مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-01-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د مالیې وزارت په هکله

گران

 د مالیې وزارت لنډ تاریخ
د احمد شاه بابا د سلطنت په دوره کې چې مالي چاروته زیات ارزښت ورکړشوی ؤ، د لومړي ځل له پاره په ۱۱۴۰ لمریز کال کې د دولت د نورو چارو اوتشکیلاتو ترڅنګ یوه شعبه چې د همایون اعلی په نامه (نننی مالیه وزارت) ورته ویل کېده د بنسټ ډبره اېښودل شوي وه اود سردارعبدالله خان پوپلزي پرمټ یې چارې پرمخ وړل کېدې، په هغه وخت کې ورته د دېوان بېګي نوم ورکړل شوی ؤ، چې د وخت په تېرېدوسره د دېوان بېګي لقب په مستوفی المالک واوښت اوواګې یې د اوسنۍ مالیې وزارت هومره وې. مستوفي المالک په خپل ځواک سره د ټولو ولایتونو مالي اوحسابي چارې همغږي او څارلې.
مالي مسایل لکه د نورو مسایلو په ډول له سیاسي اوټولنیزو هغو سره اړیکه لري، کله چې په ۱۲۹۸ هـ لمریز کال کې د افغانستان خپلواکې ترلاسه شوه، نوله دې سره د افغانستان یوه نوي دوره پیل شوه، په دې دوره کې سیاسي تشکیلات، حکومتې سیستم، ادارې نظام اود بهرنې سیاست بنسټ کېښودل شو.د مالي اواقتصادي وضعې د ښه والي اړوند اصلاحات پیل شول. په دې کلونو کې دفاعي اوامنیتي تشکیلات، د پوهنې اوروغتیا عام کېدل، مخابرات اونښلونې، د اوبو اوبرېښنا جوړونه، د فابریکوبنسټ، د کانونورا ایستل، د سوداګرۍ پراخوالی، د مرکزي بانکونو اونورو بانکونو جوړېدل اود دولتي اوخصوصي تصدیو فعاله کېدل شامل ؤ.
له خپلواکۍ څخه وړاندې د افغانستان مالیات په داسي ډول ؤ چې: مستقیم مالیات لکه، د زمکې، ژرندې، د اصنافو جواز، د پایکوب (یوډول ماشین ؤ)مالیات، د لوګیو په سرمالیه، سرانه، مذهبې جزیه، د مالونواو څلوېښتمه مالیه،د څارویو، صکوکو اوداسي نورو مالیه اخیستل کېده اوغیري مستیقمه مالیه یاګمرکې مالیه په برخو وېشل کېده، له دې څخه وړاندي نورشکلونه یې بېګار، جسمې خدمتونه، غنیمت، خراج اوداسي نور...ؤ. په غیرمستقیمو مالیاتوکې په ګمرکې مالیو سربېره، د حق الانحصارمالیه، دځینو استهلاکې موادو په پلورلومالیه، اوبالاخره مالیه په اسعاروهم ټاکل کېده. د ګمرکونومالیه به د سببونو په واسطه راټولېده اوګمرک به د چبوتره په نامه سره یادېده، دا مالیه به په نقدو اود جنس په بڼه راټولېده.
له ۱۲۹۹ کال وړاندې دولت یو اسانه تشکیل درلود، چې له دفتر او ورځپاڼې څخه عبارت ؤ اوپه ارقاموبه ترتیبېده، په هغه وخت کې د بودجې نظام شتون نه درلود، په ۱۲۹۹ کال کې د دفتر اصول جوړ شول، په دې وخت کې دفتري اصولو مضاعفه بڼه نه لرله بلکه د هغه وخت له غوښتنې سره سم به پرمخ بیول کېده. حسابونو یې په همدې ډول تر ۱۳۰۳ کال پورې دوام پیداکړ او له ټولو اسنادوسره به پلازمېنې ته راوړل کېده. په ۱۳۰۳ کال کې د دفتري اصول ځای ښاري اصولو ونیود اود هغو په اساس به د حسابونواواسنادو ترتیب اوتنظیم په هره میاشت کې کېده. په ۱۳۱۵ کال کې د ایټالوي پوه (ژینومانچولې) په واسطه په مالي سیستم کې بدلون راغی چې بیا به د اسنادو ترتیب او تنظیم اجرایه څانګې او کنترول ته لېږل کېده اومحاسبې به د محاسبې په دفترونو کې ترسره کېدې.
د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته ادارې تشکیلاتو تعدیل وموند. په پیل کې د چارو پرمخ بیولو له پاره د څارنې په نامه بنسټونه جوړشول. چې له دغو بنسټونوڅخه یوهم د مالیې وزارت ؤ نوموړي وزارت په ولایتونو او مرکزکې څانګې درلودې. په ولایتونو کې به مالي نماینده ګان نایب الحکومه اومستوفیان ګمارل شوي ؤ.
له ۱۲۹۸ لمریز کاله راپه دې خوا یعنې اته نوي کاله وړاندې د افغانستان په دولتونو کې په ادارې تشکیلاتوکې د مالیې وزارت په دغو عنوانونوباندې نومول کېده او لاندې بېلابېل درانه مقامونه یې لرل، د مالیې وزیر، پالیسي جوړوونکی، ساتنه، څارنه اواستقامت له دې سره ټول اړوند مالي مسایل مالیې وزارت په غاړه لرل.
د مالیې وزارت رول:
د مالیې وزیر د مالي چارو اوټول هغه مالي قوانین چې د پارلمان له لورې ورته ورکول کېږي مسؤلیت اوکنترول په غاړه لري. د مدیریت مسؤلیت، څارنه، کنترول اوټولو مالي مسایلوته لوری ورکول د افغانستان د مالیې وزیر په غاړه دي اویوازي دی (د مالیې وزیر) کولی شي، چې د قانون په رڼا کې مالي اداره وکړي اوپه عامه لګښتونه اجراآت ترسره کړي.
د مالیې وزارت له لومړيتوبونه څخه یوهم د لګښتونو سالمه اداره او له مالياتي وصولو څخه بشپړډاډ ورکول دي. د مالیې وزارت د هرمالي کال له پاره یومنځمهالی مالي چوکاټ اویو بودجوي د لګښتونو چوکاټ پراخوي او نوی کوي یې، همدارنګه د ټولو دولتي ادارو د لګښتونو له پاره دعادي اوپراختیایي بودجې یو جوړښت پلان او وړاندي کوي اود ټولو مالي سرچینو عواید د ۱۳۸۸- ۱۳۹۲ کلونو پورې د اصل عدالت مثمریت اوبشپړوالې په نظرکې نیولوسره جوړشوی اود مالیې د ځان بسیایني پاملرنه ورته شوي ده.
په مالیې وزارت کې ریاستونه اوکړنې یې:
د مالیې وزارت په خپل تشکیل کې ګڼ شمېر ریاستونه لري، چې د دې وزارت په بېلابېلو کړنوکې رغنده رول لوبوي، نوپه همدې اساس د دغو محترمو ریاستونو نومونه اوکړنې درته درپېژنو.
د مالیې وزارت مقام، د ریاست دفتر، نوموړی دفتر چې د وزارت او ټولو ریاستونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو، د ټولو هغو اجراآتو تنظیم چې په مقام پورې اړه لري، له مالیې وزارت څخه بهرله ټولو ادارو سره اړیکې، د مالیې وزیرسره د خبرو وخت ټاکل، د ماليې وزارت په لارښوونه ناستي او داسي نورارتباطې مسایل په غاړه لري. د دفتر ریاست یو لړ امریتونه په واک کې لري، چې له دې ډلې څخه یوهم د مطبوعاتو او ویاندوی آمریت دی، نوموړی آمریت د وزارت د مقام اود ریاستونو ټول اطلاعات، خبرونه، پروګرامونه، غونډې، په بودجه عوایدو اوداسي نورو کې بدلونه په بيړه له رسنیو او مقام سره شریکوي، د مطبوعاتو آمریت په خپله مشرۍ د اونۍ ناسته اود کارکوونکو د کړنو جاج اخلي، د آمرله لوري د هره ورځې په پیل سره د کارکوونکو دندې سپارل کېږي اوله دې ټولو سره یې د کړنو پلټنه اوڅارنه کېږي.
د بشري منابع ریاست چې د ادارې اصلاحاتواوملکې خدمتونو په کمېسیون پورې اړه لري، په وزارت کې د مشورې ورکولو، د پالیسیو لارښوونې او نوري بنسټیزي اړیکې چې د بشري منابعو په ریاست پورې تړلې وي وزارتونو او نورو مستقلو اداروته وړاندي کوي، نوموړی ریاست د کارکوونکو په ټاکلو، د هغوی د ظرفیت لوړولو او د ښوکارې کړنو په لاره کې زیاته مرسته کوي، د بشري منابعو ریاست له وزارت سره مشوره او مرسته کوي، ترڅو د مالیې په وزارت کې د دندو موثریت زیات شي.
د مالیې په وزارت کې مالي اوادارې ریاست، چې یولومړی بست اودرې دوهم بستونه لري، نوموړی ریاست مرکز او ولایتونو ته منل شوي بودجه له پلان سره سم وړاندې کوي، د تخصیصونو توزیع کول هم د دې ریاست له کارونو څخه ګڼل کېږي، له دې سره سره د معاشونو اولګښتونو اجرا کول دي، چې مرکز او ولایتونو ته ورکول کېږي او همداشان ولایتونو او مرکز ته د کمپیوټري اوبرېښنایي خدمتونو جوګه هم دی.
د پلټنې یا (تفتیش) ریاست، چې په لومړي بست کې یې عمومې ریئس او په دوهمو بستونو کې یې د څېړنې او خزاینو رئیسان ګمارل شوي دي اودوی د قوانینو ساتنه، د سیستم او تقلب څېړنه کوي. د پلټنې ریاست په مرکز او ولایتونو کې د ترسره شوي سیستم څارنه اولیدنه کوي.
د خزاینو ریاست، په چوګاټ کې لومړی عمومې ریئس اوپه دوهمو بستونوکې یې د مالي پراختیا ریئس، د محاسباتو ریئس اود تادیاتو ریئس ګمارل شوي دي، د دوی کړنې په ټوله کې د تادیاتو اجراکول(د لګښتونو حواله او معاشونه) د عوایدو ثبتول، د قطعې برابرول(د لګښتونو اوعوایدوبیلانس)، د آفمیس سیستم له لارې د لګښتي راپورونو راټولول، د اسنادوجوړول، د پاسپورتونو عریضې ، د بېلابېلو وثیقو قبالې اجراکول اوپه ټول افغانستان کې د داسي نورواړینو پاڼو برابرول په غاړه لري.
د بودجې ریاست، عمومې ریئس اوپه درې دوهمو بستونوکې یې، د بهرنیو مرستو د انسجام ریئس، د بودجې اجرایوي ریئس اود بودجې د همغږۍ ریئس ګمارل شوي دي. نوموړی ریاست له ټولو ادارو څخه د لګښتونو د طرحې غوښتنه کوي، له همدغو ادارو سره د بودجې د طرحې په ترتیب غږېږي. د بودجې د مراحلو پلي کول اوداسي... نورې کړنې هم په غاړه لري.
د عوایدو عمومې ریاست، په سرکې یې عمومې ریئس، ورپسې د عوایدو د پلان ریئس، د پالیسۍ اوحقوقې خدمتونو ریئس، د لویو مالیه ورکوونکو ریئس، د منځنیو مالیه ورکوونکو ریئس شامل دي. د عوایدو د ریاست کړنې په ټوله کې دادې چې، له بېلابېلو لارو څخه د مالیو راټولو(انتفاعي مالیات، پرعایداتو مالیات، پرمعاش مالیات، د برخې مالیات اوکرایه...) راټولوي. له بېلابېلو نویو سرچینو څخه د عوایدو پرمختګ، د عوایدو له کسرڅخه مخنیو اویوځای کول، د کورنیو صنعوتونو پرمختګ، د عادلانه مالیاتو د ټاکلو له لارې د پانګو اچونه اویو لړنورې کړنې ترسره کوي.
د ګمرکونوعمومې ریاست، د عمومې ریئس ترسرپرستۍ لاندي، د پلان اود ګمرکونو د سمونې ریئس اوهمدارنګه د ګمرکونو د چارو ریئس دنده ترسره کوي، په ټوله کې د ګمرکونو د قانون سره سم د ګمرکې محصولاتو تنظیم اواجرا کول(د واردېدونکیو اوصادرېدوونکیو توکیومحصول) د قاچاق مخنیوی، د بې کیفیته موادو مخنیوی اود نرخونو ټاکل ددې ریاست دنده ده.
د املاکو ریاست، د عمومې ریئس ترمشري لاندي، د څارنې اوساتنې ریئس اود ولایتي املاکو ریئس په دنده ګمارل شويدي، د ټولو ثابتو دولتي شتمنیو ساتنه کومې چې له فعالیته لوېدلې وي، د هغو شتمنیو سپیناوی چې له منحل کېدو وروسته تصفیه شوي وي، د ملکیتونود اسنادو بشپړول چې قانونې شرچینه ولري، له دولتي شتمنیو څخه ټینګه ساتنه اوبالاخره له دولتي شتمنیو څخه ساتنه چې ناوړه ګټه اخیستنه په کې روانه وي.
د تصدیو ریاست، له دولتي تصدیو څخه څارنه اوساتنه، د تصدیو د کړنوموخیزه تفکیک، بیلانس کړنې اود څارنې خدمتونه، د بې ګټو تصدیو تشخیصول اوداسي نور ترسره کوي.
د بېمې ریاست، په ټول افغانستان کې د بیموي چاروتنظیم اواجراآت په غاړه لري، د موخیزو فعالیتونوله پاره د بیموي چارو زمینه برابرول، د بېمې له کړنو څخه لیدنه اوله ټولو بیموي سرچینوسره اړیکې ساتل پرمخ وړي.
د پالیسۍ اواجرائیوي چارو عمومې ریاست، د دې ریاست دندې په ټوله کې له مرسته کوونکوسره د دولت همغږي کول، د پالیسیو د پراختیاڅارنه اوڅېړنه، د بهرنیو مرستو راپور او ساتنه، د کارې کړنود اړیکو ټینګول له نورو ریاستونو سره، د پالیسۍ د اړتیاوو تشخیص او د افغانستان د پراختیا له پاره له بهرنیو هیوادونو څخه د متحصیصینو افغانانو راجذبول دي.
پرپالیسۍ د څارنې اوڅېړنې ریاست، د اداراتو د پالیسۍ د اړیکواو پلانونو په پلي کولواو څرنګوالي باندي څارنه کوي، د کارپوهانود مشرتابه کول اوله اړوندوبرخوسره مرسته، د پالیسۍ د نړیوالواومعیاري طرزالعملونو لیدنه اود کارې ساحې په اړه له بېلابېلو بهرنیو اوکورنیو سرچینو سره مرسته کول دي.
د پروژود انسجام، پلې کولو اوساتنې ریاست، د مالیې وزارت له پلان سره سم د پروژو د انسجام اوپلي کولو څارنه چې د ټولواړخونود ګټي اوګډونوالو(سیاسي، خصوصي سکتور، ټولنیز، سوداګریز اوداسي نور) سره برابروي، د کره اینجینري ډیزاینونو څارنه(د مهندسي نقشورسمول، د تخنیکي ځانګړنوترتیبول) پرغاړه لري.
د تخنیکي مرستوریاست، د ظرفیت د لوړولو په خاطرپرمختیایي پروګرامونو له پاره ملي چوکاټ جوړوي، له مرسته کوونکو سره د پرمختیایي پروګرامونو ناستې چمتوکوي، مرسته کوونکوته د مالي راپورنو چمتوکول په غاړه لري، د مرستود جذبولو په منظور له بهرنیوسره د اړیکو ټینګول، د میاشتنیو او کلنیو راپورونو چمتوکول د مقام له پاره د دې ریاست دنده ده.


مالیې وزارت ته د ډاکټرحضرت عمرزاخېلوال راتګ اولاس ته راوړنې:
د ښاغلې زاخېلوال له راتګ سره د مالیې وزارت ډېرې لاس ته راوړنې لري اوپه دې توانېدلی چې خپل فعالیتونه له نړیوالو اوصولو اومعیارونو سره سمې برابرې کړي، د دې موخې د ترلاسه کولو له پاره یې د وزارت په دننه کې یو انساني ځواک رامنځ ته کړی، د هغوی کارې وړتیایې لوړه کړي اود کارکوونکو استخدام یې په وړتیا، پوهې او کارې تجربې پورې تړلی دی. په دې وزارت کې د پالیسیو په رامنځ ته کېدو اوتطبیق کې د پام وړ اصلاحات راغلي دي، ګمرکونه کمپیوټرې اونړیوال شوي دي، ودانۍ یې په نوي اوعصري توګه رغول شوي دي، ترډېرې کچې په کې د بډومخنیوی شو یدی، په وروستیو دریو کلونوکې د هیواد عواید له ۶۳ میلیارده افغانیو څخه ۱۰۰ میلیارده افغانیو ته لوړشوي دي چې په دې برخه کې په سلوکې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی، د افغانستان ټول عواید هغه که ګمرکې دي، مالیاتي دي اوکه غیرمالیاتي په ۱۳۸۸ کال کې ۸۰ میلیارده افغانۍ ؤ اوپه کال ۱۳۹۰هـ ل کې ترسلو میلیاردو ورسېدل چې سږکال یې د ۱۱۱ تر۱۱۴ میلیاردو پورې اټکل شوی دی. د فغانستان د ۱۳۹۱ هـ ل کال ملي بودجه چې د ملي شورای له خوا تصویب شوه (۲۴۴.۷۴) میلیارده افغانۍ وه، په دې کې پراختیایي بودجه (۱۱۱.۰۵) وه او عادي بودجه (۱۳۳.۶۹) میلیارده افغانۍ وه، چې عادي بودجه ۵۵ سلنه له کورنیو عوایدو څخه اوپراختیاي بودجه ۱۶ سلنه له کورنیو عوایدو څخه چمتوکېږي اوپاتي نوره یې له بهرنیو مرستوڅخه تموېلېږي.
د مالیې په وزارت کې الیکترونیکې خدمتونه اومعلوماتي ټکنالوژۍ ډېره وده کړي اوزیاتې ادارې کمپیوټري شودي دي، چې بېلګې یې د افغانستان د مالي نظام معلوماتي سیستم (AFMIS) ، د ګمرک د معلوماتو له پاره د (ASYCUDA) سیستم، د بشري منابعو د تنظیم معلوماتي سیستم (HRMIS)، د دولتي بودجې د پلان کولو سیستم یا (SBPS)، د مرستو د تنظیم سیستم (DAD) د کارکوونکو د حاضرۍ کمپیوټري سیستم (ATR) اود اسنادود صادرولو او واردولو سیستم شتون غوره لاس ته راوړني دي.
د افغانستان د مالي سیستم ادارې (آفمیس) سره ټول وزارتونه او ۳۴ ولایتونه نښلول شوي دي، د معاشونو د ورکولو پروګرام ۸۰۹۷۸۶ د دولت مامورین ترخپل پوښښ لاندې نیولي دي چې د ۴۰۷۰۰ مامورینو له پاره بانکي حسابونه پرانستل شوي اود بانک لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي.
په اداري برخه کې د اداري اصلاحاتو پلان عملي کېږي او تشکیلاتي جوړښت نوی شوی اوپه دې برخه کې پرمختګ څارنه او ارزونه کېږي، د بشري منابعو پرمختیا اومدیریت د ترټولو ښو خدمتونو څخه برخمن دی، همدارنګه د دولتي تصدیو په خصوصي کولو اود املاکو اوبېمې د چارو په تنظیم کې د پام وړښه والی راغلی دی. د کورنیوپلټنې کارکوونکې د هیواد ټولو ولایتونوته سفرکوي ترڅو د فساد سرچینې پیدا اوپه مخنیوي کې یې لازم ګامونه واخیستل شي.
د مالیې وزارت نړیوالې ټولنې، مرسته کوونکو، کورنیو اوبهرنیو پانګه والو اوسوداګروته ډاډ ورکوي چې افغانستان یوه سالمه اقتصادي اداره لري اوپه ټولو مالي چاروکې هغوی ته اسانتیاوي برابرولی شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery