي.

ورپسې انجینر ذکریا پوپل د ماشومانو د سايکالوژۍ تر سرليک لاندي خپلي مقالې د ځينو برخو په اړه خبري وکړې.

نوموړي کوچنيانو ته د خبرو کولو حق ورکول ،د کوچنيانو سره خبري اتري ، تشويق او ستاينه باندي ټينګار وکړ او پر کوچنيانو د قهرېدلو ، په لوړ ږغ پرکوچنيانو د نارې وهلو ، بېځايه توهين او ترټلو او دې ته ورته هغه چال چلند په اړه رڼا واچوله چي د کوچنيانو د ذهني ودي مخه نيسي او پر راتلونکي شخصيت يې ناوړه اغېزي کوي.

د ښاغلي انجینر پوپل وروسته د هالنډ د لایډن پوهنتون استاد ښاغلی معصوم همدرد د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې. استاد همدرد ګډون کوونکو ته د خپلي تجربې پر اساس د نورو ځوانانو د بریالیتوب د راز په اړه هم په لنډ ډول معلومات ورکړ.

تر دې وروسته د TU Delft University محصل انجینر شهير بختیار په هالنډ کي د زده کړو د امکاناتو په اړه وږغېد او په ځانګړي ډول يې د هوايي تخنيک او الوتکود تخنيک انجینرۍ د څانګي په اړه معلومات وړاندي کړ.

ورپسې د ډوډی او دمي لپاره تفریح وه.
تر تفرېح وروسته په هالنډ کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت په استازيتوب لومړي سکرټر او سوداګريزو او کلتوري چارو مسول ښاغلي عزيزالله رسولي وينا وکړه ، نوموړي د افغانستان څخه بهر ددغسي ارزښتناکو غونډو جوړول ډېر ارزښتناک وبلل او په افغانستان کي يې په امنيتي ، تعليمي او سوداګريزو برخو کي د پرمختګ زيرئ ورکړ.

نوموړي وويل نننئ افغانستان له پروني افغانستان سره فرق لري ، پرون به خلک د کار او ارام ژوند لپاره له افغانستانه مهاجر کېدل خو نن ورځ خلک د ښه ژوند او کار لپاره له بهرنيو هيوادونو افغانستان ته ځي.

وروسته ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د ماشوم په روزنه کي د تشویقي چلند د اغېز په باب ارزښتناکه مقاله ولوسته ،نوموړي دمیندو او پلرونو لخوا له ماشومانو سره د چلند په اړه د خبرو په یوه برخه کې وویل:د ماشوم خبرو ته باید غوږ ونیول شي، هغه وهڅول شي او ماشومان په خپل ځان باید ډاډه شي، د ماشومانو دا ډاډ د هغوی د راتلونکي په بریالیتوب کې ستره ونډه لري.

ورپسې مختار احمد احسان د جلاوطنۍ او کلتور ساتني په اړه خپله څېړنیزه مقاله واوروله.
ښاغلي مختار احمد مهاجرتونو ته د خلکو د اړ کیدو اوبیا په بهرنیو هېوادونو کې د ستونزو او په ستونزو د بریالیتوبونو په اړه خبرې وکړې. چې څنګه کولای شو په دوهم هېواد کې مثبت دودونه خپل او خپل مثبت دودونه وساتو.

د علمي برخي په پای کي د افغاني کلتوري ټولني د اداري ډلي په استازيتوب د ټولني مشر ښاغلي عبدالله احسان د بهر میشتو افغان ځوانانو ستاینه او تشویق مهم وبلل او ځکه نو یو شمېر جلا وطنه تنکي ځوانان لکه سيد ابرار اغا،میرویس باوري،سمير علیخېل، میوند باوري، ظفر الکوزی، عرفات، عتیق باوري او مختار احمد احسان او څو نور نوښتګر تنکي ماشومان د خپلو لاسته راوړنو له امله د ټولني د اداري ډلي له خوا د ارزښتناکو سوغاتونو په ورکولو سره ونازول.

د غونډي دوهمه برخه مشاعره وه، چي د هالنډ میشتو افغان شاعرانو تر څنګ د بلجیم څخه راغليو شاعرانو هم ګډون درلود.

د مشاعرې په پیل کي له بلجيم څخه راغلي نازکخيال شاعر جلال امر خېل خپل څو شعرونه د پروګرام برخه والو ته واورول.

ورپسې فضل ربي روستم، اجمل ننګ، حمید احساس او يو شمېر نورو شاعرانو خپل شعرونه واورول.

د غونډي وروستۍ برخه د ښاغلي میرویس باوري او نويد له خوا د ټنګ ټکور له خوا پر مخ بېول کېده. د دې برخي په جریان کي افغان ځوانانو مست اتڼونه وکړل او دغه کلتوري ناسته يې نوره هم ښکلې او په زړه پوري کړه.

همداراز میوند جان باوري د پروګرام وروستی شېبې د رباب په ږغولو رنګیني کړې، چي د غونډي برخه والو يې توده ستاينه وکړه، نوموړي د استاد اولمير ( دا زموږ زېبا وطن ) د رباب په تارونو کي وړاندي کړه .

ورپسې  ځوان نعت ويونکي شاهدالله نانيخېل په خواږه ږغ د ټولو برخه والو پاملرنه ځانته جلب کړه.
په پای کي د غونډي چلوونکي ليکوال او شاعر ښاغلی نذیر احمد نذیر ،میرویس باوري، میوند باوري او تنکي هنرمند نويدجان ته د افغاني کلتوري ټولني لخوا جوړي سوي د ګلونو ګېډۍ ددې ټولني دپخواني مشر او فرهنګي شخصيت ښاغلي ډاکټر طارق رشاد له خوا وړاندي سوې.
دغه علمي او ادبي ناسته چي د ماځيګر پر ۴ بجې پيل سوې وه د ماخستن پر يوولس نيمي بجې په ګران افغانستان کي د سولي او علم د پرمختګ او په ټوله نړۍ کي د افغانانو د يووالي په دعا پای ته ورسېده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery