مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پښتانه پهلوانان په آریانا کې (٧برخه)

شريف الله دوست(سرواني)

 

رستم جهان پهلوان

( له ننه شاوخوا ٣٠٠٠ کاله پخوا)

 

د(ر) (*) په پيښ اود(ت) په زور رستم ملقب په تهمتن(۲۳)دارياناپه ځانګړي توګه هيتومنت (هلمند) له ډېروغښتلو،زړه وروهوښيارواوپرهيواد مينوپښتنو پهلوانانوڅخه ؤ.
رستم دزال پهلوان زوی ،دسام (ګرشاسپ) لمسی ؤ؛ دمورنوم يې (رودابه) (۲۴)دکياني لرغونی کورنۍ دڅوتنوهريولکه کيقبا،کيکاوس اوکيخسرودپاچهيوپه وختونوکي يې دتورانيانواواوسني ايرانيانوسره ډېرجنګونه کړي دي .دنوموړي دپهلوانۍ دداستانومهمه اثر د(ابوالقاسم فردوسي) شاهنامه ده چي دڅلورمي هجري پېړۍ په وروستیوکي نظم سوې ده اوشاوخوا(زر) ځله يې په بيلابيلوستاينومونوباندي درستم نوم راوړی دی. دزرتښت په مشهورکتاب اويستاکي درستم ،زال اوسهراب نومونه نه دي يادسوي هغه چي دهلمند اوسيستان دډېرو زړه وروپهلوانانوڅخه شمېرل کيږي خوددوی دنيکونوڅخه چي يوه غښتلي اريايې اوهلمندي کورنۍ ده ياد داويستاپرپاڼوپاته دي هغه له دې لرغونی کورنۍ څخه چی اويستايې راپېژني ثريت (اثرت، اثرط)(۲۵) اوګرشاسپ
(= سام ) دي (۲۶)

درستم زېږېدنه :

رستم درودابه دنس اونسله وږېږېدکله چي شيرخوروپريوه ځای لسودايانوشيدې ورکولې اويوازي د(سودابه )په شيدويې ګذاره نه کېدل . څه وخت چي له شيدوپرې سودځينوداستاني رواياتوله مخي دپنځوتنولویوسړيوپه اندازه يې خوراک کاوه .


(۲۳) تهمتن:
(۲۴) فرهنګ عميد چاپ تهران ۱۳۸۱ ش ، مخ ۱۲۳۹ .
(۲۵) کريستن سن ، کيانيان ترجمه صفا ، مخ ۹۰ .
(۲۶) کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني ، سيمايې رستم درشاهنامه مخ ۸۲ .
Rot- staxmak(*)
(=رستخمک ) هم بلل سوی (حبيبي)(۲۴/۱۳۸۷) دپهلوي ادبياتو په حواله.


درستم نوم:

کله چي رستم مېرمن رودابه نړۍ ته راووړ ويې ويل: (برستم ) يعني هوساسوم داپېښه فردوسي په شاهنامه کي هم راوړي ده
بګفتابرستم غم امد بسر
نهارن رستمش نام بسر(۲۷)
رستم له دوو کلیمورس +تهم څخه رغېدلى دی رس يې دنمواوتهم يې دځواکمن په معنی دی (۲۸)

رستم ته دپوونده (چوپان ) پېغور:

داکيسه دملک شاه حسين کياني (صفاري= هلمندي) په احياالملوک (تاريخ سيستان ازادوارباستاني تاسال ۱۰۲۷ هجري )کي داسي ترموږپوري رارسېدلې ده: ((...چون ناظم مناظم تاريخ عجم ، فردوسي عليه الرحمة ، اعتقادي بققه کوک نه دارد احوال اودرشاه نامه نويشته نشده ، لکن اين قصه درسيستان (=هلمند) مشهوراست ونسخه ای به زبان فرس وپهلوي درآن باب مطالعه شده.))
ويل کيږي چي يوورځ روستم پهلوان په ښکارپسي وتلی و ، کله چي وږی سو، يوې رمې ته ورنږدې سواويوپسه يې ورڅخه راجلاکړ، چوپان له رستم سره په لفظي شخړه کي وويل چي دومره دپهلوانۍ لاپي شاپي ولې ورسه دکوک( ۲۹ ) ځواب ووایه چی دپلارڅخه دي هرکال باج اخلي اونوموړی دوګړوله پاره يوآفت اوبلاګرځېدلی ، دلوي ښارله منځ څخه يې څلوېښت ښکلي پېغلي په زور او جبرد(قصلوس؟ غره ته ) چي اوس يې د(=خواجه غلطان غر) بولي بوتلې .هلته يې ويوه ډېره مشهوره اولوړه کلاجوړه کړي ده اوپه هغه کي يې څلويښت ډبريني کوټې جوړي کړي وې اوپه هره کوټه کي يې يوه پېغله کښېنولې ده !( کوک) هلته په عيش اوعشرت بوخت وي هرکال له (زال) څخه باج اخلي اودهغه شاوخواوګړوڅخه هم خراج اخلي . (۳۰) کله چي رستم داقيصه واورېده سمدستي د ياد غره په فکرکي سو نيمه ورځ غره ته ورسېداوهلته يې يوه هيبت ناکه نعره(= ناره) وکړه .

(۲۷) شاهنامه فردوسي
(۲۸) فرهنګ عميد صفحه ۶۵۱
(۲۹) کوک کهزاد(غرزی =غلجی ) درستم پهلوان دپلارڅخه به يې په زورباج اخيست دکاروانونولاري يې هم بندولې اوپه زوره يې مال ورڅخه اخيست ويل کپږي چي ډېرغټ اوزورور ؤ .
(۳۰) احيأالملوک مخکنى اثر.
(۳۱) احيأالملوک ، ۲۶ – ۲۷ مخونه .

(کوک) چي دا تاثيري ږغ واورېدی سم دستي يې ساتونکى ورته راواستاوه چي ورسه وګوره چي دا بې ادبه څوک دى چي نارې وهي ؟!
رستم د(کوک) د نوکراوساتونکي غوږونه ورپري کړه ور ويې لېږه ورته يې وويل:
چي ورسه اوزماسلام پرکوک ووايه کوک آس راکش کړاودغره څخه راکښته سو اوله يوبل سره يې غېږه ونيول اوپه جنګ سوه ،روستم کوک په ځمکه وويشت اوبرسينه يې کښېناست اوسريې له تنه څخه جلاکړ ، غره اودکوک ماڼۍ ته ورپورته سوټولي انجوني يې آزادي کړې او هريوې ته يې بې شمېره ګاڼې ورکړې اوخپلوکورونوته يې واستولې زال له دې پيښي خبر سواودسيستان (= هلمند)له لښکروسره درستم تخت ته راغی .(۳۱) دځينويادښتونوله مخي چي (کوک )يې لاس تړلی خپل نيکه سام ته اودځينوسرچينوله مخي چي له کک (کوک) سره دجګړې پرمحال رستم ۱۰ – ۱۲ کلن و.اوهمداډول روستم په هلک توب کي هغه سپين فيل هم وواژه چي خلک يې له بيري په تيښته وه .

 

 

 

 

 

درستم دجهان پهلوانۍ په مقام کي :

دجهان پهلواني مقام په کياني شاهانوپوري اړه درلوده اودامقام هغه چاته ورکول کېده چي دپهلوانۍ سخت شرايط يې تېرکړي واي .(۳۲)
رستم هم دهغه دلوي بدن غښتلي ځان په درلودلوسره دجهان پهلوانۍ مقام ته ورسېده . دمجملاتواريخ ليکوال وايې:«جهان پهلوان بزرګ مرتبي بوده است ازبعدشاه ، وازفرودان پهلوان وپسيهبد(۳۳) برآن سان که اکنون اميرګويند واميرسپاه سالار ومرزبان صاحب طوفان راخوانده اند(۳۴)
دامقام موږ دپښتوپه لرغوني ادب ، دوهمه هجري پېړۍ کي دهمدې هلمند پرغاړه هم لرو ، چي هغه اميرکروړ پهلوان دزمينداور اوسېدونکی دی . فردوسي وايې :
برون رفت پس پهلونيمروز(رستم بهلوان)
زپشت پدرګرد ګیتي فروز (۲ – ۹۱ – ۲۸۰ )

 


(۳۲) سيماي رستم درشاهنامه مخکنی اثر ۱۴۵ مخ
(۳۳) شپهبد دس به زېر، د پ او ب زورمخفف سپاء هبد . سپاه سالار (دهضدالفاتحاً)
(۳۴) مجمل تواريخ دسيمای رستم درشاهنامه په حواله (۱۴۰ مخ )

نور......هم سته

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery