مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې شوری له مرستيال مولوي عطاءالله لودين سره مرکه

سيدحسين پاچا


سرريچارډ ستيج : ګومان کوو چې هر ډول اورپکي د يوې سياسي موافقې له مخې پای ته رسيږي، نه د جګړې له لارې

ښه چې دا سې ده، نو بيا خو د سولې شوری له موقفه ګواښنه او د ((نور درس ورکونه) خو هم د حل لاره نه ده. دا بايد روښانه شي چې دا ډول ګواښنې له خپل پخواني حزبي - افراطي و اورپکي ديدلوري او که له اوسني سوله ييز دولتي تګلورې له موقفه؟ الهي ارشاد هم له موږه د قول وعمل د سمون غوښتنه کوي نه د تهديد او د ګواښنو يا د ((نور درس ورکولو))

بي بي سي :
که څه هم د طالبانو او اسلامي حزب او د افغانستان د سياسي احزابو استازي تېره ورځ پاريس ته رسېدلي، خو ويل کيږي چې دوی به نن د افغانستان د راتلونکې په تړاو خپل نظرونه سره شريک کړي. په دغه ناسته کې له ټولو ښکېلو خواو نه شلو کسانو برخه اخېستې. د دغه غونډې په اړه لا له وړاندې نه طالبانو ويلي وو چې دوی به يوازې د حالاتو پر اړه د نظر څرګندونه کوي او له هېچا سره د سولې او پخلايېنې په اړه خبرې نه کوي. خو د طالبانو له دغه دريځ سره سره ټولې خواوې دا هيله هم لري چې دغه کنفرانس به په افغانستان کې ښکېلې خواوې د پخوا په پرتله سره ډېرې نژدې کړي. د شنونکو پر وينا چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا د پاکستان پالېسيو او تګلارو بدلون موندلی، نو ښايي د ښکېلو خواو ترمينځ به کنګلونه ويلې شي او د شته حساسيتونو کچه به ورسره راټيټه شي.
د دغې غونډې چارې د فرانسې د ستراتيژيکو چارو مطالعاتو څېړنيز مرکز او د دغه هېواد د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په نوښت پرمخ ځي. په غونډه کې شهاب الدين دلاور او نعيم وردک د طالبانو استازيتوب کوي. شهاب الدين دلاور په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې په سعودي عربستان او پاکستان کې د سفير په توګه دندې ترسره کړي دي. بل لورې ګلبدين حکمتيار له لورې ډاکټر بهير غيرت په دغه غونډه کې د ګډون لپاره پاريس ته رسېدلی دی.
د افغان دولت له اړخه ويل کيږي چې د ولسمشر کرزي سلاکار حاجي دين محمد او د سولې شوری د دارالانشاء مشر محمد معصوم ستانکزی او يو شمېر نور کسان پکې ګډون لري. احمد ضياء مسعود او فيض الله ذکي د ملي جبهې په استازيتوب، يونس قانوني د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ائتلاف په استازيتوب د کورنيو چارو پخوانی وزير محمد حنيف اتمر د حق وعدالت ګوند په استازيتوب او زهری نادري او نيلوفر ابراهيمي د ولسي جرګې د ښځينه غړو په استازيتوب د پاريس په دغه ناسته کې ګډون لري.
دغه کنفرانس ته د افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې نوم ورکړل شوی، خو تراوسه پورې چا دغې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی چې ولې يې دغه غونډې ته دغه نوم غوره کړی دی؟
له لويه سره په افغانستان کې ګڼ شمېر سياسي کتونکي په دې اند دي چې روانه غونډه به د افغانستان پر حالت هرومرو اغېز شيندي. د دوی په باور په غونډه کې د بېلابېلو ډلو ګډون دا ثابتوي چې دوی د مسالې حل د جګړې پرځای په خبرو اترو کې ويني او همدا د يوه اوږده / ښه سفر پيل دی.
د پاريس د دغې ناستې سره هممهاله د افغانستان د سوله ييز پلان يوه نسخه بي بي سي ته رسېدلې چې افغان حکومت د طالبانو او اسلامي حزب سره د روغې جوړې لپاره يوه نقشه بولي. د سولې د حکومتي شوری دغه پينځه فقره ييز پلان اټکل کوي چې وسله وال مخالفين بايد په يوه کال کې له جګړې نه لاس په سر شي او د ۲۰۱۴ کال له ولسمشريزو ټاکنو له مخه دې ځان پر سياسي ډلو واړوي. د دغه پلان نور جزييات په کابل کې زموږ همکار حفيظ الله معروف د سولې د سترې شوری له مرستيال مولوي عطاءالله لودين سره په يوه مرکه کې پوښتلي دي.

دا ملاحظه موجوده وه چې ګويا د سولې شوری د سولې لپاره کړنلاره او يا طرحه نه لري، نو د همدې لپاره د سولې سترې شوری دغه طرحه په پينځو مرحلو کې جوړه کړې ده چې فرضاً په لومړي قدم يا لومړۍ مرحله کې به د اعتماد خبره پيدا کيږي او د سيمې د هېوادونو سره به تفاهم کيږي او بيا به وروستنيو مرحلو کې د دې زمينه سازيږي چې د مسلحو مخالفينو چې کومې معقولې غوښتنې دي او د ولس او د خلکو له ارادو نه تمثيل کوي هغه ته به په خبرو کې ځای ورکول کيږي او بالاخره به په نهايت کې يو ملي اجماع او وفاق ته رسيږي.

او لودين صاحب راته ويلای شئ چې دغه دقيق پينځه پړايزه کړنلاره څه وخت ټاکل شوې ؟
په دې باندې خو د سولې عالي شوری اوږد کار کړی دی. دا چې اوس راښکاره شوې ده، د مطبوعاتو او يا ستاسو لاس ته راغلې ده، دا لږ وخت کيږي ډېر وخت يې نه کيږي. بلې.

په دغه کړنلاره کې چې مونږ وويل ډېر ټينګار د پاکستان پر رول باندې وو. څومره راته ويلای شئ چې پاکستان به رښتيا هم چې په دغه کړنلاره کې لکه څومره چې د پاکستان پر رول ټينګار شوی هماغسې به رښتيا هم هڅه وکړي او په پاکستان به طالبان وهڅوي او يا لږ تر لږه به طالبان مخامخ خبرو ته وهڅوي چې د افغان حکومت د سولې له عالي شوری سره خبرې وکړي ؟
موږ اميدوار يو. هغه بدبختي او جنجال چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي پاکستان هم په امن کې نه دی پاتې. بلکې مونږ ګورو چې څومره انفجارات دلته کيږي د هغې دوه برابره روزانه په پاکستان کې کيږي او ملکی وګړو ته تاوان رسيږي. پاکستان به د خپلو هماغه مجبوريتونو پر اساس چې دوی هم د دې بلا په خوله کې غورځېدلي دي نور به پر دې مجدد فکر کوي.

بلې، لودين صاحب يوه مساله چې تاسو ورته په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه چې پاکستان له تاسو سره په دغه هوکړه باندې توافق کړی، خو طالبانو تل ويلي چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي. ايا په دغه کړنلاره کې چې تاسو جوړه کړې ده. په دې کې مو له طالبانو او يا لږ تر لږه د طالبانو له استازو سره هم خبرې کړي دي؟
په دغه کړنلاره کې د دولت ټولو مسلح مخالفينو ته موقع ورکړل شوې ده. ترڅو د هغوی پېشنهادات واورېدل شي. د هغوی هغه ارادې چې دېته يې هڅولي دي چې د هغې لپاره جنګ وکړي او هغې ته تحقق ورکړ شي، بلې، د هغې لپاره موقع د خبرو دا د مذاکراتو ده او د هغوی مادي او معنوي حقوق په دې کې خوندي شوي دي. د افغانستان د تبعه وو په حيث هغوی دلته د کانديداتورۍ د جمهوري رياست او د پارلمان د رياست د عضويت د ترلاسه کولو لپاره هغوی مبارزه کولای شي او طبعاً به د دوی د خوښې يو ممثل اسلامي حکومت جوړيږي او بالاخره به يو جوړجاړي ته ورسيږي.

مانا دا چې لودين صاحب د طالبانو د غوښتنو لپاره که څه غوښتنې لري د ادلون بدلون چاڼس شته ؟
دا چې که په دې کړنلاره کې څه کمبودات اوسي او طالبان پېشنهاد وکړي چې دا پکې نشته دی. طبعاً د مذاکراتو مېز ته د ناستې په صورت کې به هغه ټول اورېدل کيږي.

او لودين صاحب وروستۍ پوښتنه دا ده چې فکر نه کوئ وخت يې ډېر زيات دی. له ۲۰۱۲ کال نه تر ۲۰۱۵ کال پورې دغه وخت مو ډېر دغې کړنلارې ته نه دی ټاکلی ؟
بلې، دا خو ډېر مختلف پړاوونه لري. په دې پړاو کې يوه مرحله سر ته رسيږي. بالاخره تر ۲۰۱۵ کاله پورې په افغانستان کې مکمل امنيت او ټيکاو پېشبيني شوی دی. او ۲۰۱۵ کال به د افغانستان د خلکو د وحدت او د يووالي، سوکالۍ او د امنيت کال وي پکې پېشبيني شوی دی. دا دوه - درې کاله دربر نيسي او دا ما ته اوس هم ښکاري او له درې کالو نه زيات نه دی.
(د سولې د عالي شوری مرستيال عطاءالله لودين وو چې د حفيظ الله معروف پوښتنې يې ځوابولې.)
*** *** ***

دا چې نړيوال په پاريس کې دغسې جوړې شوې ناستې ته په کومه سترګه ګوري زموږ همکارې مينه بکتاش په کابل کې د برېتانيا له سفير Sir Richard Stagg سره غږېدلې او د مرکې په يوه برخه کې يې د هغه دريځ پوښتلی.
We were aware of the meeting taking place outside the Paris. We …

موږ خبر وو چې دغه غونډه له پاريس بهر ترسره کيږي. ګومان کوو دا ښه ده چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمينځ د ليدلو يو فرصت برابر شي او د سياسي پرمختګ لپاره د نظر تبادله سره وکړي. ګومان کوو چې هر ډول اورپکي د يوې سياسي موافقې له مخې پای ته رسيږي، نه د جګړې له لارې. موږ فکر کوو چې اوس طالبان پوه شوي که په راتلونکي يو کال يا دوه کلونو کې په سياسي بهير کې ورګډ نه شي، نو د افغانستان راتلونکی به له هغوی پرته وي. ځکه نو د پاريس په لمنو کې دا غونډه مخ پر وړاندې او يو مثبت ګام ګڼو.
د برېتانيا سفير وايی چې په دغه شان غونډو کې د طالبانو او د افغان دولت د نورو مخالفينو برخه اخېستنه د روغې جوړې لپاره يوه ښه پيلامه ده. د هغه پر وينا د دغه شان غونډو جوړونه ډېر ارزښتناکه ده او ورسره د ټولو ښکېلو غاړو ترمينځ د باور فضا رامينځته کېدلای شي.
It is one of a numbers of gatherings designed to allow …

دا يوه له هغو غونډو ده چې د منظمو خبرو اترو د پيل لارې د پرانېستلو په موخه جوړه شوې ده. موږ فکر کوو داسې غونډې کولای شي چې د سياسي بهير پرمخبيولو کې مرسته وکړي او په داسې غونډو سره تر يوه حده د ګډونوالو ترمينځ د باور فضا رامينځته کيږي.
(په کابل کې مو د برېتانيا د سفير څرګندونې اورېدې.)

په درنښت


http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2012/03/000001_dawn1.shtml

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery